Posts | Comments | E-mail /

د بنو لخوا دبنزیانو وېښته شکونه : طنز

Posted by on Jan 11th, 2012 and filed under سپینې خبرې. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

محمود نظري

یوه غونډه تیریږي لس ورپسې نوري دي

له دې هیضه دولت څخه   ټوله خوا توري  دي

په هرې غونډې رنګارنګ جنډې رپیږي

په هره  غونډه  نوی زړې زنګولې پوري دي

هلته د د میلیونو تریلیونو ژمنې کیږي

دا د کمیشن کارو سره په معاملو پوري دي

هغه غویي چې راځي دی ملت ته خیرات

 تر تورو يې هډوکي او چچړې ډیري دي

چورترغا ته  بزرګان په کمین  کې ناست دی

تال ترغې ته خوشاله  اوخوری بوری دي

هرڅوک یې هضمولی نسي پوست اچوي

 د غوښه خورو میناوو موښکې توري دي

دلته یو سترګۍ په ړندو کې جان اغا دی

تر چپنې لاندې جرتکانویې تورونه پوري دي

 ورته وايي چور چورو لوړ هوټلونه جوړ کړئ

هغه چې رنګه جل اوبل چراغونه ور پوري دي

بزرګانو دخیانت لغړیان سره   راغونډ کړي دي

تر ماغزه غټ  نسي ورته په کولمه پوري دي

 په دې چړپېدلو خلکو خدای  ډیر مهربان دی

په میلیونو کې یوازې دهغوپه برخه توري دی

 تر توروشپو غلو د ورځي رسمي غله  کوي ګټه

 چې د ملت اوګارول یې هم  په ځان پوري دي

که رښتیا چراغ راوخلي ددې دولت پسې

ولس ته یې پرتوګونه سوري سمبوري دي

د هری تمساح تر لکۍ لاندې چې را سي ځوز

اپوزیسیون سي سپيني یې په رانجو توري دي

  دلته  دواړو بنو د بنزیانو  وېښتان وشکوله

دواړه بنې ډیر له  بنزیانو  د تربرانو  غم خوري دي

زموږ بزرګان یوازې دشا لخوا سر زوري دي

لس کاله کیږي چې لا تیرزغمال  خرزوري دي

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement Middle East Banners

اندازهء فانت را تغییر دهید