Posts | Comments | E-mail /

سیاسي كارپوهان :د كابل په ورستيو بريدونو كې دپاكستان لاس و

Posted by on Feb 27th, 2010 and filed under تحلیل. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.


كابل – په شمير سياسي كتونكې وايي، چې په كابل كې د جمعې ورځې په پېښه كې چې د هندي اتباعو په ګډون كابوپنځوس تنه په كې مړه اوټپيان شول د پاكستان استخباراتي شبكه لاس لري.

دغه څيړونكي وايي، پاكستان په دې باوردى چې په افغانستان كې د هند د نفوذ له پياوړي كېدو سره په دې هيواد كې د پاكستان ګټو ته زيان رسيږي اوهند په افغانستان كې له خپل نفوذ څخه د پاكستان په وړاندې ګټه اخلي.د سياسي چارو كار پوه احمد سعيدي هم ورته نظرلري او زياتوي، چې پاكستان په افغانستان كې د دغه ډول حملو په ترسره كولو امريكا او نړېوالې ټولنې ته په سيمه كې خپله اغيزمنتيا اوموثريت هم ثابتوي: (( ړۍ ته دا ښيي چې زه دلته یم هرڅی شم او څرنګه چې افغانستان د جنګ میدان دیې هسېیږي))

د جمعې په ورځ د كابل ښار په زړه د شهرنو په سيمه كې په دوو ميلمستونونو چې هندي اتباع او نوربهرنيان په كې اوسيدل ځان وژونكې او وسله والې حملې وشوې چې له امله يې د نهوهندي اتباعو په ګډون شپاړلس تنه ووژل شول اواته ديرش نور ټپيان شول.خودا لومړۍ حمله نه ده چې په كابل كې په هندي اتباعو باندې كيږي په دوه زره اتم او دوه زره نهم ميلادي كلونو كې په كابل كې د هند په سفارت هم ورته خونړۍ حملې وشوې چې د هندي ډپلوتانو په ګډون يي لسګونه افغانان هم مړه اوټپيان كړل .هند او افغانستان هغه مهال ويلي وو چې دا حملې پاكستان ترسره كړي،خو پاكستاني چارواكو دغه تورونه ټول رد كړي وو او ويلي يي وو، چې دوى په دغوحملوكې لاس نه لري.وسله والوطالبانود هغو حملو مسووليت هم منلى وو او د جمعې ورځې د حملې مسووليت يي هم په غاړه اخيستى دى.خود سياسي چارو څيړونكى عبدالرشيد وزيري وايي، چې دا حملې د طالبانو په نوم د پاكستان استخباراتي شبكې اې،اس،اې كړي دي: (( ې اوسنۍ جنګ ای،اس،ای په مخ بیايي او نښه يي دهندي اتباعو وژل وه. ))

په كابل ښاركې د جمعې ورځې له حملې وروسته د افغانستان او هند د بهرنيوچارو وزيرانو ډاكټر زلمي رسول او اس،ام كرشنا په ټیلیفون خبرې وكړې او ټينګارېي وكړ چې په دې ډول حملو به د افغانستان او هند دوستي زيانمنه نه بلكه لا ټينګه شي.

#

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

CAPTCHA Image
Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree