Posts | Comments | E-mail /

د غلطيو په بازار كې

Posted by on May 30th, 2009 and filed under تحلیل. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

Del245917

د غلطيو په بازار كې!!

شف شف نه شفتالو

د پاكستان حكومت د ۲۱ تنو وسله والو طالبانو پر سر په ميليونونو روپۍ انعامونه ټاكلي دي چې څوك يې مړه او يا ژوندي دوى ته وسپاري.

د هغه هېواد چارواكيو د اعلان شويو كسانو تصويرونه هم په رسنيو كې خپاره كړي دي او د رسنيو د تازه اعلان له مخې يې دوې ورځې وروسته د مولانا فضل الله پر سر اعلان لس چنده زيات كړ. خو عجيبه داده چې په رسنيو كې د خپرو شويو تصويرونو په لړ كې چې د قاري مشتاق په نامه كوم تصوير خپور شوى هغه د خيبر بانك د يوه كار كوونكي دى چې محمد مشتاق نوميږي.

په داسې ټولنه كې چې څوك د څو زره روپيو په بدل كې بې ګناه كسان وژلى شي محمد مشتاق به د لس لكه كلدارو لپاره ولې ژوندى پرېږدي؟

نوموړي يوه خصوصي تلويزيون ته ويلي هم دي چې امنيتي كسانو يو كال مخكې له قاري مشتاق سره د نامه د ورته والي له امله نيولى ؤ. خو څو موده وروسته يې بيرته خوشى كړى و، اوس يې بيا د هغه پر ځاى زما تصوير په اخبارونو كې خپور كړى دى.

د ترهګرۍ ضد مبارزه ټوله له دغسې لانجو ډكه ده، يو وخت په افغانستان كې هم د طالبانو د مشر ملا محمد عمر پر ځاى د كندهار يو غريب او ساده ځوان غالباً نور محمد نومى د څو چالاكانو لپاره غوړه مړۍ شو، دغه ځوان هم د طالبانو له مشر سره د يوې سترګې د ړندوالي او څېرې د ورته والي په ګناه په لويديزو رسنيو كې د ملا عمر په نامه معرفي شو او تر ډيره وخته يې په نړيوالو رسنيو كې تصوير د ملا عمر په نامه خپريده.

هغو دوو تنو چې دده تصويرونه اخيستي وو په همدې چالاكۍ بهر ته ولاړل، دا چې بيا وروسته خبره څنګه شوه پرې خبر نه يو، ځكه چې څوك په دې ځان پر ځاى نړۍ كې دومره وزګار دي چې د نور محمد د وير كيسه پسې واخلي چې كوم سرته ورسيده.

كه دغه غلطۍ پسې اخلو دومره ډيرې دي چې شمېرل به يې راته بې معنا ښكاره شي، د پاكستان امنيتي ادارو او استخباراتو د قاري مشتاق په ځاى د بانك د يوه معمولي كار كوونكي محمد مشتاق تصوير خپور كړى دى، خو دا يوازې د محمد مشتاق او يا نور محمد ستونزه نه ده، دا زموږ ولس په كوم وير اخته دى؟

څوك راشي د بې وزلو، ساده، مزدورانو په منځ كې ځان والوزوي او د جنت خوبونه ويني، څوك بيا له خپل ټوتكنالوژيك غرور سره په زانګو كې پراته ماشومان په بمونو ټوټه كړي او د تروريستانو د وژلو رجزونه وايي! د بې ګناه او ګناهكار خبره نشته، بس هغه د دار خبره ده چې د چا مرۍ د دار تر پړي ورسيده هماغه ګنهكار دى، چې پر چا د بيرحمه قاتل لاس بر شو هماغه مجرم دى، كه د زانګو ماشوم ؤ او كه اتيا كلن بوډا.

ددې لوبې پيل په غلطۍ شوى، بنسټ يې پر غلطۍ ايښودل شوى، كه ووايو چې دا زموږ تصور چې دې هر څه ته غلطي او اشتباه وايو پخپله يوه لويه غلي ده، ځكه چې غلطۍ دومره نه تكراريږي چې ريښتيا او واقعيتونه تر پوښتنې لاندې راشي، اصلاً دا هر څه د هغه څه لپاره دي چې موږ يې (غلطي) بولو، په ناپامۍ كې كوم د سړيتوب كار هم شوى دى، هغه د ملا صيب خبره په شګو كې يوه يوه وريژه هم شته!! دا يوازې د محمد مشتاق غم نه دى، يوازې د نور محمد نه دى، زموږ ټولو دى، د هغو ټولو دى، چې په غطيو كې د سمون په ارمان دي.

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

CAPTCHA Image
Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree