Posts | Comments | E-mail /

حامدکرزي د فاریاب والي عبدالحق شفق ته د غازي میرمسجدي خان عالي دولتي مډال ورکړ

Posted by on Jul 31st, 2012 and filed under خبرونه. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

کابل:- د جمهوری ریاست د خبر پاڼې پر اساس، جمهوررئیس حامدکرزي د فاریاب والي عبدالحق شفق ته د غازي میرمسجدي خان عالي دولتي مډال ورکړ.

په هغو مراسمو کې چې په همدې اړه  نن له غرمې مخکې په ارګ کې پرځای شول، د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس حامدکرزي د فاریاب ولایت والي عبدالحق شفق ته چې په دغه ولایت کې یې د غوره حکومتوالۍ په اړه د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د پالیسیو د تطبیقولو، د متوازنې اقتصادي، ټولنیزې، د ښوونې او روزنې او فرهنګي ودې، له اداري فساد سره د مبارزې، د بیا رغونې او عامه ادارې د اصلاح په برخوکې هر اړخیزې او نه ستړې کېدونکې هڅې کړي دي، د غازي میرمسجدي خان عالي دولتي مډال ورکړ.

د هېواد جمهوررئیس د عبدالحق شفق کړنې وستایلې او هغه یې یو هڅاند، وطن دوست او صادق والي وباله.

په دغو مراسمو کې د سیمه ایزو ارګانونو د خپلواکې ادارې رئیس عبدالخالق فراهي او د جمهوري ریاست د عالي مقام د دفتر رئیس عبدالکریم خُرم هم حضور درلود.

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

CAPTCHA Image
Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree