Posts | Comments | E-mail /

“دوو اونيو کې به د کابل بانک ٥٠ ميليونه ډالر ترلاسه شي”

Posted by on Feb 28th, 2013 and filed under سپینې خبرې. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

کابل : د افغانستان بانک مشر وايي، چې په راتلونکو دوو اونيو کې به د کابل بانک د پوروړو د ملکيتونو د خرڅلاو له لارې، د دغه بانک ٥٠ ميليونه امريکايي ډالر نور پور ترلاسه شي.

د افغانستان بانک مشر نورالله دلاوري نن په کابل کې خبريالانو ته وويل، تر دې دمه د کابل بانک له پوروړو ١٧٥ ميليونه ډالر نغد ترلاسه شوي، چې په دې سره به له دغه بانک څخه د ترلاسه شوو پيسو کچه ٢٢٥ ميليونه ډالرو ته ورسېږي.

هغه په دې اړه د نورو جزئياتو له ورکولو پرته وويل، چې د دغه بانک د ٢٧٠ تر ٣٠٠ ميليون ډالرو په اړه کره معلومات نشته، خو ښايي له هېواد څخه په غيرقانوني ډول ايستل شوي وي.

خو ده وويل، چې د افغانستان بانک له ځينو هېوادونو سره د متقابلې همکارۍ له لارې د دغو پيسو د بېرته ترلاسه کولو هڅې پيل کړې دي.

د دلاوري په وينا، تر دې مهاله يواځې يوه هېواد، چې د کابل بانک پوروړو هلته پيسې لېږدولې، د پيسو د بېرته سپارلو په برخه کې د همکارۍ ژمنه کړې، خو ده د دغه هېواد نوم ياد نه کړ.

 دى وايي، چې ياد خصوصي بانک په ٢٠٠٩ کال کې د ٨٣٥ ميليونه امريکايي ډالرو ناقانونه پورونو د ورکولو له امله له بحران سره مخ شو.

تر بحراني کېدو وروسته بيا د دغه بانک يوه برخه د ماليې وزارت اړوند شوه، چې اوس د “نوي کابل بانک” په نوم فعاليت کوي او بله برخه يې تر اوسه تر څېړنې لاندې ده.

د دې قضيې د څېړلو لپاره ځانګړې محکمه رامنځته شوې ده.

دې محکمې تر اوسه د دغه بانک په قضيه کې دوه ويشت کسان تورن کړي؛ چې په سر کې يې د بانک پخوانى مشر شېرخان فرنود او د ده مرستيال خليل الله فروزي دي.

د افغانستان بانک مشر وويل، چې ښايي محکمه ډېر ژر خپله پرېکړه اعلان کړي.

ده هيله وښوده، چې د دغه بانک د پياوړتيا لپاره د دولت له خوا لګول شوې پيسې ټولې ترلاسه شي.

ټاکل شوې چې نوى کابل بانک د داوطلبۍ له لارې خصوصي سکټور ته وسپارل شي.

ماليې وزارت د تېرې مياشتې په ٢٧ مه وويل، چې يوه کورني شرکت په داوطلبۍ کې د ګډون په موخه وړانديز ورکړى دى.

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

CAPTCHA Image
Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree