Posts | Comments | E-mail /

سبا افغانستان هم دماشوم ددفاع نړيواله ورځ لمانځي ؟

Posted by on May 31st, 2009 and filed under سپینې خبرې. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

 

حبيب الله غمخور

 

سوال دادی چي دولتي چارواکي دماشومانوددفاع په خاطر به دکومو لاسته راوړنو خبري وکړي اوپه کومو جملوبه تر لويانو وروسته ماشومان هم وغولوي؟

دالاندي عکس دټول افغانستان دماشومانو دژونديوه بېلگه ده !

دنړی پر مخ دماشو م سره دومره ناوړه کړنې ندي سوي لکه په افغانستان کي .

Afghanistan

 

اياداپورته عکس  دډيرو وجدان نه راوېښوي؟ داده په افغانستان کي دماشوم ددفاع بيلگه !

 

تنکـي ګلونـــــه چي زموږغنچه غنچه ماتيـــــږي

خـــــودبــــه موهیلي امیدونـــــه همېشه ماتــيږي

ده چــانـــه ژاړو،پــــرچاژاړو،اووچــــاتـــه ژاړو؟

پـــه هــــره شــپه موپــــه بمونـــودروازه ماتیــــږي

کـــه سره ورکړو یو وبل تـــــه دورورۍ لاسونـــــه

بیابـــه دکرکي بتان نـــه وي بتخانــــــه ماتیـــــږي

دوخــــت ظـــالمــه! دایــــــوه خــــبره  مـــه هېـــروه

دلــتـــه دهــــرسپرپاورلاس کـــي نېـــزه ماتیـــږي

چي دغمـــوکاڼـــي راولـــي داحـساس پــــرټـــنډه

دوفـــــا زړه بــه پـه کریچ کریچ لکه ائینه ماتیږي

تر هرڅه وړاندي ئي دکمال شاه په ښکلي شعر پيلوم :

بلې زما لپاره سبا خودلوستونکي لپاره ممکن نن وي ،هغه پدې معنا چي دزياتو مصروفيتونوله امله مي ونه شوه کولاي دگران ماشوم ،دهغه ماشوم چي دخندا پرځاي ئي خوله دزبرځواکو،دموکراسی راوستونکواواسلام پالودسياسي لوبوپه درشل کي له وحشت نه په ژړاخلاصه ده!

بلې !

دا څوکاله کيږي چي زموږ د ماشوم  خندانده زده،ځکه يوخوماشوم هغه څه کوي چي ويني ئي زموږ ماشومان يوازي وژنه اوويراني ويني ،ژړااوری اوداوښکونه ډکوسرو سترگوننداره کوي ،اوهم  هغه ته چاخندلي ندي چي خندائي زده وي .ته به وايه له ازله زموږ  ماشوم په ژړاکي پيداسوی .

بلې! کله چي ماشوم دنياته راځي ترڅه وړاندي ژاړي ،هغه وخت دماشوم  ژړادټولي کورنۍ اودکورنۍ دټولودوستانو دخوښۍ لامل گرځي .مگر زموږ ماشوم خودزېږېدوله ورځي تر اوسه ژاړي چي داډول ژړائي دهيچادخوښۍ لامل نه گرځي، بلکي په حقيقت کي ټول ورسره  پرېشانه اوغم لړلې يو .

زموږ دوالدينوڅخه داهيره ده چي فکر وکړي ماشوم به ئي دټولنې راتلونکې جوړه وي ،ځکه دراتلونکي درک هم نشته ،خوهغوي  بېچاره يوازي پدې فکر کښي دي چي ماشوم ئي ژوندی پاته سي  .ځکه زموږ ماشومان په کليو،بانډو اوښاروکي  يادبهرنيوځمکنيو اوهوايي وسولوداستعمال قرباني کيږي  اويادځانمرگي بريدو کوونکو.له وحشت نه ډکه خولاداده چي که کوم ماشوم ښونځۍ ته نوداسلام په نامه سياسي سوداگر اوياپه بله اصطلاح دافغانستان تاريخي دښمنان داسلام له نامه په ناروا استفادې سره زموږ ماشومان په ښونڅيو کي له منځه وړي ،ياتيزاب پري پاشي اويائي مسموموي  .

تاسو خپله قضاوت وکړی ددغه ماشوم چي داتر دريش کاله زيات  یې  په وطن کي ددې لعنتي قدرت پر سر جگړه روانه ده ، خوښه ورځ نده ليدلې ،کله خپله اوکله مور اوياپالاريادکورنۍ بل غړۍ  دلاسه ورکوي .داماشوم به څه ښادي ولري ؟ اوموږ به دهغه دحقوقوددفاع اوهغه ته دخوښ اوارام ژوند دراوستلوکوم حرکت ورپه گوته کړو. لکه چي ټولودملت زورېدو اوهيوادورانۍ ته ملاتړلې ،همدا ډول ئې دماشوم د زورونې بې شمېره لاملونه هم برابر کړي .

زه دانه وايم چي داخداي ناخبره پر ماشومانو جنسی تيرۍ کوي ،ددې خبري په ويلو هم شرمېږم چي له ماشوم نه دغير اخلاقي هوسونواوخپلي خوښۍ لپاره استفاده کېږي ،اويائي رقصوي ، داهم دسړې نه هيره شي چي بېله هغې نه چي ددې خبره څوک واوري  اويائي دومره پرېږدي چي لويه شي اودقانوني عمر په وخت کي ورنه پوښتنه وسي ماشومه نجلۍ په بدو،تربگنۍ ،بدل اويادپيسوپه مقابل کي ورکوي . دادشرم پيټۍ خوزموږ دټولوپر اوږو پروت دی چي دپيسو اوقدرت خاوند که دشپېتوکالو هم وي ځانته داحق ورکوی  اوپېغله شل کلنه ځانته په نکاح کوي .داهم نه يادوم چي يوشمير ايران مشربه  دخپلواخلاقي فسادونودپټېدوپه خاطر غواړي دصيغې په نامه ځناته قانوني بڼه ورکړي ،داچي ددغو صيغه سويو ښځو اوياپېغلو راتلونکې به څنگه وي ،اوکه ئي اولادپيدا سي هغه به پلارولري اوکه نه ، ددوې  ئې مسوليت نلري .ځکه همدا په اصطلاح دايراني اخوندانو اوپخواني ساواک ادارې روزل سوی خپله هم تر شپېتو کلنوپه زيات عمر ځوانې پېغلې ځانته  په نکاح کړي داچي ددوي دهغوي  اسلامي حق  ورپرځا ي کولاي سي اوکنه خداي پرې خبردي .

زه نه پوهېږم چي زموږ دولتي چارواکي به په کوموالفاظواوکوموسترگوزموږماشومانو اوياددوي مورته ددې نړيوالي ورځي مبارکي و وايي ؟ اويابه دماشومانودزورونې اوکړېدنې پړه دچاپر غاړه واچوي ؟

زمااوبل هرد انساني احساس لرونکي انسان پر خوله مبارکی کليمه نه راځي . دڅه شي مباره کي دکومې خوښي اوکوم ژوندددوام مبارکي موږخپلو ماشومانواوددوې زوريدلو ميندو ته ويلاي سو؟

يوه مور حق لري پوښتنه وکړي،کومه ورځ ؟ دکوم ماشوم ورځ  ؟پرموږ خو داڅولسيزي اوپه ځانگړې توگه داته کاله چي دبشردوستی اوعدالت ډوهل په خرپ وهل کيږي ،ورځ شپه  ده ،خوښۍ غمونه !

جشنونه خودې  هغه نيسي کوم چي ماشوم يي خاندي ،بازۍ کوی ،دبازيو اوساتېريوتوکي  او شيان لرې ، زموږماشومانو خو هيڅ نلري ،هغه وږۍ ،تږي ،لڅ لپړ اوله هر هغه نعمت نه محروم دي .

هغه حق لري ددولتي چارواکواومشرتابه نه  داپوښتنه وکړي ،تاسودهغه ماشوم ورځ  يادوی  کوم چي ترشپږو ميليونو زيات يي له ښونځۍ نه محروم دی ؟ اوکه دهغه ماشوم  چي موراو پلار يي دفاميل دنورو غړيو دژوندي ساتلو په خاطرخپله دزړه ټوټه خرڅوي ؟او يا دهغه ماشوم چي په کور،کوڅه ،بازار اوياښونځۍ کښې ئې پدې گناه په شهادت رسوي چي مکتب ته ځي؟اوياپه کوڅه کښي له خاوروسره بازی کوي هوايي غنډاری ددولت دمخالفينودرټلوپه نامه اوياخاطرله ماشومه ژونداخلي؟

رښتيا خودا ده چي زموږ په هيوادکي له  دولتي چارواکو نېولې ،بهرنيان ،جنگسالار،داسلام ټېکدران  اوددولت مخالفينوهيچاپر افغان ماشوم زړه ندی خوږ کړی اونه ئي دانسان په سترگه ورته کتلي دي .

که ددولتي چارواکوکړنو ته پاملرنه وکړو داسي فکر به هرو مروراسره پيدشي چې گنه داټول دچور لپاره راغلي اود افغان ولس وينه ځبېښې ،ځکه نو ټول ولس له دغو ښاغلو نه هير دۍ ،اوپايله داسوه چي :

 همدانن د اتوکلنوپه ترېدوسره دخوښيو اوجنتونودوعدودورکولوسره بياهم  په هرنيم ساعت کي هغه مور چي نوی ماشوم دنيا ته راوړي دژوند دحداقل امکاناتو دنه لرلو په خاطر ژوند دلاسه ورکوي ،دا په دې معني چي هر نيم ساعت يو ماشوم بي موره کيږي .

درسمي احسايو  له مخی هغه نجوني چي د«۱۸ » کلنۍ نه مخکي اميدواره کيږي  دماشوم دزيږيدو په  وخت کښي په هرساعت کی دوې ئې خپل ژوند دلاسه ورکوي  اود هرو« نهو» ماشومانونه «  يو » ماشوم  مخکی له يو کلنۍ نه ، د هرو « شپږو » ماشومانو نه يو مخکي له پنځه کلنۍ او په سلو کی « پنځلس » ماشومان دزيږيدوپه وخت کی خپل ژوند دلاسه ورکوي  .

دولت بايدد مور اوماشوم  ژونداوحقوقی حمايت  له هر ډول تيرې نه وژغوري ،تر څو دازوريدلې ولي مېړنۍ اوله شهامتونوډکه افغانه مور اوماشوم ئې له هر ډول توهين ،تحقيراوتيري نه په  امان کی پاته وي  .

  له ماشومانو سره  داسلام ،انسانيت  اواخلاقي نورمونوخلاف کړني ، په زور يا دپيسو په مقابل کی دهلکانو اونجونو رقصول  اوپر هغوي  جنسی  تېری ، دماشومو نجونو په زور ودول،په بدوکي ورکول ،دماشومانوپټه سوداگري،دتعليم اوتحصيل  نه  محرومو ل داسلام دمقدس دين ،دنړيوالوميثاقونودبشردحقوقودمنل سويونورمونواو اعلاميې، دمور اوماشوم ددفاع او ملاتړ دنړېوالوسازمانودپرېکړوخلاف عمل دی ،دوام ئي نه يوازي داچي زموږ دهيوادراتلونکې ټکنۍ کوي بلکي زموږ ملي غروراوافتخاراتو ته زيات زيان رسوي .

د قدرت پر سر جنگ جگړي په دريو لسيزو کښی نه يوازی دافغانستان مادي او معنوي شتمنی تالا او له منځه يووړه،بلکه زموږ باتوره اولس ته داسي ناخوالی په ميراث پاته شوې چې دهغو يادول اودهغه په هکله څه ليکل شرم بريښي . ولي چوپه خوله پاته کيدل ، څه نه ليکل اوهغه له پامه غورځول هم زما په فکرد راتلونکي نسل اودهغوي دراتلونکي ژوند سره ستره جفااوخيانت دۍ .

همدا نن زيات شمير مذهبي بنسټپال زموږ ماشومان  دپاکستان په مدرسو کي روزې ،مغزونه يي داسی ورمينځی چه هغه په زياته خوښۍ سره ځان وژنی ته اماده وي . داخرڅ سوی کسان داسلام دسپيڅلي دين څخه په ناوړه  استفادي  سره يوازي دسياسی واک دتر لاسه کولواوڅوکيو خپلولو په خاطر بيگناه انسانان ځان وژنو ته په دي نامه چي سمدلاسه جنت ځې،له خداي ورکړي ژوندنه محروموي .

خوسوال دادی که داډول ځانمرگه بريد دجنت کلي وي بيانوولې ترهر چاوړاندي دغه روزونکی اورهبران ئي دا واسکټونه نه اغوندي ؟اوياولي  ئې په خپلو اولادونه اغوندي چي هغوي  جنت نه ولاړسي ؟ خورښتيا اوحقيقت بله خبره ده. يو ماشوم قيصه کوي وايي له مجبورۍ نه پاکستان ته ولاړم اوهلته په پښاورکي يوملاغوندي سړۍ راسره پرڅنگ شو دنامه اوځاي پوښتنه ئي رانه  وکړه ماورته وويل له کومه ځايه راغلۍ يم هغه راته وويل تر مزدوری ښه خبره داده چي مدرسه ووايي ،ملابشي ،ماورسره ومنل ،يوې مدرسي ته  ئې معرفي کړم خوتر يوکال وروسته ئي يوې بلې مدرسې ته بوتلم چي هلته ځانمرگي بريدوکوونکي  روزل کېده،هلته تنکی ماشومان وه ، زه وډارېدلم کله چي دوباره پخوانۍ مدرسې ته راغلم دوخت نه په استفادې سره وتښتېدم . همدا ډول په جنوبې ولاياتوکښي ډير ماشومان دمجبوری اوغريبۍ نه په جگړوکي برخه اخلي تر څوددولت مخالفين يوڅه پيسې ورکړي . کله چي زه وايم ددولت مخالفين موخه مي ددولت څخه دفاع نده ،بکلې غواړم پدې کليمه اوياجمله داحقيقت څرگندکم چي زموږ ځوان نسل ددولتي قدرت  پرسردسيالو ډلودنارواارمانوقرباني دی . حقيقت خبره خوداده  چي همدا اوس هم هر څوک غواړي   دبل د قربانۍ په قيمت واک ته و رسېږي  .

ايادا کوم انصاف ،کوم عدالت اوکوم انسانيت دی چي زموږماشوم بايدځان وژونکۍ شی؟ او ياله هرڅه نه محروم پاته سي ؟ ايا هغه دا حق نلري چه سالمه  تربيه ولري ؟ اويا ديو پوه او عالم انسان پهتوگه  دټولنی په جوړيدوکښی برخه واخلي ؟ ايا دبيوزله اوغريب ماشومان دا حق نلری چي دخپل هيواد په راتلونکې کښي فعال اورغنده رول ولري ؟اويازموږ دټولنې رهبرسي ؟ هميشه بايد دوي همداشان خوار او ذليل او دژوند له ټولو انساني نعمتو نوڅخه محروم وي ؟ داډول تقسيم چا کړۍ ؟ داچي زمور ښوونځۍ راورانه وي اويامو ښونځيوته دماشوم دتگ مخه نيسي دادټول افغان ولس دښمن دی ،دغه تش په نامه مجاهدين غواړي زموږ ولس نالوستۍ اوماشوم موجاهل پاته سي ، تر څوتر ابده زموږ ملت  ددوي  بادارانوته احتياج وي .

ولي زموږ ديني علما اومشران  ددغه  ټکي پايلوته نه متوجه کېږي ؟ ولي  دهغوپر خلاف جرگې نه کوي اوملي پاڅون ږغ نه پورته کوي ،کوم چي زموږ ماشوم له ښونځيو راگرځوي ؟ ولې دماشومانودتاريکي راتلونکي په اړوند ټول چوپه خوله پاته دي؟

همدا اوس ددولسوملينو ماشومانونه په سلوکی اتيايي  دژوند حداقل شرايط نلري  زه دپاکو اوبو او لازمو خوړو او ضروري درملو په هکله  هيڅ نه وايم .

افغا نستان يو داسي هيواد دئ چی له هري خوا له بدمرغيو او ناخولو سره لاس په گروان دۍ . پر اوسنې حاکميت وه چي دغې ملي غميزي ته ئې لازمه او جدي پاملرنه کړې واي .که موږ سالمه اوله ر وغتيانه برخمنه کورنۍ ونلرو دهيواد سمبالتيااو بيا جوړونه به له ستونځوډکه اوناشونې وي ،سالمه ټولنه په سالمو افرادو جوړيدای شی،سالم افراد دسالمې اوجدي پاملرنې په پايله کي روزل کېداي سي ،که څوک په رشتياسره افغان وي اودافغان ولس په مقابل کښي ځان مسول بولې ترچازيات بايد ماشوم اودځوان نسل سالمې روزنې اودژونددشرايطوښه کېدوته جدي  پاملرنه وکړي .

له بده مرغه تر اوسه زموږمور اوماشوم دقانون تر کافي اوپوره چطراو حمايي لاندي نه دې راغلي.دمور او ماشوم په هکله په اساسی قانون کي سرسر ي يادونه بايدغښتلې او دقيقه شي، راتلونکی دولتي مشرتابه  چي په غټ گمان  به بهرنيان همدا کرزی صاحب پر افغان ملت وتپي او پارلمان  بايدپه  روښانه اوڅرگنده بڼه دموږ اوماشوم له حقوقوڅخه دقانوني دفاع اوملاتړ لاري چاري ولټوي .

يوتريخ حقيقت دادی  چي دانږدې اته کاله دچوکي اومقام د گټلو،دحرامو پيسودتر لاسه کولود پرديو شتمنيود خپلولو پر سر دسياليو،منډو ترړو ميدان دومره تود ؤ چی د ماشوم او مورحق دچا په ياد هم نه ؤ . په  مليارډو ډالردافغان ولس سره دمالي اومادي مرستي په نامه افغانستان ته راغلل،خودخواري مور اوبېچاره  ماشوم ونډه پکښی تنها  دومره شوه چي له هرڅه نه محروم پاته سو.

دزوريدلي مور،غريب اوبينواماشوم لپاره دکوم گټور کارسرته رسول ددولتي چارواکوځکه هيردی چي نازولي ئې په بهرکښي اوسېږي .زه نه پوهيږم چي سبابه دولتي چارواکي دماشوم دنړيوالي ورځي په پلمه ،موراو ماشوم  ته دکوم خدمت اوچوپړ يادونه وکړي ؟

دلته مي ديوه ځوان شاعر داڅوبيته راپيادسول چي وايي :

يوشاعر ماشوم ته په خطاب کې وايي

دا ستا ماشوم نازک نازک لاسونه

د سوخېدلو سوځېدلو نه ؤؤ.

دا ستا روښانه او معصومه تندای

د ښکلېدو ؤؤ ماتېدلو نه ؤؤ.

ستا په نازکه او ماشومه سینه

کي نن حالاتو پرهرونه جوړ کړل

ستا مشرانو ستا نزدې خپلوانو

تا ته بلا غوندي مخونه جوړ کړل

آخير ماشوم هم انسان دي دا ديوا فغان زوي اولور ده ، دا ديو شهيد،معيوب اوبېنوابچۍ دۍ . ايا ددولتي واک پرگدۍ دناستوڅخه افغانی غرور، انسانی عاطفه اوهرڅه هير شوی؟

 

 

 

 

 

 

 

 

ددې ماشومانو گناه څه ده ؟؟؟؟؟؟؟؟

دهيوادپرټول دسالم عقل څښتن ځواک ږغ کوم چي دماشوم اومورژوندته جدې پاملرنې په خاطرپر دولت او اړونده ارگانو ملي فشارزيات اوله ماشم نه په افغاني شهامت دفاع وکړي .هغه چي دقدرت په خاطر په جگړه بوخت دي هم بايد خلې دغه غير اسلامې کړنې ته چي دښوونځئ پر ځاي ماشومان ځانمرگي بريدونوته روي اوياښوونځۍ سوځوي خاتمه ورکړی .دغه کړنې دټول افغان ملت دنفرت وړدي  اوددولت مخالفين خپل اعتباردهر ورځې په تېرېدوسره له لاسه ورکوي . دامتل کاملأ پر چاي دي چي وايي : په زورکلي نه کېږي

په دې هيله چې زموږ په هيواد کي ماشوم ته دانسان ارزښت اوحق ورکول سی . ومن الله التوفيق

                                                                                               

 

 

 

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

CAPTCHA Image
Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree