Posts | Comments | E-mail /

موږ او دفکر کولو ورکه

Posted by on Sep 10th, 2012 and filed under افغانستان چا ړنګ کړ؟, تحلیل. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

 

غفور لیوال

سوکرات ځکه د خپل غوره ښار ( مدینه فاضله ) لپاره د فیلسوفانو پر حکومت ټینګار کاوه، چې د فکر کولو پر ارزښت پوهېده. په تاریخ کې داسې واکمنۍ نه شئ موندلی، چې یوازې پوځیانو یا د سیاستلوبو تېر ایستونکیو مداریانو پکې د یوې بشري کتلې د هوسایینې یا پرمختګ لپاره کوم څه کړي وي. چنګیز خان ډیرې زمکې ونیولې، ډیر ښارونه یې له خاورو سره خاورې کړل، خو خپل قوم یې تر اخره د اسونو په شیدو موړ او د وزو په پوستکیو پټ نشوکړای، یوازې هغه ولسونه هوسایینې ته رسیدلي دی، چې د انساني ژوند ښېګڼې لپاره یې دسمو او عمل وړ فکري تګلارو پر بنسټ پرلپسې کار کړی وي. له دې څخه ښکاري، چې د هر راز پر مختګ لپاره خوځښت له فکر کولو څخه پیلیږي، هغه څه، چې له بده مرغه موږ یې نلرو یا یې کم لرو او یاهم ارزښت نه ورکوو.

زموږ سرکار  د بېنظمه پوځيانو یوې ټولګې ته ورته دی، چې ډیر غړي یې له سنګرونو څخه راکوز شوي وي او پر څوکیو یې پښې وراړولې وي،  د یوه  فکري بهیر په پایله کې عمل کولو ته ډیر ارزښت نه ورکوي، ډیره ځله له پېښو سره تاکتیکي چلند کوي او په اصطلاح لوټه ږدي او تر اوبو تیریږي ، نړیوالې ټولنې هم له موږ سره همداسې پوځي ډوله چلند پیل کړی دی، بنسټیز جوړښتونه یې رامنځته نکړل، یو شمېر ودانۍ یې دومره سرسري راته جوړې کړې، لکه  د جګړې په ډګر کې، چې څوک خیمه ولګوي او هره شیبه دکوچ په فکرکې وي .

موږ فکري بنسټونه نلرو، که ځینې مات او ګوډ فکري جوړښتونه مو هم رامنځته کړي وي، په کړنو کې هيڅوک ارزښت نه ورکوي، هر سړي ته ځان من ښکاري او بس ګډوډي روانه ده. د فکرخاوندان د عمل له خاوندانو څخه لرې پاتې دي، عملونه مو بېفکره دي، ځکه یا منفي پایله لري او یاهم بېپایلې وي .

زما په باور ټولې هغه ستونځې، چې همدا اوس په افغانستان کې شته،  د فکرکولو په پایله کې ورته حللارې موندل کیدای شي، که د فکر کولو لپاره د منظمو چوکاټونو په دننه کې پرمختګ ته ارزښت ورکړو او د اجرایوي ځواک هر خوځښت، د فکري ځواک د لاسته راوړنو په پایله کې، هو په هو عملي شي؛ له جګړې، فساد، لوږې، احتیاج ، ګډوډۍ او ورسته پاتې والي څخه خلاصیږو.

موږ د اقتصاد وزارت لرو، خو د اقتصاد لپاره د فکرکولو با صلاحیته ټولګه نلرو، چې وزارت یې طرحې عملي کړي، دکرنې وزارت لرو، خو د کرنې د پرمختګ لپاره فکر نه کوو، پوځ جوړوو، خو د پوځ جوړولو ستراتیژیست مفکرین مو نه دي جرګه کړي، چې په دې اړه معلومات راکړي، د همدې لپاره په هر ډګر کې ناکام یو .

امریکا د نړۍ زبرځواک دی، ځکه چې په زرګونو فکري مرکزونه لري، تر ټولو ډیر لګښت پرفکري نظریو، فرضیو او تیوریو کوي او هیڅکله له بشپړو معلوماتو پرته پرعمل نه ورګډیږي یوازې دا نه، بلکې د اجرائیه ځواک او فکري بنسټونو تر منځ اړیکې یې هم دعامل اوعمل اړیکي دي . بېلګه : د دوی ځينې فکري بنسټونه په دې باوردي، چې په افغانستان کې یې دغه ظاهري ستونځه هم له دې کبله ده، چې د سپټمبر تر یوولسمې مخکې یې د دې هېواد په اړه ډیر زیات فکر  نه و کړی او ګواکې پرته له دې، چې فکري زیرمه یې بشپړه کړې وي، په دغه هېواد کې څه کولو ته مجبوره شول او په پایله کې یې ډیرې تېروتنې وکړې، یوګومان خو داسې هم دی، چې نه ! د دوی همدغه تیروتنې او ستونځې هم ریښتینې نه دي او ګواکې د ډیر فکر په پایله کې یې خپله جوړې کړې دي ( والله اعلم  ).

په هر صورت ، موږ لږ تر لږه شل کاله کیږي، چې د افغانستان د ستونځوپه اړه منظم فکر نه کوو، د افغانستان په اړه د سیستماتیک فکر کولو ځای وسلوالې زورازموینې، ځان څوکۍ ته د وررسولو چال او دروهې، پیسو ګټلو، احساساتي سیاستونو، شعارونو او کنځلو نیولی دی. ما ته لږ تر لږه یو داسې ځواکمن چارواکی نه دی معلوم، چې د افغانستان د اقتصادي ودې، ټولنیز سمون، ملي یووالي، ښه حکومت جوړولو، د خلکو د ژوند هوسایینې، د امنیت ټینګښت، د کار اوتولید زیاتولو، د پوهنې د ودې یا کومې بلې بنسټیزې اړتیا په اړه یې د خپلو منظمو، پرلپسې، پر افغاني ارزښتونو ولاړو فکرونو کومه ټولګه چمتو کړې وي، طرحې یې رامنځته کړې وي او بیا یې دهغو پر بنسټ عمل کړی وي، ګڼ شمېر يې  راځي او د امیرعبدالرحمن خان دزمانې پر اداري جوړښت شخوند وهي او تر جیبونو ډکولو وروسته په خپله مخه ځي.

د افغانیزم اړتیا :

موږ باید پرخپل حال د فکر کولو تمرین پیل کړو، پرخپل حال د ژړا، شکایت، رنګارنګ روایتونو او شعارونو پرځای راځئ فکر کول پیل کړو، چې :

  • موږ ولې په داسې بده ورځ یو
  • د روانو ستونځو لاملونه څه دي
  • د ستونځو له عواملو سره څنګه باید مخامخ شو
  • دهرې ستونځې علمي حللارې څه دي
  • د ستونځو د لرې کولو وسایل کوم کوم دي
  • دستونځو  د لرې کولو د وسایلو د سمې کارونې واکونه له چا سره دي
  • د ستونځو د له منځه وړلو د ځواکونو ترمنځ د همغږۍ لارې کومې دي
  • څنګه د منظمو فکري بنسټونو تهدابونه کیږدو
  • څنګه د دغو فکري بنسټونو تر منځ همغږي راولو
  • څنګه د دغو فکري بنسټونو او اجرائیه ځواک ترمنځ اړیکې ټینګې کړو
  • څنګه اجرائیه ځواک دې ته اړ کړو، چې د فکري زیرمې تر بشپړولو مخکې ځان له هر ډول ناسم عمل څخه وژغورلای شي .
  • څنګه د فکر کولو او بیا عمل کولو ټولنیز عادت رامنځته کړو، چې ورو ورو په یو افغاني دود او بالاخره یوه فرهنګي ارزښت بدل شي .

راځئ  ددې ټولو پوښتنو په اړه خپل فکرونه له موږ سره شریک کړئ .

فرستادن/حفظ کردن

1 Response for “موږ او دفکر کولو ورکه”

  1. Vote -1 Vote +1ساپي says:

    لیوال صیب له لیکنې مو په ریښتیا چې ډیر څه د زړه کړې وړ دي.

    زما په اند په افغانستان کې ستونزه هغه څه نده چې باید د فکر کولو کمی پکې په ګوته کړو.
    ۱- موږ ځکه په بده ورځ یو چې، زموږ خود خواه او جاه طلب مشران ډیر هوښیار او زموږ د عوامو له احساساتو او قربانیو په ډیر مهارت سره د ځان په ګټه کار اخلي. ولس تباه کیږي، یو دوه لنډغر پکې ځان له پاده وانۍ څخه مارشالۍ ته رسوي.
    ۲- د روانو ستونزو یوه حل لاره د رعیت یا عوامو د پوهاوي سطح لوړول دي. د احساساتو او جذباتو پر بنسټ عمل د فکر په بنسټ عمل ته اړول پکار دي.
    ۳-

Leave a Reply

CAPTCHA Image
Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree