Posts | Comments | E-mail /

پکتیا والی د اسلامی کنفرانس د جوړیدو غوښتنه وکړه

Posted by on Feb 27th, 2013 and filed under خبرونه. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

ګردیز( روح الله سمون):- سلاکار وزیر او د پکتیا والی ډګرجنرال جمعه خان همدرد د هیواد سیاسی کړکیچ اصلی د حل لاره د یوه قوی اسلامی کنفرانس جوړیدل په یوه اسلامی هیواد کی ضروری وګڼل او زیاته یی کړه چی که د ښکیلو ډلو لخوا راتلونکی ۲۰۱۴ کال لپاره یو سیاسی توافق و نشی نو ټاکنی به ستونزمنی او افغانستان به له یوه ستر ناورین سره مخ شی

جمعه خان همدرد دا خبری نن په افغانستان کی  د ملګرو ملتو د مشر ښاغلی یان کوبش سره په لیدنه کی وکړی

په افغانستان کی د ملګرو ملتو استازی له ښاغلی همدرد سره دغه ناسته په افغانستان د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو په اړه دلوده

همدرد د ټاکنو په اړه وویل که مونږ غواړو چی واقعآ په افغانستان کی رڼی ټاکنی ولرو نو څلور عمده او اساسی ټکو ته باید پام وکړو دده په خبره لمړۍ باید د ټاکنو د کمیسون په مشرۍ کی بدلون ، له غیر مسوول کسانو څخه وسلی ټولول ، الکترونیکی تذکری کارول او یا هم مډرن نوی کارتونه د ټاکنو لپاره جوړول اړین دی

همدرد زیاته کړه که مونږ له پخوانیو کارتو بیا په ټاکنو کی کار اخلو نو یوار به بیا تیر یادونه چی له درغلیو ډک مو درلودل تازه کوو

پکتیا والی په شمال کی سیمه ایز پولیس یو ناسور ټپ وباله او زیاته یی کړه چی که دغی لړي ته د پای ټکی کینښودل شی نو لری نه ده لکه اوس چی دی ، په راتلونکی کی دغه ملیشی پخپله دولت ته سرخوږۍ جوړ کړی

یان کوبش په خپلو خبرو کی له پکتیا والی مننه وکړه او زیاته یی کړه چی ستاسو په څیر په وطن مین خلک کولای شی له ۲۰۱۴ کال وروسته هم په افغانستان کی مثبت رول ولوبوی

دا په داسی حال کی ده چی راتلونکو ټاکنو ته کابو یو کال پاتی دی خو نړیواله ټولنه سر له اوسه تشویشونو په سر اخیستی ده.

روح الله سمون

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

CAPTCHA Image
Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree