Posts | Comments | E-mail /

حامدکرزی: زموږ هېوادوال چې د هېواد په هر ګوټ کې ژوند کوي ضرورباید د ثبت نام مراکزو ته ولاړ شي او په انتخاباتو کې د ګډون کارت واخلي

Posted by on May 31st, 2013 and filed under خبرونه. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

کابل:- جمهوررئیس حامدکرزي، په خپله راډیويي وینا کې چې له  ملي راډیو څخه خپریږي، د جمهوري ریاست راتلونکي انتخابات مهم وبلل او په هغوکې یې د خلکو په برخې اخیستنې باندې ټینګار وکړ.

حامدکرزي وویل: د جمهوري ریاست تر دوو تیرو انتخاباتو وروسته، دا دی په هېوادکې د جمهوري ریاست د درییمو انتخاباتو لپاره د نوم لیکنې بهیر پیل شوی دی او په راتلونکي کال کې  به زموږ خلک بیا د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې ګډون وکړي، د هېواد جمهوررئیس به وټاکي او په دې ډول به په انتخاباتوکې د ګډون او د خپلې رایې د استعمال له لارې د وطن په وړاندې خپله ملي وظیفه سرته و رسوي.

جمهوررئیس زیاته کړه: ټول هغه هېوادوال چې اتلس کلنۍ ته رسیدلي وي هغه په انتخاباتوکې د ګډون او د خپلې رایې د استعمال حق لري. زموږ هېوادوال هغه وخت خپله رایه استعمالولای شي او خپل خوښ کاندید ته رایه ورکولای شي، چې په انتخاباتوکې د ګډون کارت ولري.

حامدکرزي وویل: که کارت ورسره نه وي نو نه په انتخاباتو کې ګډون کولای شي او نه چاته رایه ورکولای شي، ځکه نو ټول هغه هېوادوال چې تر تېرو انتخاباتو وروسته اتلس کلنۍ ته رسیدلي دي او یا یې سږ کال د عمر اتلس کاله پوره کیږي. دوی چې د هېواد په هر ګوټ کې ژوند کوي ضرورباید د ثبت نام مراکزو ته ولاړ شي او د خپل نوم په لیکلو سره په انتخاباتو کې د ګډون کارت واخلي.

جمهوررئیس وویل: که د چا کارت ورک شوی وي او یا له مهاجرته بیرته خپل  هېواد ته راستانه شوي دي، دوی ته هم ښایي چې د ثبت نام په مراکزو کې خپل نوم ولیکي او د انتخاباتو د ګډون کارت واخلي. هغه هېوادوال چې یې په تیرو انتخاباتوکې ثبت نام کړی او کارتونه لري، د هغوی همدا کارتونه کافي دي، په همدغو پخوانیو کارتونو دوی په آینده انتخاباتوکې هم ګډون کولای شي، بیا ثبت نام او دنوي کارت د اخیستو ضرورت یې نشته.

حامدکرزي زیاته کړه چې د انتخاباتو مستقل کمیسیون دنده لري چې د نوم لیکنې مرکزونه ډیر کړي او د هېواد لېرې  او نیږدې سیمو ټولو ته یې  و رسوي، څو زموږ وطنوال په اسانۍ سره ثبت نام وکړای شي او په آینده انتخاباتوکې د ګډون کارت واخلي.

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

CAPTCHA Image
Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree