مبارزمحمدځدراڼ
خوست ښار:- دغه غونډه چې دخوست ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د راتلونکو ټاکنو د ښه ترسره کېدو او دامنیتي وضعیت دتحلیل او ارزونې په موخه جوړه شوي وه ، پکې خوست والي او د دې ولایت دکشفي او امنیتي ارګانونو د مسوولینو ترڅنګ په خوست کې دټولټاکنو دخپلواک کمیسیون دسیمه ایزدفترمسوول عبدالرحمن محبت ګډون درلود.
په ناسته کې د جنایی پېښو د راکمولو او د هر ډول تروریستي فعالیتونو د مخنیوي لپاره د تدابیري پلانونو د جوړېدو ترڅنګ د راتلونکو ولسمشریزو او ولایتي شوراګانو د ټولټاکنوپه هکله هم پدې موخه ژوربحث وشو،چې څنګه کیدلی شي چې ددې ولایت په هره سیمه کې په قانوني او شفاف ډول ټاکنې ترسره شي.
خوست والي ښاغلي عبدالجبارنعیمی ټولټاکنې یوه ملی او برخلیک ټاکوونکي پروسه وبلله،چې باید په ټول توان هڅه وشي چې د دې پروسې د ښه بریالیتوب او بې پاریتوب لپاره وړ او اړین تدابیر زیات غښتلي شی او دټاکنو سیمه ایزه اداره پدی مهمه پروسه کې د هیچا تر تاثیر لاندې رانشې.د ده په خبره دخوست ملکي او نظامي ارګانونه او ټوله ولایتي اداره د دې پروسې بشپړ ملاتړ او حمایت کوي او چاته به ددې موقع ورنه کړې چې دغه پروسه د ستونزو،بدنامیو او ناکامیو سره مخامخ کړي.
له ژور بحث وروسته پریکړه وشوه چې د ټاکنو کمیسیون دې په مرکز او ولسوالیو کې دټولټاکنو د ارزښت ،اهمیت او ګټو په تړاو د عامه پوهاوي داسې اغیزمن پروګرامونه ترسره کړي چې په هره لیرې پراته سیمه کې ددې زمینه مساعده شي چې خلک یې په ټاکنو کې په پوره علاقمندۍ سره فعاله برخه واخلي.همداشان دخوست دټاکنو دخپلواک کمیسیون سیمه ایز دفتر باید د چا دشخصي غوښتنو ترفشار لاندې رانشي او د هرې ممکنه لارې هڅه وکړي چې ټاکنې رڼې ،بې طرفه او په بشپړ قانوني ډول ترسره شي.