Posts | Comments | E-mail /

حامدکرزی: افغان ښځوته به په نوې کابینه، سفارتونو او د دولت په نورو اداروکې ځانګړې ونډه په پام کې ونیول شي

Posted by on Jan 12th, 2012 and filed under خبرونه. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

کابل:- د جمهوری ریاست د مطبوعاتی    دفتر د رالیږل شوې خبر پاڼې پر اساس، د افغانستان د ښځو د شبکې اتیا تنو غړو له جمهوررئیس حامدکرزي سره په کتنه کې  په دې باندې ټینګار وکړ چې د ښځو پرخلاف د تاوتریخوالي عاملین دې مجازات شي.

په دغه کتنه کې چې نن ماښام په ارګ کې ترسره شوه، میرمن ثریا صبحرنګ د فاریاب، پکتیا، بدخشان، نیمروز او بغلان په ولایتونوکې دکورني تاوتریخوالي له امله د ځینو وژل شویو میرمنو عکسونه جمهوررئیس ته ښکاره کړل او له هغه څخه یې وغوښتل چې د ښځو پرخلاف د تاوتریخوالي عاملین دې مجازات کړي.

په دغه کتنه کې په ولسي جرګه کې د کابل دخلکو استازې شینکې کړوخیل، په ټولنه کې د افغان ښځو رول ته داشارې په ترڅ کې وویل: افغان میرمنې په هېوادکې ۵۰ سلنه جوړوي له دې امله د افغانستان حکومت دې په نوې کابینه کې هغوی ته څلور وزارتونه او پنځه معینیتونه په پام کې ونیسي.

دې وویل: افغان میرمنې د دې توان لري چې په بهرنیو هېوادونوکې د افغانستان د سفارتونو چارې پرمخ بوځي او په هېوادکې د والیانو په توګه دندې ترسره کړي.

کړوخیل، وړاندیز وکړ چې په بهرنیو هېوادونوکې د افغنستان له ۶۵ سفارتونو او نمایندګیو څخه دې پنځه سفارتونه او د افغانستان له ۳۴ ولایتونو څخه دې دکابل او دایکندي ولایتونه ښځو ته ورکړل شي.

د دغې کتنې بلې برخه والې وږمې فروغ د سترې محکمې په عالي شورا او د سولې په شوراکې د ښځو د لازیاتې  ونډې غوښتنه وکړه.

حامدکرزي د ښځو پرخلاف د تاوتریخوالي ترسره کوونکي بزدلان وبلل، وې ویل: زموږ په هېواد کې میرمنې یوازې دکورني تاوتریخوالي قرباني نه دي، بلکې د تروریستانو او د بهرنیو ځواکونو لخوا هم  په بیلابیلو نومونو له منځه وړل کیږي.

د هېواد جمهوررئیس د ښځو پرخلاف تاوتریخوالی یو ستر انساني ناورین وباله او ډاډ یې څرګند کړ چې د ښځو پرخلاف د تاوریخوالي په اړه چې کله هم خبر شوی دی نو ډیر ژریې په اړه اقدام کړی او له دې وروسته به هم دا موضوع جدي ونیسي او د دغه ناوړه عمل ترسره کوونکي به د قانون منګولو ته وسپارل شي.

حامدکرزي وویل: د دې لپاره چې دغه ناوړه سلوک ته د پای ټکی کیښودل شي دې ته اړتیا ده چې زموږ دیني عالمان او قومي مشرانو د جوماتونو د منبرونو له لارې او د هېواد ټولې رسنۍ په ګډه دغه غیرانساني او غیراسلامي عمل په کلکه وغندي او په دې اړه د عامه پوهاوي لپاره پروګرامونه برابر او خپاره کړي.

د هېواد جمهوررئیس ټینګار وکړ چې د روان میلادي کال د فبرورۍ په میاشت کې دې د ښځو پرخلاف د تاوتریخوالي د له منځه وړلو د لارو چارو او عامه پوهاوي په باب دې د هېواد د عالمانو او د ښځو د شبکې لخوا په ګډه یو ملي کنفرانس جوړ شي.

همدا راز حامدکرزي، ډاډ څرګند کړ چې افغان ښځوته به په نوې کابینه، سفارتونو او د دولت په نورو اداروکې ځانګړې ونډه په پام کې ونیسي.

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement Middle East Banners

اندازهء فانت را تغییر دهید

  • A A A
  • ویدیو های همین لحظه از الجزیره

    ویدیو های مورد پسند تان را در ((گران افغانستان)) مشاهده کنید

    Loading...

    تازه مطالب

    نماینده خاص امریكا وارد كابل شد

    نماینده خاص امریكا وارد كابل شد

    January 21st, 2012

    كابل-  گزارش ها حاکی از آن است که نماینده  خاص امریكا د[...]

    خطر اخوان المسلمین کمتر از خطر ایران نیست: قوماندان پولیس دوبی

    خطر اخوان المسلمین کمتر از خطر ایران نیست: قوماندان پولیس دوبی

    January 21st, 2012

    دوبی:- گزارش های رسیده از کنفرانس "امنیت ملی و منطقه ای [...]

    قوماندان نیروی قدس سپاه پاسداران ایران: جنوب لبنان و عراق تحت تاثیر جمهوری اسلامی هستند

    قوماندان نیروی قدس سپاه پاسداران ایران: جنوب لبنان و عراق تحت تاثیر جمهوری اسلامی هستند

    January 21st, 2012

    تهران: قوماندان نیروی قدس سپاه پاسداران ایران، در نشس�[...]

    جوان تایلندی با معشوقهٔ مردهٔ خود عروسی کرد

    جوان تایلندی با معشوقهٔ مردهٔ خود عروسی کرد

    January 21st, 2012

    اگر انسان های عاشق می دانستند که جدایی چقدر درناک و �[...]

    بدون شرح

    بدون شرح

    January 21st, 2012

    [...]