Posts | Comments | E-mail /

د کندهار ځوانان او کاريګره طبقه د بې روزګارۍ څخه سر ټکوی

Posted by on Jul 31st, 2012 and filed under سپینې خبرې. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

کندهار ښار( عزت الله عزت ):- د يوې خوا د روژې مبارکه مياشت او د خوراکي توکو د بيو لوړيدل او د بلي خوا د بې  روزګارو کسانو زياتيدل دا دواړه هغه څانګړي او لويي ستونزي دي چي ډيرى خلک يې په خپل ورځني ژوند کي د بيلا بيلو ننګونو سره لاس او ګريوان کړي دي .

هره ورځ په سلګونه د بې ورزوګاره کسانو جوپي تر سترګو کيږي چي په ورځو ورځو د کار په لټه د غرمي وسره ټک ته د شين اسمان لاندي په دي اميد  ناست وي چي اوس به کوم څوک راسي او ورڅخه به د کارکولو غوښتنه وکړي .

د کندهار په ښار کي د سړک پر غاړه ناست  څو تنو چي د کار موندني په موخه د خپلو کورونو څخه سهار وختي راوتلي وه او د ورځي تر ناوخته يې کار هم نه وو پيدا کړى وايي هره ورځ د کار موندلو لپاره دغه ښار ته راځي خو کار نه سي موندلی.
هغوى زياتوي چي کورنۍ يې له ډيرو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګريوان ده  په يادو کسانو کي د کندهار سر بيره د ګاونډيو ولايتونو او حتى د يو شمير نورو لري پرتو سيمو اوسيدونکي شامل دي چي دې ولايت ته د کار کولو لپاره راغلي دي .
نوموړي کسان وايي په دي ښار کي د بيکارۍ يوه عمده ستونزه د بهرنيو اتباع وو په ځانکړي توګه پاکستانيو کاريګروته په پريمانه کچه د افغانانو د لوري په غير قانوني توګه پر کارونو ګمارل او د هغوى څخه ملاتړ کول دي ياد کسان د دولت د لوري د بنسټيزو اوږد مهاله پروژو نه عملي کول ، د کرني سکټور په خپلو پښو نه درول ، د بيا رغوني کارونو ته د بهرنيو نړيوالو موسيساتو شاه ورګرځول او د ملي تاجرانو د لوري د لويو فابريکو د جوړولو لپاره د پانګوني نه صرف نظر کول هغه خاصي نقطې دي چي د دوى ژوند يې د ستونزو او کړاونو سره مخ کړى دئ چي بايد نړيواله ټولنه او پخپله افغان دولت دي د دې ستونزو د حوارۍ لپاره کوټلي ګامونه واخلي.
په کندهار کي د بيکارۍ ستونزې او د هغوى ممکنه حل لاري په اړه مو  د کار ،  ټولنيزو چارو ، شهيدانو ، معلولينو او معيوبينو د رياست  دچارو د امر حبيب الله جيلاني څخه وپوښتل هغه وايي چي په دغه ولايت کي يې د بې روزګارۍ د له منځه وړلو په موخه هڅي تر سره کړي او د ١٣٩١ کال په اوږدو کي يې شاوخوا ٩٨٦ کسانو ته په دولتي ادارو او موسيساتوکې کارموندلی او په وينا يې ١٤٠ نوروکسانو ته يې  په  بيلا بيليلو حرفوکي زده کړي ورکړي دي او همدا راز دا مهال ١٥٠ تنه نور کسان د حرفوي زده کړو په کورسونو کي تر مسلکي روزني لاندي دي

ښاغلى جيلاني په کندهار کي د افغاني کاريګرو د خبرو سره همږغى دئ چي وايي په کندهار ښار او اطرافي سيموکي د غير راجستر سويو او په غير قانوني توګه د داخل سويو پاکستانيو کاريګرو  شمير زيات سوى نوموړى وايي دوى درې مياشتي وړاندي د ولايت مقام په لار ښوونه يوه کميسيون ته دنده ورکول سوه تر څو هغه خارجي اتباع چي دلته يي اړتيا ډيره ليدل کيږي او انډول يي نسته او د کار کولو قانوني ويزه او پاسپورټ په لاس کي ولري ثبت او راجستر کړي چي دا لړۍ د دوو مياشتو لپاره وغزيده او يوازي ١٠١٨ تنه دا ډول کسان راجستر سول مګر اوس ليدل کيږي چي په زرګونه پاکستانيان په ښار کي په کارونو بوخت دي او امنيتي مسئولين يي مخه نه نيسي.

د کارپوهانو په وينا په هيواد کي د بې روزګارو کسانو د شمير د زياتيدو لامل د ګاونډيو هيوادونو څخه د مسافرو هيواد والو ستنيدل او په غير قانوني توګه د  بيلا بيلو شرکتونو او افرادو د لوري د بهرنيو هيوادونو د کاريګرو  راوستل دي چي د كار د نشتوالي له امله په هيواد كي د رواني ناروغۍ لمنه، پراخيږي، ځكه چي بيكاري د فقر عامل دئ او فقر په خپله په يوه  ټولنه كي بيماري ده.

 په افغانستان كې كه له يوې خوا جنګونه او سياسي كړاوونه د دغه هيواد خلك يې ځورولي دي، له بلي خوا بي وزلي او بي روزګاري د دغو خلكو اوسني بدبختي ده چې په ټول هيواد كې يي مشکلات خلق کړي دي .

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

CAPTCHA Image
Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree