Posts | Comments | E-mail /

حامدکرزي د هند د ملي امنیت له سلاکار سره وکتل

Posted by on Feb 27th, 2013 and filed under سپینې خبرې. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

کابل:- د جمهوری ریاست د خبر پاڼې پر اساس،  د افغانستان  جمهوررئیس حامدکرزي، د هند د ملي امنیت له سلاکار شیوشنکر مینون سره وکتل.

په دغه کتنه کې چې نن غرمه په ارګ کې ترسره شوه، دواړو لورو د افغانستان او د هند هېواد ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او فرهنګي اړیکو د لا پراختیا، په افغانستان کې د هندي پانګوالو لخوا د پانګې اچونې د هڅونې او د افغانستان او سیمې د حالاتو په باب خبرې وکړې.

په دغه کتنه کې د افغانستان او هند ترمنځ په بېلابېلو برخوکې د موجودو اړیکو پرلا پیاوړتیا باندې ټینګار وشو.
حامد کرزي د افغانستان د خلکو په استازیتوب د هند د دوست هېواد د مرستو او همکاریو څخه د قدردانۍ په ترڅ کې د افغانستان په بیا رغونه کې د دغه هېواد رول مهم وباله.
 ښاغلي شیوشنکر مینون، د افغانستان او هند ترمنځ د ستراتیژیک تړون په چوکاټ کې د افغانستان د امنیتي ځواکونو د سمبالتیا، په ملکي او پوځي برخوکې افغان  ځوانانو ته د تحصیلي بورسونو د برابرولو، د بندونو او ښوونځیو د جوړولو لپاره یو ځل بیا له افغانستان سره د خپل هېواد دمرستو او همکاریو د دوام ډاډ څرګند کړ.
فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

CAPTCHA Image
Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree