Posts | Comments | E-mail /

حامدکرزى : هغه کسان چې دروژې په مبارکه مياشت کې زموږ دمسلمانو خلکو دوژنې سبب کيږي ، الهي عذاب ته دې منتظر و اوسي

Posted by on Aug 3rd, 2013 and filed under خبرونه. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

کابل:- دافغانستان جمهوررييس حامدکرزى هغه ماين ايښودنه چې په قندهار ولايت کې چې د اوو تنو بيګناه ملکي وګړو دشهادت سبب شو ، په کلکه وغانده.

 تيرماښام ديوې کورنۍ اووه تنه غړي چې د واده په مراسمو کې دګډون لپاره ميوندولسوالۍ ته روان وو ، ددوي دسپرلۍ زرنج موټرسايکل ددغې ولسوالۍ دشهيدانو په سيمه کې په يو ايښودل شوي ماين وخوت چې دچاودنې له امله يې ددوو ښځو اويو ماشوم په ګډون اووه تنه شهيدان او درې تنه نور ټپيان شول .

دافغانستان جمهوررييس ددغه وحشيانه عمل دکلکې غندنې په ترڅ کې وويل ، چې طالبانو يوځل بيا زموږ د بيګناه هيوادوالو خوښي يې چې د واده په مراسمو کې دګډون لپاره روان وو، په غم او وير بدله کړه .

حامدکرزي وويل ، هغه کسان چې دروژې په مبارکه مياشت کې زموږ دمسلمانو او ديندارو خلکو دوژنې سبب کيږي ، نه يوازې په دنيا کې سزا ورکول کيږي بلکې په آخرت کې هم دالهي دردونکي عذاب ته دې منتظر وي .

دافغانستان جمهور رييس دخپلې ژورې خواشيني او ډاډګيرنې مراتب ددغې پيښې دشهيدانو پاتې کسانوته څرګندوي اودلوى خداى (ج ) له دربار څخه هغوى ته دجميل صبرهيله کوي.

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

CAPTCHA Image
Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree