Posts | Comments | E-mail /

په میدان وردګو ولایت کې پر موټر سایکل چلولو باندې بندیز ولګول شو

Posted by on Aug 1st, 2013 and filed under خبرونه. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

Residents riding on a motorcycle look at U.S. Marines of Police Advisory Team Now Zad, 2nd Battalion, 7th Marines Regiment as they pass an Afghan police checkpoint at Now Zad district, Helmand province
میدان ښار:-د ميدان وردګو سيمه‌ييز چارواکي وايي، په دغه ولايت کې يې له دې وروسته د موټر سايکلو پر ګرځیدو بنديز لګولی دی. دوی وايي، دغه بنديز يې د ناامنيو د احتمالي پېښو د مخنيوي په موخه لګولی.
چارواکي وايي، ترې دې وروسته هيڅوک نه شي کولای، چې د ميدان وردګو د ولايت په يوه سيمه کې هم پر موټر سايکل وګرځي.
دوی وايي، په دغه ولايت کې له ډېرې مودې راهيسې طالب وسله وال پر موټرسايکلو ګرځي، پر موټرسايکلو له يوې ولسوالۍ بلې ته ماينونه وړي او د ناامنيو جوړولو ته هم پر موټر سايکلو ورځي، ځکه نو دوی پرېکړه کړې ده، چې له يوې مخې د موټر سايکلو تګ راتګ بند کړي.
د ميدان وردګو د والي وياند عطا الله خوګياڼی وايي، تر اوسه لا مالومه نه ده، چې دا بنديز به تر څه وخته پورې دوام وکړي.
دی وايي، د موټر سايکلو په تک راتګ بنديز د ولايت په امنيتي غونډه کې، چې کورنيو او بهرنيو امنيتي چارواکو پکې برخه درلوده، لګول شوی دی:
“د کشفي ارګانونو د راپورونو په اساس. وسله وال محالفين له موټر سايکلو څخه په استفادې سره په لويو لارو کې او ځينو نورو سيمو کې ماينونه ځای پر ځای کوي. دوی له موټر سايکلونو څخه په استفادې سره وخت ناوخته پر امنيتي ځواکونو بريدونه کوي.
په همدې موخه پرېکړه وشوه، چې له دې وروسته به په ميدان وردګو ولايت کې په بشپړه توګه په موټر سايکلونو باندې سپرلي بنده وي او که هر څوک سرغړونه وکړي، نو قانوني چلند به ورسره کېږي.”
خوګياڼی وايي، کېدای شي له دغه بنديز سره به ځينې عام وګړي هم په تکليف شي، خو وايي، دوی دغه پرېکړه د هغوی د ساتنې په موخه کړې ده.
تر دې وړاندې په زابل کې هم دولت د موټر سايکلو په چلولو بنديز لګولی وو، چې طالبانو یې په غبرګون کې د دغه ولايت په ځينو سيمو کې د موټرو پر تګ راتګ او ښوونځيو ته د ماشومانو پر تګ بنديز ولګاوه.
تر اوسه پورې لا طالبانو په ميدان وردګو کې د دغه بنديز په اړه څه نه دي ويلي.
فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

CAPTCHA Image
Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree