Posts | Comments | E-mail /

سوال او ځواب

Posted by on Feb 27th, 2010 and filed under افغانستان چا ړنګ کړ؟. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

زړه دې رانه وړی مستې تا باندې شيدا يمه
نه يې مستحق زما د وصل رانه څنګ وکړه
زړه دې رانه مسې تا پسې ملنګ يمه
ستا د مخ پتنګ يمه
تا ته مناسب نه دي چې پېغلو نه وصال غواړې
په کوم نوم او کمال غواړې
دغه مې کمال دی مستې ووايه ته څه غواړې
سپين غواړې که سره غواړې
زه خو ډمه نه يم چې په سرو به خوشحالېږمه
بل ته به ګډېږمه
خدای دې ډمه کړه ته ترله او زه تر بور يمه
عشق کې دې رنځور يمه
ته خو د تربورنو له کتاره نن وتلی يې
بل چاپسې تللی يې
ستا په دې خبره زه پوه نه شومه صنمې
زما دزړه همدمې
زه به دې اوس پوه کړم په کام څوک او په څه کار يې؟
خان يې که تجار يې
کام باندې پښتون يم ملېشه د پاکستان يم
ښه ننګيالی ځوان يم
کام باندې پښتون يې او خدمت کوې ته بل لره
ګورې مې اوربل لره
ستا په در کې پروت محبوبې زه لکه ګدا يمه
زړه دې رانه وړی مستې تا باندې شيدا يمه
شيدا که ځان ته وايې سربازي لکه پتنګ وکړه
نه يې مستحق زما د وصل رانه څنګ وکړه
دا خبرې پرېږده مستې ما سره پخلا شه!
مجنون سره ليلا شه
اصيلې پښتنې د غلامانو ياري نه کوي
بې ځايه خواري نه کوې
ولې به غلام يم زه په خپله منصبدار يمه
هلته جما دار يمه
ښه چې جمادار يې وايه ستا آمران څوک دي؟
ستا حاکمان څوک دي؟
هغه انکيان دي ځينې ځينې قاديانيان دي
لوی منصبداران دي
تاته غيرت نه درځي د دوی مخکې دورېږې
ولې نه شرمېږې
دې کې شرم څه دی نو کري خلک کوينه
هر څوک خېټه لرينه
هغه خېټه دې وچوي چې ډوډۍ د خجالت خوري
د کام په سر رشوت خوري
دا خو رشوت نه دی پيسې اخلمه خدمت کوم
ځان باندې زحمت کوم
ځان ته دې پښتون وايې خدمت ته د پردو کوې
لاپې د پښتو کوې
سخت تنقيد دې وکړم نجلۍ پوه دې په مدعا يمه
زړه دې رانه وړی مستې تا باندې شيدا يمه
دا مې مدعا ده بې ننګي مه کوه ننګ وکړه
نه يې مستحق زما د وصل رانه څنګ وکړه
نه يمه بې ننګ محبوبې ولې مې سېزې په اور
تش د نوکرۍ په تور
تې (۱) چې نوکري کړې جنګوي تا د خپل ورور سره
د څو پيسو په زور سره
زه خو ناپوه نه يم چې به ورور سره جنګېږمه
دومره خو پوهېږمه
هلته به ته پوه شې چې وهلی سر ترې راشې
کام سره پخلا شې
هر کله چې وي زه د پښتون سره پخلا يمه
تل په دې سودا يمه
دغه کار کم (۲) وکړ نو رښتيا به پښتانه ياستئ؟
تاسې نارينه ياستئ
يا به مو ازاد کړي يا به جوړ پرې دا فساد کړو
ژوند به يې برباد کړو
نن که يو لاس نه شئ ځانځانۍ کې تبا کېږئ
يو يو تالا کېږئ
ځای که د عمل راغی مونږ ټول پېژنو کام خپل
ساتو ننګ و نام خپل
و ګرځئ په پوځ کې يو د بل سره ګډون وکړئ
خپل کامې تړون وکړئ
هر ځای کې زه وايم چې غيرت لره پيدا يمه
زړه دې رانه وړی مستې تا باندې شيدا يمه
خپل وطن ازاد کړه، بيا اميد مې د پالنګ وکړه
نه يې مستحق زما د وصل رانه څنګ وکړه
مرګ به په ځان ومنو وطن به چا ته ورنه کړو
ټيټ به چا ته سر نه کړو
نر خو هم هغه وي چې د ننګ ناموس نه جار وي
دا د زلمو کار وي
دا خپلی ځوانۍ نه بدلوو په ناځوانۍ مونږه
نا خلو بدنامۍ مونږه
خدای دې پښتانه د بدنامۍ نه همېش وساتي
تل دې خالق ښه ساتي
څو چې ساه راکې وي پېروي به د خپل قام کوو
دا کار به مدام کوو
دا جګې شملې مو خاوند ټيټې تر قيامت مه کړه
چا تم خجالت مه کړه
تل په خپلو وينو به دا ګران پښتونستان ساتو
خپل ملي نښان ساتو
تل به مونږه ستاسې د دې جګو شملو پت ساتو
زړو کې به الفت ساتو
زه به ستا وربل ته ازادۍ د باغ ګلان راوړم
په وينو يې د ځان راوړم
زه به يې په ډېر وياړ د وربل په سر کتار کړم
هلته به دې يار کړم
څوک به زما او ستا منځ کې شاهد شي په سودا يمه
زړه دې رانه وړی مستې تا باندې شيدا يمه
شاهد به ملنګ جان کړو چېرته لټه د ملنګ وکړه
نه يې مستحق زما د وصل رانه څنګ وکړه

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

CAPTCHA Image
Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree