Posts | Comments | E-mail /

د بهرنيو چارو وزارت ولې چوپ دى؟!

Posted by on Feb 27th, 2010 and filed under تحلیل. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

څو ورځې وړاندې ايراني چارواكيو د ايران د سني جند الله نومې ډلې مشر عبدالمالك ريګي ونيو، ايراني چارواكيو ادعا وكړه چې نوموړى له دوبۍ څخه د افغاني پاسپورټ په واسطه ازبكستان او يا قزاقستان ته سفر كاوه چې ونيول شو.

د نوموړي له نيول كيدو نه دوې ورځې وروسته ايراني چارواكيو دا ادعا وكړه چې عبدالمالك ريګي د پلټنو په ترځ كې پردې اعتراف كړى چې امريكايانو ده ته وعده وركړې وه چې په افغانستان كې به د ايران پر خلاف د فعاليتونو لپاره هډه وركوي او نور امكانات به ورته برابروي.

متاسفانه تر اوسه پورې افغان چارواكيو په تيره د بهرنيو چارو وزارت د ايران او يا د عبد المالك د دې څرګندونو په اړه هيڅ ډول  غبرګون نه دى ښودلى.

په داسې حال كې چې بايد په هغه لومړى ورځ يې د نوموړي د افغاني پاسپورټ ادعا وشوه بايد افغان چارواكيو غبرګون ښودلى واى، په دې اړه چوپتيا ډير شكونه او بدګومانۍ را پورته كوي او ډيرو مغرضانه لوريو ته د مداخلو او لاسوهنو پلمه په لاس وركوي.

متاسفانه په افغانستان كې بهرني پوځونه شتون لري، هغوى ځانګړې هډې او مركزونه لري، تر اوسه پورې افغان چارواكي د دې نه معلومات نه لري چې دوى څه كوي او پر كومو كومو طرحو او پلانونو بوخت دي.

ولسمشر كرزي د كب پر لومړۍ د ملي شورا د پنځم تقنيني كال په پيليزه وينا كې دا په صراحت وويل چې نه به افغانستان د نړيوالو ځواكونو لخوا د ګاونډيو پر خلاف څه اقدام ته اجازه وركړي او نه به په افغانستان كې د بل كوم لوري مداخلو ته اجازه وركړي، دې ته اړتيا ده چې د ګاونډيو هېوادونو دداسې ادعاوو په اړه كلك غبرګون وښودل شي چې هغوى له افغانستان څخه په خپلو هېوادونو كې د لاسوهنو ادعاوې كوي.

د جمعې په ورځ چې په كابل كې د نوي ښار په ميلمستونونو كوم بريدونه وشول او نهه تنه هندي مامورين او ډاكتران پكې ووژل شول پر هغو د تبصرو په لړ كې دغه خبره ډيره تكراريږي چې دا د پاكستان د استخباراتي كړيو كار دى ځكه چې پاكستان ډير برالا له افغانستان څخه په بلوچستان او نورو برخو كې د هند د استخباراتي فعاليتونو په اړه ادعاوې كړې دي.

دا چې په رسمي مجلسونو كې پر دې ستونزو څومره خبرې كېږي بيله خبره ده، خو افغان چارواكي په تيره د بهرنيو چارو وزارت بايد د داسې څرګندونو په اړه حتماً غبرګون وښيي او خپل برائت اعلان كړي.

مخكې مو اشاره وكړه چې په افغانستان كې نړيوال ځواكونه پراته دي، دغه ځواكونه نه د افغانستان د ملي ګټو پروا لري او نه له خپلو ګټو او اهدافو پرته د افغانستان د ګاونډيو دګټو پروا لري.

افغان چارواكي بايد خپله دغه ژمنه هم تر سره كړي چې زموږ له هېواده نړيوال بايد د خپلو اهدافو لپاره د نورو هېوادونو پر خلاف داسې اقدام و نه كړي چې په ټس كې يې زموږ ولس هم سمدستي اوس د جګړې په اور كې لوخړه شي او هم له ګاونډيانو سره په يوه هميشني جنجال واوړي.

كه خداى مه كړه بهرني ځواكونه دلته ريګي غوندې كسان پالي، يا د فارسي يك په څېر تلويزيوني خپرونې كېږي. په ځواب كې به يې د ګاونډيو په باروتو او ګوليو د افغانانو ككرې او ټټرونه غلبيل اوكورونه ويجاړيږي.

افغانستان هيڅكله هم بايد د پرديو د اهدافو د جګړې ډګر نشي، چارواكي بايد دې ته جدي پام وكړي.


فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

CAPTCHA Image
Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree