ویسا+ رسنی : د سپينې ماڼۍ چارواکي وايي امريکايي ولسمشر باراک اوباما به دپنجشنبی په ورځ په مصر کې دامريکا او ټولې نړۍ دمسلمانانو ترمينځ د وحدت دټينگښت په هکله يوه ارزښتناکه وينا وکړي.
ښاغلى اوباما به په دغه مهال دامريکا او اسلامي نړۍ ترمينځ داړيکو ښۀ کولو په هکله پخپلو شخصي ژمنو هم رڼا واچوي.
دسپينې ماڼۍ وياند رابرټ گبز تيره ورځ خبريالانو ته دامريکايي جمهوررئيس باراک اوباما دمنځني ختيز او اروپا دراتلونکي سفر په هکله معلومات ور کړل.
رابرټ گبز وويل ولسمشر اوباما به دجون په څلورمه نيټه د مصر په الاظهر پوهنتون کې وينا کوي. الاظهر پوهنتون داسلامي نړۍ تر تولو ستر پوهنتون دی.
دسپينې ماڼۍ يو بل چارواکي وويل امريکايي جمهوررئيس باراک اوباما به په دغه سفر کې د تندلاريتوب او تشدد ترڅنگ داسرائيل اؤ فلسطين دشخړې په څير په مهمو ستونزو هم وغږيږي.
جمهوررئيس به ددغه سفر په مهال دمصر جمهوررئيس حسني مبارک سره وگوری او ديو جومات څخه به هم ليدنه وکړی.
ښاغلى اوباما به خپل د منځني ختيز سفر د عربستان څخه په دریم د جون پیل کړی او هلته به د سعودي عرب دبادشاه عبدالله سره وويني.
دمنځني ختيز دسفر څخه وروسته به ولسمشر باراک اوباما دجرمني سفر کوي او ددغه هيواد دچانسلرې انجيلا مارکر سره به لیدنه وکړی.