Posts | Comments | E-mail /

ډلې ډلې وسله وال طالبان په دولتي رنجرو کې په شیرزادو ولسوالۍ کې په رڼا ورځ ګرځي

Posted by on Aug 6th, 2013 and filed under خبرونه. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

جلال اباد : د ننګرهار د شېرزادو په ولسوالۍ کې د تېرې اونۍ له جګړې وروسته هر لوري ته دولتي سوځول شوي ټانکونه او رينجرې ليدل کېږي او ډلې ډلې وسله وال طالبان په رڼا ورځ په ټوله ولسوالۍ کې ګرځي.

بلخوا د دې ولسوالۍ يو شمېر اوسېدونکي وايي، چې درې کاله وروسته يې سيمې ته د حکومت له راتګ سره امنيت خراب شوى او خلکو ته يې مرګ ژوبله واوښته.

د شېرزادو خلک دغه شکايت وروسته له هغه کوي، چې تېره اونۍ په دې ولسوالۍ کې د پراخو عملياتو په ترڅ کې ګڼ شمېر پوليس ، عام وګړي او وسله وال طالبان ووژل شول.

دغه جګړه او عمليات د شېرزادو ولسوالۍ د مرکي خېلو په سيمه کې ترسره شوي وو، پرون د زمري په ١٣مه مو د شېرزادو ولسوالۍ د جنګ ځپلې سيمې مرکي خېلو څخه ليدنه وکړه.

د شېرزادو مرکي خېلو ته له رسېدو سره سم نهه تنو مخ پټو وسله والو ودرولو، له پوښتنې وروسته يې ځانونه معرفي کړل چې طالبان دي، خو کله چې پوه شول خبريالان راغلي اجازه يې راکړه.

شېرزادو ولسوالۍ چې څومره رانږدې کېده، هغومره د بارودو بويونه زياتېدل، هره خوا خاموشي خپره وه، اخر د مرکي خېلو ستر کلي ته ورسېدو، په لومړنۍ څلورلاري کې مو د پوليسو پر يوه سوځېدلي ټانک سترګې ولګېدې، له ټانګه شپږ اوه ځوانان راټول وو او پر رنجونو يې ترې اوسپنې د کباړ د خرڅ لپاره بېلولې.

د دې سيمې يوه اوسېدونکي اختيار الله پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د ويجاړ شوي ټانګ چلوونکى پوليس څو قدمه وړاندې د وسله والو پر ډزو کې ووژل شو.

له دغه ټانګ سره په لس مترۍ کې د ملي پوليسو يو رينجر موټر هم چپه مخ پروت و، اختيارالله وويل، چې د دغه موټر چلوونکى د وسله والو له لوري ژوندى نيول شوى دى.

د څلورلارې لوېديځ لور ته په څو مترۍ کې يو بل د سيمه ييزو پوليسو پوځي موټر چې نيمايي د کلي ځوانانو کباړ کړى و، پروت و، دغه سيمه صدرخېل دوه بندۍ نومېده، له دغه رينجر موټر لږ وړاندې يو بل رينجر موټر هم سوځېدلى پروت و.

د څلورلارې شمال خوا ته د ستر کلي چکاو په نوم يوه سيمه ده، دې سيمې ته په لاره بل سوځېدلى رينجر پروت و، پر دغه ټانګ هم څو ځوانان راچاپېر وو او وسپنې يې ترې د خرڅون لپاره بېلولې.

شېبه مزل مو نور هم وکړ، د ستر کلي چکاو ته ورسېدو، د چکاو کلي په سر کې يو جومات و.

؛د دغه جومات ملا امام پژواک اژانس ته وويل، چې شاوخوا درې کاله وړاندې يو ځل حکومت دغې سيمې ته راغلى و، خو بيا يې مخه نه وه کړې.

هغه زياته کړه ، کله چې حکومت دا ځل دغې سيمې ته راغى په ساعتونو، ساعتونو نښتې يې له وسلوالو سره وکړې او لسګونه کسان په کې ووژل شول.

ده وويل: ((دا رينجرې وګوره، په خداى له زړه مې ورسره وينې څاڅي، که له طالب سره وي او که د دولت سره خو د دې ولس دي.))

نوموړى وايي، چې په نښته کې لسګونو سيمه ييزو او ملي پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

ملا امام وايي، چې پر دې سيمه طالب واکمني کوي او که افغان دولت خو دوى ته امنيت په کار دى له جنګ، جګړو نور ستړي شوي دي.

د دې سيمې په لاندې خوړ کې هم درې سوځېدلي رينجر موټر پراته وو، له دې سل متره وړاندې په خوړ له يوه کرولا ډوله موټر سره پنځه مخ پټي وسله وال ولاړ وو، مګر دا ځل يادو وسله والو پر موږ کوم غرض ونه کړ.

له خوړ نه پورې غاړې د سيمه ييزو پوليسو درې نور رينجر موټر ولاړ و، چې له هغوى هم ګڼ ځوانان تاو وو او هر يوه يې د ځان لپاره وسپنه راويستله.

يوه هلک پژواک ته وويل: ((غواړم دا وسپنه خرڅه کړم او ځان ته د اختر خرچه پيدا کړم.))

د دې سيمې اوسېدونکو ويل، چې دغه ديارلس رينجر موټر او ټانکونه وسله والو مخالفينو روغ نيولي و، خو کله چې د دولت له لوري طيارې راپورته شوې نو وسله والو ورته اور واچاوه.

د ستر کلي د چکاو اوسېدونکي ګل فقير پژواک ته وويل، چې وسله والو مخالفينو څلور رينجر موټر روغ وړي او پنځه سيمه ييز او ملي پوليس يې هم ژوندي وړي دي.

هغه زياته کړه: ((په پوليسو کې يې يو تن بېرته راخوشى کړى، هغه لېونى شوى و او نور ورسره دي.))

له دې سيمې شاوخوا تر يو نيم ساعت پلې مزل وروسته کله چې بلې سيمې ته ورسېدو، نو هلته لسګونه مخ پټي وسله وال مېشت وو.

له يادو ټولو وسله والو سره راکټ، پيکا، کلاشينکوف، برچې او داسې نور جنګي وسايل وو، او ځانونه يې داسې چمتو کړي وو، لکه چې همدا اوس جنګ ته روان دي، په دې ډله کې مو د وسله والو درې قوماندانان هم وليدل.

يو يې ځان زرقاوي معرفي کړ، چې څه موده مخکې يې دولتي ځواکونو د وژل کېدو خبر ورکړى و، ورسره په خواکې يو بل سپين ږيرى کشميرخان قوماندان ولاړ و، له نوموړي څخه اته وسله وال مخالفين راټول وو او ده ورته خبرې کولې.

د کشمير خان د وژلو خبر هم څه موده وړاندې يو شمېر رسنيو د دولتي سرچينو په حواله خپور کړى و.

په دې ډله کې ډېرى وسله والو د رينجر موټرو پر سوځېدو خپل ژور خفګان څرګند کړ، زرقاوي پژواک ته وويل، رينجر موټر د دغه هېواد شتمني ده، هغه که له دولت سره وي او که له دوى سره خو د دغې خاورې مال دى او په کار ده چې ساتنه يې وشي.

يو شمېر وسله والو ويل چې دوى نه غوښتل په شېرزادو ولسوالۍ کې جګړه وکړي خو د يوه قومي مشر له لوري د دوى يو ملګرى ووژل شو او کله چې دوى د هغه مشر پسې ولاړل نو حکومت پر دوى حمله وکړه او ياده مرګ ژوبله رامنځته شوه.

په دې سيمه کې د وسله والو مخالفينو يوه بل قوماندان پژواک ته وويل، چې په ياده نښته کې د دوى پنځه ملګري وژل شوي دي.

هغه ويل: ((که څوک وايي چې دا دروغ دي همدا اوس هديرې ته ځو او وبه ګورو چې پنځه قبرونه دي او بس.))

نوموړي وويل، چې د سيمه ييزو پوليسو قوماندان او يو شمېر نور ملګري يې پر يوه کور ور ننوتي وو او ماشومان يې د سپر په توګه وکارول.

ده وويل: ((په نښته کې شاوخوا ٢٨ پوليس وژل شوي او همدومره نور ټپيان شوي وو.))

د يادو لسګونو وسله والو په ملتيا له دغې سيمې مو يوې بلې سيمې ته شاوخوا دوه ساعته مزل وکړ، له رسېدو سره سم مو د ملي پوليسو پر شين رينجر موټر سترګې ولګېدې چې وسله وال په کې ناست و.

پر ياد رينجر موټر يې ليکلي وو: ((د خوګياڼو امنيه قومانداني)) د رينجر موټر پر نمبر د وسله والو له لوري خټې مښل شوې وې، څو نمبر يې ونه پېژندل شي.

د وسله والو طالبانو مشر غوښتل چې يوې بلې سيمې ته مو بوځي تر څو پنځه سوځېدلي او درې نور روغ رينجر موټرونه هم راباندې وويني، خو د وخت د کمښت له امله مو د هغه غوښتنه ونه منله.

نوموړي زياته کړه، چې ټول يې اتلس رينجر او ټانکونه سوځولي او څلور رينجر موټر روغ له دوى سره دي.

د نيول شوو پوليسو د برخليک په اړه مو څو ځلې وپوښتل خو چا يې ځواب نه راکاوه، اخر يوه وسله وال وويل، چې پر يادو کسانو اسلامي امارت فيصله کړې، ده وويل چې د ملي اردو يو ټپي سرتېرى هم له دوى سره بندي دى او له نور څه ويلو يې ډډه وکړه.

بلخوا د ننګرهار د والي وياند احمدضياءعبدالزي پژواک اژانس ته د دې موضوع په اړه له څه ويلو ډډه وکړه او زياته يې کړه چې د يادې موضوع په اړه د امنيه قوماندانۍ د امنيت له امر سره اړيکه ټينګه کړئ.

خو د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال معصوم خان هاشمي هم د يادې موضوع په اړه له څه ويلو ډډه وکړه.

ياده دې وي چې په شېرزادو ولسوالۍ کې ياده نښته هغه وخت رامنځته شوه چې د قومي مشر حاجي وردګ کور د وسله والو مخالفينو له لوري محاصره شو او دولت غوښتل چې ياده محاصره ماته کړي.

د ننګرهار د ولايتي شورا غړى ذبيح الله زمرى وايي، چې په شېرزادو کې د پوليسو د زياتو تلفاتو اوښتلو مسوول د امنيه قوماندانۍ او ولايتي ادارې چارواکي دي.

هغه پژواک ته وويل، چې شېرزادو ولسوالۍ ته پوليس له پلان پرته تللي وو او هلته له څو ځايه کمين سره مخ شوي وو.

ده زياته کړه: ((پلان جوړوونکي بايد محاکمه شي، ځکه پلان درست نه دى جوړ شوى، په پلان کې دفاعي قوه سنجول کېږي))

د نوموړي په وينا ،چې په دې وروستيو کې په ننګرهار کې ګڼې امنيتي پېښې رامنځته شوي او لامل يې د ولايتي چارواکو بېغوري ده، دى پر مرکزي ادارې غږ کوي چې د ننګرهار په اړه دې تصميم ونيسي

فرستادن/حفظ کردن

1 Response for “ډلې ډلې وسله وال طالبان په دولتي رنجرو کې په شیرزادو ولسوالۍ کې په رڼا ورځ ګرځي”

  1. Vote -1 Vote +1جهان says:

    حوالی ساعت 9 قبل از ظهر امروز 14 اسد، به اثر انفجار مواد انفجاری در شهر کندهار، سه فرد ملکی کشته و 22 تن دیگر زخمی شدند. مقامات محلی تایید کردند که این انفجار، حوالی ساعت 9 قبل از ظهر امروز در منطقه گنج از مربوطات باغ پل حوزه هفتم شهر کندهار در یک کراچی جابجا شده بود رخ داد.جنرال عبدالرازق فرمانده امنیه کندهار به بست باستان گفت که در این انفجار سه تن کشته و 22 تن زخمی شدند. به گفتهٔ وی، تمام افراد کشته و زخمی شده گان افراد ملکی هستند. نقطه جالب اینجاست که وقتی که طالبان به این نوع حملات ناکام دست می زنند و افراد ملکی را به شهادت میرسانند ابراز بی خبری می کنند ولی اگر کدام طیاره به اثر حوادث تخنیکی سقط کند طالبان می گویند که ما این طیاره را سقوط داده ایم.قضاوت در دست شما . مسلمانان خوب که دروغ نمی گویند خصوصاْ در ماه رمضان .

Leave a Reply

Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • پروژه استخراج نفت دریای آمو متوقف شد
    • احتمالا خانم دایانا توسط نیروهای خاص انگلستان به قتل رسیده است: روزنامهٔ میر ور
    • تلاش طالبان برای گشایش دفاتر این گروه در ترکیه و عربستان
    • لوی څارنوال افغانستان از وظیفه اش برکنار شد
    • ترور یک تن از مشران قومی ولایت غزنی توسط گروه طالبان
    • د ننګرهار ولایت د چپرهار ولسوالۍ د پوهنې مدیر ووژل شو
    • القاعده قصد بم گذاری در شبکه ها ریل و تونل های اروپا را دارد: ررونامهٔ بیلد
    • غوث زلمی کیست؟
    • د کورنيو چارو وزارت: حکيم شجاعي به د خلکو د شکنجې په تور ونيول شي
    • دهیواددخپلواکۍ دورځې د۹٤مې کليزې په وياړ دخوست والي دمبارکۍ پيغام