Posts | Comments | E-mail /

نوي حالات او د پنجاب زړه لوبه

Posted by on Jul 31st, 2012 and filed under تحلیل. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.


سرلوڅ مرادزی   

پنجاب په ۱۹۷۰ لسیزه کې هم ، د افغانانو یوشمیر مذهبي توندلارې او سیکټاریستي ډلې چې پاکستان ته تښتیدلې وې، غیږ کې ونیولي او د هغه مهال افغان دولت په وړاندې يي بغاوت ته ولمسولې . نن هم په بدلو حالاتو کې غواړي د همغو ډلو پاتېشوني او پلویان چې د مرکزي واکمنۍ د کمزوري کولو هڅه کوي، وپالي او د افغان مرکزي حکومت په وړاندې يي وکاروي !

د جولای په ۱۹ مه کله چې د پاکستان لومړی وزیر راجاپرویز اشرف کابل ته په رسمي سفر راغلی و، په اصطلاح د ملي جبهې او ملي اتلاف د سرخیلانو سره يی په کتنه کې د ډبل عبدالله په ګډون د دوی یو شمیر اسلام اباد ته وغوښتل .

د ګران افغانستان د خبر له مخې ، د ای ایس ای لخوا د دوستم په ګډون د ملي جبهې سرخیلان پاکستان ته بلل شوي دي .

د تربیون ورځپاڼې په وینا په دې ډله کې به د ضیا مسعود او عبدالله سربېره یونس قانوني او یو شمیر نور کسان هم ګډون ولري .

د سړې جګړې په مهال لویدیځ او د هغوی په سر کې امریکا د پخواني شوروي اتحاد او سوسیالیتي ټلوالې سره د سیالۍ او تربګنۍ لپاره اړتیا درلوده چې سیمه کې خپل یوازینی دوست پاکستان غیږ کې ونیسي او ددې هیواد په مرسته افغانستان کې چې هغه مهال يي پخواني شوروي سره دوستانه اړیکې درلودې، داسې ډلې ټپلې راپیدا کړي چې یوخوا پرې د هغه وخت افغان حکومت چې پاکستان سره يي د نورو اختلافونو سربېره د ډیورند پر تپلې کرښې هم شخړه مخې ته بیوله، راپریباسي او بلخوا د شوروي په وړاندې د اسلام تر چتر لاندې دغه ډلې ټپلې استعمال کړي.

پاکستان د لویدیځ اوعربو په هر اړخیز ملاتړ او ددغو افغاني ګرپونو په مټ په دواړو جبهو یانې هم د افغان حکومت په راپرځولو او هم د شوروي په وړاندې، هغه مهال د لویدیځ اجندا سل په سل کې پلې کړه.

نن نه پخوانی شوروی اتحاد شته، نه په کابل د پخواني دولت واک شته او نه پخوانۍ سړه جګړه !

نن په سیمه او افغانستان کې حالات دومره بدل شوي چې پیژند او درک ته يي ډېرې پوهې او ځانګړې شننې ته اړتیا نه لیدل کیږي .

نن لویدیځ او د هغو په اشاره او یا خپلو ګټو ته په پام عرب هم ، پاکستان بیا نه هڅوي چې د سړې جګړې د وخت پشان ، افغانستان کې ځانګړې ډلې تر ساتنې او پالنې لاندې ونیسي او د افغان حکومت په ضد يي چې د دوی دوست او دوی سره په بشپړ تفاهم کې چارې مخې ته بیايی ، وکاروی . پخوانی شوروی هم نشته چې د ړنګولو په پلمه يي پنجاب، لویدیځ ته د وسلو او پيسو لپاره وزرې او څانګونه ووهي او یا مجاهدینو ته اړتیا پاتې وې. له بده مرغه په بیخي نویو حالاتو کې نن هم پنجاب کې ناست واکمن، د سیمې او افغانستان وضعه  د سړې جګړې په ګز، ګزوي او له وخته تیرو ــ  زړو لوبو ته لاس اچوي . پنجاب چې دا ځل هرڅه کوي ، افغانستان او سیمې سره يی د کړي جفا د ډار او غچ د مخنیوي په غرض کوي .

 داسې پېښې لکه د جولای په ۲۵ مه ، چې په یوه څرګندونه کې د ملي امنیت د ریاست ویاند لطف الله مشعل وايي « نن مو حسین پاسا په دې علت نیولي چې د پاکستان سفارت ته يي ډېر تګ راتګ کاوه. » تصادفي نه دي .

پاسا د احمدضیا مسعود په مشرۍ د ملي جبهې غړی او محقق سره نږدې اړیکې لري . ویل کیږی چې نوموړی محقق ته د خپل ورور په مټ چې د پاکستان په پوځ کې لوړ رتبه افسر دی دا فرصت برابر کړی و چې څو ځلې اسلام اباد ته سفر وکړي او هلته د پاکستان د لومړي وزیر په ګډون له نورو لوړپوړو چارواکو سره لیده کاته وکړي .

که څه هم په رسمي غونډو او ښکاره څرګندونو کې پاکستاني چارواکي نوی تاکتیک کاروي د بېلګې پتوګه، په واشنګټن کې د پاکستان سفیر شیري رحمان وایی « د اسلام اباد پخوانی او لس کلن خوب چې افغانستان به د پاکستان ستراتیژیک کنډو ( strategic depth  ) وي، نن  ځای نه لري. یا دا چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیره حنا رباني تېره اوونۍ د پاکستان د ملي امنیت په کمیسیون کې څرګندوي « موږ نه غواړو داسې اندیښنه راوزیږوو چې ګوندې پاکستان، په افغانستان کې د کومې ځانګړې ډلې سره په اتلاف کې دی »

خو پوښتنه دا ده ، پاکستان چې د افغانستان سره د اړیکو بد او په وینو لړلی تاریخ لري او د افغانستان په ورانۍ او د افغانانو په وینو يي لاسونه ککړ دي او اوس هم هره ورځ د ډیورند تپلې کرښې په لویدیځه غاړه په کونړ ، لویه پکتیا او ننګرهار په سلګونو توغندي ولي، په کوم دلیل يي د شرارت مرکز اسلام اباد ته د افغانستان د کورني بدخواهانو بلنه، د ښه نیت او ښې ارادې څرګندوی وګڼل شي ؟

بلخوا په ملي جبهه او ملي اتلاف کې د شرارت استازي چې ځان د پنجاب یوازیني مخالفین بولي، په داسې حالاتو کې چې پنجاب پرله پسې افغان خاوره په توغندیو ولي، د افغانستان په ضد توده جګړه په لار اچول شوې، څنګه او په کوم مخ د پنجابي واکمنو بلنه مني او په ټيټو سترګو او ځوړند سرونو اسلام اباد ته ورځي !

ایا دغه استازي او پنجابي واکمنان به اسلام اباد کې د افغانستان په خیر ښېګڼه خبرې کوي، که د افغانستان او مرکزي حکومت په وړاندې به نوې توطيي او چلوټې بیا راپیلوي ؟

دغه استازي د کورنیو ستونزو په اړه ولي پنجاب ته پنا وړي ؟ ایا د دوی په اند پنجاب د افغانانو د کورنیو ستونزو په حل کې ریښتونی او یوازیني ځای دی ؟ که داسې وي پنجاب سره ولې بیا د دوښمنۍ په ډبرو سینې وهي او نور د پاکستان په دوستۍ تورنوي ؟

د افغان دولت ټولو مخالفینو ته پکار دي ، نن چې افغانستان یوخوا د ایران او بلخوا د پاکستان له لوري د بربنډ او ښکاره تیري سره مخ دی ، پر مرکز راټول شي او خپلمنځي اختلافات یوې خواته کړي . مرکز پیاوړی کړي او پخپل یووالي سره د هر دوښمن په خوله سوک شي . نن نورو مرکزو ته پنا وړل او په کورنیو ستونزو کې دوښمن ته واک ورکول ملي جفا او خیانت ګڼل کیږي .

په نویو حالاتو کې، پنجاب او په افغان کور دننه د مرکزي واکمنۍ مخالفین باید په دې وپوهیږي چې دا ځل به افغانان د دوی چلوټې و نه مني او د هرې دسیسې په وړاندې به له ښکاره غبرګون او غوڅ ګوزار سره مخ شي !

فرستادن/حفظ کردن

1 Response for “نوي حالات او د پنجاب زړه لوبه”

  1. Vote -1 Vote +1حمید says:

    مرادزی صاحب ، سلامونه می ومنیً ! فاحشی ته څه پروا لری چی له چا لاندی پریوځی ؟ د افغانستان سیاسی فاحشی هم تر دی فاحشو کمی ندی ، دوی ته افغانستان اوس د شخصی ګټو یوه آله ګرځیدلی هر چا چی دوی ته ډیری ګټی ومنلی ، دهمهغو چپرکټ ته وردانګی او دا یوه منلی خبره ده چی فاحشی بغیر د فاحشه ګرﺉ نه بله دنده پرمخ نشی وړلای .

Leave a Reply

CAPTCHA Image
Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree