Posts | Comments | E-mail /

په غزنې ولایت کې د طالبانو په برید کې ۱۸ تنه سیمه ییز پولیس ووژل شول

Posted by on Feb 27th, 2013 and filed under خبرونه. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

غزنی ښار:- د رارسیدلو خبرونو پراساس، د غزني ولایت په اندړو ولسوالۍ کې د سیمه ییزو پولیسو پر یوې پوستې وسله والو طالبانو برید کړی دی.

د غزني د ولایتي شورا مرستیال عبدالجامع جامع  په دې هکله داسې وایی: برید د اندړو ولسوالۍ حبیب ګوډلې پر پوستې شوی، چې سیمه ییز پولیس په کې مېشت وو.

نوموړی وايي، په دې برید کې لږترلږه اتلس سیمه ییز پولیس وژل شوي دي.

دی وايي، دغو سیمه ییزو پولیسو مخکې د طالبانو ضد پاڅون کې هم ونډه اخیستې وه.

د جامع په وینا، تر دې مهاله مالومه نه ده چې دغه پولیس څرنګه وژل شوي، خو له دغې پوستې یوازې درې کسان په تېښته بریالي شوي.

طالبانو ادعا کړې ده، چې په دغه برید کې یې نولس کسان وژلي، پنځه یې ټپیان کړي، د دوی رینجر ګاډي او وسلې یې له ځانه سره وړي دي.

امنیتي چارواکي په دې اړه له څه ویلو ډډه کړې ده.

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

CAPTCHA Image
Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree