كابل (ويسا): د پاكستان رسنيو د امريكايي ورځپاڼې نيويارك ټايمز په حواله يو راپور خپور كړى چې سي آى اې او آى اس آى ګډ اهداف لري او اوس په پاكستان كې په اسلام آباد كې په يوه شريك دفتر كې يو له بل سره همكاري كوي.
په دې راپور كې راځي چې دې دواړو ادارو په كراچۍ كې ملا برادر په ګډه ونيو او اوس د دوى تر شريك نظارت لاندې دى. د ورځپاڼې په استناد دغه دواړه استخباراتي ادارې په يوه يه سترګه اهداف څاري خو بله سترګه يې د يو بل څارنې ته ګومارلې ده.
راپوروايي چې سي آى اې له قبايلو نه په ډير مهارت جنګ له غرونو نه د پاكستان ګڼ ميشتو سيمو ته يووړ، دغه دواړه ډې ډير وخت په يوه شريك پروګرام وزي او چې بريالي راستانه شي بيا جاني واكر او شامپاين بوتلونه يو بل ته په تحفه كې وركوي.
په راپور كې راځي چې دا دواړه ادارې په افغانستان كې د جګړې له پاى تهرسيدو سره بيلابيل اهداف لري او بيا به يې ګډه همكاري محاله وي. سي آى اې اوس غواړي طالبان دومره كمزوري شي چې جوړجاړى ته غاړه كيږدي خو اى اس آى بيا غواړي چې طالبان ځواكمن وي او په افغانستان كې په راتلونكې كې د دوى د ګټو ساتنه وكړاى شي.
په دې راپور كې دا هم راغلي چې سي آى اې ته آى اس آى اجازه ورنكړه چې له ملابرادر نه پلټنې وكړي. اوس پرداسې ميكانيزم كار كيږي چې هغه افغانستان ته وسپارل شي.