د رسنيو په وينا محمد محقق او جنرال دوستم هم په راتلونكيو ولسمشريزو ټاكنو كې د ولسمشر كرزي ملاتړ اعلان كړى دى، تردې وړاندې ملي اسلامي محاذ او د احدي په مشرۍ افغان ملت ګوند هم د ولسمشر كرزي ملاتړ اعلان كړى چې دده پله له ورايه په راتلونكيو ټاكنو كې پر نورو نوماندو درنوي.
خو له دې سره په مجموع كې د ټولو نوماندو په تيره له ولسمشر كرزي سره د ملګرتيا او ملاتړ د اعلان په اړه په دولتي واك او اداره كې دونډې او ويش خبرې هم كېږي، داسې ادعاوې كېږي چې دا هر څه د وزارتونو او نورو امتيازاتو پر سر د معاملې پايلې دي. دغسې جو جړى معمول وي خو بايد د ملت پر برخليك له افرادو سره د جوړ جاړي بڼه غوره نه كړي.
په دې اړه دوې خبرې د پام وړ دي:
كه راتلونكى ولسمشر هر څوك وي دا يې بايد په پام كې وي چې ولس په دولتي او حكومتي اداره او عملي اقداماتو كې د جدي بدلون او سمون تمه لري، ولس له څو تنو سره د امتيازاتو پر سر له معاملو او جوړ جاړي نور دومره ستومانه دى چې په هيڅ ډول ورته د منلو نه دي.
همدغسې كه څوك په ريښتينې معنا د ولس ملاتړ غواړي بايد د ولس هيلو او غوښتنو ته پام وكړي نه د څو تنو شخصي امتياز ته، همدغسې په دې كې شك نشته چې ځينې نوماندي د بهرنى ملاتړ د جلب لپاره لويې لاپې كوي، د هېواد د اداري او تشكيلاتي سيستم د بدلون خبرې كوي، ځينې نور داسې شعارونه وركوي چې د ولس په اصطلاح، هسې د هوا ګزول دي، يو څه چې ښايي ټول نوماندي يې بايد په پام كې ولري دادي چې پر خپل ولس بايد تير نه وزي، دوى ته د ساده او نا خبره ولس په توګه و نه ګوري، دې تيرو ديرش كلونو په تيره وروستيو اتو كلونو د دوى خوبونه ښه تښتولي دي، كه دې ولس ته چا په كمه و كتل، د دوى هيلې او غوښتنې يې د بهرنيو تر خوښيو قربان كړې، د دوى په احساساتو يې د خپل امتياز لپاره ملنډې ووهلې په ولس كې به هيڅكله هم د عزت او درناوي حقدار نشي.
پردې سر بيره يو روڼ واقعيت دادى چې يو تن به د هېواد راتلونكى ولسمشر ټاكل كېږي، دا نور ټول بايد وروسته هم خپل افغانيت وساتي د پرديو تر چوپړ افغان پاتې كيدل او د خپل ولس په منځ كې اوسيدل ورته تر هر څه ستره خبره ده، ځكه خو دغه ټولټاكنې د يوه نوماندي لپاره هم د مرګ او ژوند خبره نه ده او نه بايد وي. كه د وطن د خدمت او په ريښتيا د يوه ارمان خبره ورسره مطرح وي له ولسمشرۍ پرته هم د ارمان لپاره كار كيداى شي.
د داسې آرمان لپاره له دولتي قيودو آزاد لاښه او مخلصانه كار كيداى شي.