Posts | Comments | E-mail /

د بغلان ولایت په نهرین ولسوالۍ کې ۴۴ تنوحافظانواودینې عالمانو ته د فضلیت لنګۍ وتړل شوي

Posted by on May 31st, 2013 and filed under خبرونه. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

 2

نهرین (همایون بابر)- د بغلان ولایت د نهرین ولسوالۍ په حضرت عمر فاروق رض دینې مدرسه کې د یوې غونډي په ترڅ کې چې د زرو نه پورته د نهرین ولسوالۍ برسیره د شاوخوا سیموخلکو په کې ګډون کړې وو ۳۵ تنو د قرانکریم دحفظ  او ۹ تنو دینې عالمانو ته دعلم  د فضلیت دستارونه وتړل شو.

ددغې دینې مدرسې مشرمولوی حبیب الله د لسګونو حافظانو فراغت د نهرین ولسوالۍ اوسیدونکیوته اود هیواد په کچه یوه لویه لاسته راوړنه وبلله هغه زیاته کړه (( د نهرین په حضرت عمرفاروق رض دینې مدرسه کې نه یوازې د نهرین ولسوالۍ زده کوونکې په زده کړه بوخت دی بلکه د شمال ولایتونو برسیره د کابل اونورو ولایتونو زده کوونکې هم شته، نوموړی زیاته کړه داد خوښې ځای دی چې پخوا افغانان د دینې زده کړو لپاره ګاونډيو هیوادونو ته تلل چې ځینې وختونه  د ځینو موخوښکاریدل خو اوس د کور دننه ددی شرایط برابرشوي چې افغان بچي پخپل کورکې دینې زده کړی ترسره کړی.))

همدغه راز نوموړی ويي ویل یاده مدرسه چې یوه برخه ېې د معارف ریاست پوري تړلې پاتې نورې برخې يي  د کلیوالو په چاندو اوصدقو چلیږي، دولت دینې مدرسو ته د نورو تعلیمې برخوپه څیر پاملرنه نه کوي، د نهرین خلکو غوښتنه د مرکزي دولت نه داده چې دینې مدارسو اودارالحفاظونو ته د کور دننه رشد ورکړئ اوپاملرنه ورته زیاته کړی ترڅو د هیوادوالو بچې وکولې شي په خپل هیواد کې دینې زده کړی ترسره کړي اوبل چاته محتاج نشي.

5

د غونډي یوبل تن بل برخوال مولوی فضل مولا چې د بغلان د خوست اوفرنګ ولسوالۍ نه راغلې و وویل، داچې د افغانستان په سلوکې ۹۹سلنه وګړي مسلمانان دی د بل هر وخت نه زیات د دین فهم ته اړتیا لیدل کیږي ځکه اسلام  دافغانستان د ټولو کشالو اوشخړو د حل یوازینې لاره ده.

 ډیری وختونه ناسم کارونه د دین څخه د نا ناسم برداشت اوفهم له کبله رامنځته کیږي چې بیا وروسته په لویه ستونزه اوړی، د هغه په وینا ځینې خلک  د دینې مدرسو په هلکه ناسم برداشت لری خوقضیه هیڅکله داسې نده، دینې مدرسو ته افغانان ضرورت لري له دینې مدرسو نه باید ملاتړ وشي.

۱۷کلن قاری عبدالله چې د فاریاب ولایت اوسیدونکې اود بغلان په نهرین کې ېې د دووکلنو په موده کې قرانکریم حفظ کړی وايي، په مدرسه کې ښونکیو ورسره ډیر زیار ویستلې د نهرین اوسیدونکې د خدای د دین سره مینه لری دوی کې هیڅ قومې تبعیض اوتعصب  نشته ، هغه د خپلو خبرو په یوه برخه کې  وویل (( زه له افغان دولت نه غواړم چې دینې مدرسو ته پوره پاملرنه وکړي ترڅو ځوان نسل په هره برخه کې د نړیوالو سره د سیالۍ جوګه شي.))

ددغې دینې مدرسې د مشر په خبره یاده مدرسه کابود ۱۴ کلنو راهیسې فعالیت لری چې هرکال په بیلابیلوبرخو کې ورځنې لسګونه ځوانان ټولنې ته دخدمت لپاره فارغیږي، نهرین چې د مرکزی بغلان شمال لورته شاوخوا ۴۰ کلیومټرۍ کې پرته ولسوالۍ ده د اوسیدونکیو په وینا تراوسه پوري په کې د بیارغونې کارونه بیخې په نش حساب دی، اوسیدونکې وايي د ۱۲ کلنو په تیریدو سره ایله دریم لاس قیر سړک د بیارغونې د نمونې په توګه یادولې شي.

  د زلمې په نوم یوتن اوسیدونکې ویلې دولت نهرین ته هیڅ پاملرنه نده کړی، داپه داسې حال کې ده چې په ملې پوځ کې ددغې ولسوالۍ ډیر ځوانان خدمت  کوي د هغه په خبره داسې اونۍ نشته چې د ملې پوځ په لیکوکې د دوی ځوانان نه قرباني کیږي، ځوانان مجبوردی ځکه دلته ډیری ځوانان بې روزګاره دي، خو دولت نهرین ته پاملرنه نه کوي.

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

CAPTCHA Image
Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree