Posts | Comments | E-mail /

د سوات عمليات د يوې ناكامې تجربې تكرار

Posted by on May 31st, 2009 and filed under سرمقاله. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

 

د پاكستان پوځي چارواكيو اعلان كړه چې په راتلونكيو دوو- دريو ورځو كې به د سوات پوځي عمليات بلكل بشپړ شي، د همدې چارواكيو په قول تر اوسه پورې په دې جګړه كې تر 13 سوه تنو زيات توند لاري جګړه ماران وژل شوي دي، د سوات مركز منګوره پوځيانو نيولې او د كالام او دير تر حدودو پورې پوځي حاكميت ټينګ شوى دى. زيات طالب قوماندانان وژل شوې هم دي، ښايي تر څه حده دا ادعاوې رښتيا هم وي.

خو بل لوري ته د پاكستان آزادو رسنيو خبر وركړى چې مولانا فضل الله او د سوات د طالبانو وياند مسلم خان په جنوبي وزيرستان كې له بيت الله مسعود سره ليدلي دي او اوس له خپلو پاتې جنګياليو سر وزيرستان ته راغلي دي. همدغسې څو ورځې وړاندې د پاكستان رسنيو خبرونه خپاره كړل چې طالبان ږيرې او څڼې خرېيې او له كډوالو سره له سيمې د وتلو هڅې كوي، له دې سره په پاكستان په تيره پيښور كې د ځانمرګيو بريدونو پو قيامت راكوز شو، له وضعې څخه ښكاري چې د تورې بوړې كيسه تكرار شي، د طالبانو اصلي مشران د جګړې له ډګره ووتل، تر څه مودې ښايي غلي هم وي، د پوځونو په شتون كې به په سوات كې يوه ماتم څپلې چوپتيا او آرامي هم راشي، خو اصلي ستونزه هيڅكله هم حل نه شوه، بلكې لا به ياغي او لابه مرګونې او خطرناكه شي.

ډير امكان دى د پاكستان پوځ پر وزيرستان هم ورته بريد وكړي، خو ددې پايلې به هم د سوات په څير وي، عام ولس به ووژل شي، و به ځپل شي، كور او كلي پريښودوته به اړ شي خو جګړې، ځانمرګي بريدونه او وژنې به د ډيورنډ كرښې دواړو لوريو ته زور واخلي، ځكه چې ددې لانجې د حل لپاره يوازې د ټوپك او مرګ لاره هيڅكله هم مناسبه او بريالۍ لاره نه ده، په شعار كې له امريكا او نورې نړۍ نيولې تر پاكستاني چارواكيو پورې د ستونزې اصلي اړخونه، مركزونه او لاملونه ښه پيژني، وخت پر وخت يې يادونه كوي، خو عملاً بيا يوازې د پوځي حل، وژنو او شړلو لاره غوره كېږي چې دا په مجموع كې سيمې او بيا په ځانګړې توګه د افغانستان او پاكستان عام ولس ته ډيرې شومې او خطرناكې پالې لري.

ترڅو ولسونه د جګړه مارو او ترهګرو له منګولو و نه ژغورل شي او په خپله خوښه او مينه خلك له دې بهير سره ملګري نه شي، يوازې د امريكايي الوتكو په بمبارۍ او يا د پاكستاني پوځ د ټوپكو په زور ددې ستونزې حل ناشونى دى.

فرستادن/حفظ کردن

1 Response for “د سوات عمليات د يوې ناكامې تجربې تكرار”

  1. +6 Vote -1 Vote +1Lawanykhan says:

    Pakistan Army +ISI+Pakistani taliban = US dollars they say they controled Mingora and now the pakistani army is marching towards Kalam wht i think they are going to kalam for long nice vacation. Paksitani army destroyed pashtun lands, they destroyed our houses they destroyed our businesses, they destroyed our mosques they destroyed our infrastructure cuz of pakistani army 3 million and 60 thousand people are effected and displaced in waziristan, swat, bahour, dir, buner , pashtuns are not allowed in punjab and the pashtuns in punjab are getting arrested as terrorists and as talibans, pashtuns are not allowed in Sindh as the sindhies already did big protest agaisnt pashtuns and MQM is labling pashtuns as terrorist and as talibans, and then pakistan is not able to provide shelter, food ETC to IDPS and the so called muslim hood and muslim brother hood is quites clear these muslims showed there brother hood now I persoanlly as a pashtun want pashtoonistan and not pakistan pakistan did nothing for us pashtuns since 1960 they controle our resources they are enjoy our resources even killing innocent pashtuns and labling them as pashtuns and getting money from USA and WEST World. Inshallah we pashtuns are gona get pashtoonistan and inshallah we pashtun will controle our own resources pashtuns will be in peace.

Leave a Reply

CAPTCHA Image
Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree