Posts | Comments | E-mail /

محمود خان اڅکزي او افراسیاب خټک له حامد کرزي سره وکتل

Posted by on Jul 31st, 2011 and filed under سپینې خبرې. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

کابل:- د جمهوری ریاست د یوې خبرپاڼې پر اساس، د پا کستان دملي عوامي پارټي دپښتونخوامشرمحمود خان اڅکزي نن  له جمهور رئيس حامد کرزي سره د جمهوري رياست په ارګ کې وکتل.

خبر پاڼه زیاتوی چې په دې کتنه کې محمود خان اڅکزي چې د ملي عوامي پارټي د پښتو نخوا له جنرال سکر تر سنا تور اکرم شاه ،مجيد خان اڅکزي اوزلال اڅکزي سره کا بل ته سفر کړى دى دپا کستان د ملي عوامي پارټي دپښتونخوا دمشرتا به هيئت او غړو په استا زيتو ب د احمد ولي کرزي دشهادت په خاطر دخپلي ډاډ ګيرنې او خوا خوږي مراتب جمهور رئيس ته څرګند کړل او وي ويل چې داحمد ولي کرزي له منځه تلل يوه ضايعه ده اود ملي عوامى پارټي دپښتونخوا ټول غړي دارواښاد له کورنۍ اود افغانستان له خلکو سره په دې سترغم کې ځان شريک بولى په مقا بل کې جمهور رئيس دهمدردي دڅرګندولو او کا بل ته دده د سفر په خا طر مننه و کړه او وي ويل چې په تيرو ديرشو کلونوکې دافغانستان يوزيات شمير عالمانو ،مشرانو او مخورو د ا زادۍ اودسو لې دټينګښت په خاطر خپل سرو نه قربان کړې دي اود افغا نستان هره کورنۍ له دغه شان درد او غم سره اشنا د ه خو په اوسنيو شرايطو کې زموږ دټولو دنده ده چې له هري ممکنې لارې دسولې اوثبات د تا مينولو لپاره هلې ځلې و کړو اودسيمې خلک له هغه مصيبت څخه وژغورو چې ورسره مخامخ دي

د یو بل خبر پر اساس دپا کستان دعوامي نشنل پارټي جنرال سکرتر افراسياب خټک د افغا نستان د اسلا مي جمهوريت له جمهور رئيس حامد کرزي سره وکتل.

خبر زیاتوی چې افرا سياب خټک او دعوامي نشنل پارټي دمشر اسفنديار وليخان د زوي ايمل ولي ، دخيبرپښتونخوا د ايالتي حکومت داطلاعاتو د وزير مياافتخار حسين ،تاج الدين خان ،ارباب طاهر، هاشم بابر ،زاهد خان اود اصغر خان اڅکزي په ګډون دپا کستان د عوامى نشنل پارټي دمشرتا به هيئت يو شمير غړو کابل ته سفر کړي دي يوځل بيا يې داحمدولي کرزي دوژنې عاملين وغندل اود عوا مي نشنل پارټي دمشرتابه هيئت دغړو په استازيتو ب يي د خپلي ډاډ ګيرنې اوغمشريکى مراتب جمهور رييس اود افغا نستان خلکو ته څرګند کړل په دې کتنه کې ښاغلي افراسياب خټک وويل چې د احمد ولي کرزي له لاسه ورکول يوه ضايعه ده اود پا کستان ټول پښتا نه له دې امله خواشينۍ دي اوځان له تاسو ،دکورنۍ له غړو اود افغا نستان له خلکو سره په غم کې شريک بولى په مقا بل کې جمهور رئيس دهغوي دهمدردي دڅرګند ولو او کا بل ته دسفر په خاطر مننه و کړه او وي ويل يوه زيا ته موده کيږي چې افغا نستان او پا کستان له مصيبت سره لاس او ګريوان دي او دغه دواړه هيوادونه هره ورځ دخپلو عالمانو، مشرانو، مخورو او سپين ږيرو دله لاسه ورکولو شا هدان دي او په دغه شان شرايطو کې زموږ دټولو دنده ده چې له هري ممکنې لارې دسو لې او ثبات په تا مينولو کې هڅه او هاند وکړ و

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

CAPTCHA Image
Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree