Posts | Comments | E-mail /

سره صليب په افغانستان کې خپل فعاليتونه بند کړل

Posted by on May 31st, 2013 and filed under خبرونه. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

کابل  : د سره صليب نړيوالې کمېټې ، په جلال اباد کې ددې کمېټې پر دفتر د بريد له امله ، په افغانستان کې تر نامعلوم وخته خپل فعاليتونه بند کړل.

 دا څرګندونې په کابل کې د سره صلیب د نړېوالې کمیټې ویاند عبدالحسیب رحیمي وکړی ، چې د جلااباد دفتر يې تړلى او په پاتې ١٦ ولايتونو کې يې له تېرې ورځې راهيسې خپل فعاليتونه درولي دي .

 تېره چهارشنبې د ننګرهار په مرکز جلال اباد کې د يادې کمېټې پر دفتر ډله ييز ځانمرګى بريد وشو چې مسووليت يې تر اوسه چا پر غاړه نه دى اخستى.

 د رحيمي په وينا، په دې بريد کې د دې دفتر يو افغان ساتونکى وژل شوى او يو  بهرنى او  دوه افغانان کارکوونکي يې ټپيان دي .

 حکومتي سرچينې وايي،چې  په دغه بريد کې شپږ بريد کوونکي هم وژل شوي دي.

رحيمي وويل ، چې د سره صليب نړيواله کمېټه يوه بې پلوې کمېټه ده ، چې د جګړې د هېڅ لوري پلوي نه کوي او تر څو چې څېړنې پوره شوې نه وي، نه شي ويلى چې ياد شوى بريد چا کړى دى.

دغه بريد يو شمير دولتي او نادولتي ادارو او ملګرو ملتونو غندلى دى.

د رحيمي د معلوماتو له مخې، د سره صليب نړيواله کمېټه له ١٩٧٩ ميلادي کال راهيسې په افغانستان کې فعاليت لري، خو په ١٩٧٨ کال کې يې په افغانستان کې دفترونه پرانستي او دا مهال د کابل په ګډون د افغانستان په ١٧ ولايتونو کې دفترونه لري.

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

CAPTCHA Image
Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree