Posts | Comments | E-mail /

په جنوبي وزیرستان کې روان پوځي عملیات باید پراخه شي:د افغانستان د دفاع وزارت وياند

Posted by on May 31st, 2009 and filed under خبرونه. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

  01-30-06a4             

كابل: د افغانستان ددفاع وزارت د پاکستان په قبايلي سیمه جنوبي وزیرستان کې د پاکستاني پوځ له خوا د پیل شویوعملیاتو هرکلې وکړ، خو ويې ویل چې دا عملیات باید شمالي وزیرستان ته هم وغزولې شي.

ددفاع د وزارت ویاند جنرال ظاهرعظیمي، چې د یکشنبې په ورځ يې په کابل کې خبریالانو ته ددغو عملیاتو په اړه خپل دریځ څرګندولو وویل، چې په نوموړې قبایلي سیمه کې ددغوعملیاتو پیل د افغانانو لپاره یو ښه خبر دې او دوې هڅه کوي، چې د پولې دې غاړې ته په ځانګړو اقداماتو سره ددې عملیاتو ملاتړ وکړي.

“د جنوبي وزیرستان سیمې ته د عملیاتو رسیدل د افغانستان د خلکو او ددفاع د وزارت لپاره یو ښه خبر دې. مونږ ددغو عملیاتو ملاتړ کوو او ددفاع وزارت د درې اړخیزې کمیټې له لارې هڅه کوي چې په دغو عملیاتو کې همغږه و اوسي او د افغانستان له لورې د هغو ملاتړ وکړي. د افغانستان د خلکو تمه داده چې دا عملیات د شمالي وزیرستان سیمې ته هم وغزولې شي.”

په ورکړل شویو رپورټونو کې د پاکستاني چارواکو په حواله ویل شوی دي، چې د جنوبي وزیرستان په سیمه کې د وسلوالو او د پاکستاني سرتیرو ترمنځ په نښته کې، چې د شنبې په شپه شوې ترڅلویښتو زیات وسلوال او څلور پاکستاني سرتیري وژل شوي دي.

جنرال عظیمي که څه هم د ترورزم په خلاف په روانه مبارزه کې د سیمې د هیوادونو ترمنځ د همکاریو په پراخیدو ډاډ څرګند کړ، خو د پاکستان د اطلاعاتو د پخواني وزیر هغه څرګندونې يې په کلکه رد کړې، چې ویلي د افغانستان د ملي اردو افسران د پاکستان په وروستیو نا امنیو کې لاس لري.

د پاکستان د جنوبي وزیرستان په قبایلي سیمه کې د نویو عملیاتو د پیل خبره په داسې وخت کې کیږي چې اوس اوس د پاکستان پوځ اعلان وکړ, چې په سوات کې يې وسلوال طالبان په شا تمبولي او له هغوې نه يې د سیمې ستر ښار مینګوره نیولی دی.

خو په افغانستان کې ځینې کتونکي بیا د وسلوالو طالبانو پر ضد د پاکستان د حکومت روانو هڅو ته د شک په سترګه ګوري او وايي، چې پاکستان هڅه کوي، د خپلو وروستیو اقدامات په لړ کې، چې ددوی په وینا محز یوه ډرامه ده نړیوالې مرستې جلب کړي.

#

 

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

CAPTCHA Image
Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree