کابل:- د ويسا ورځپاڼې د خبر پر اساس، با خبرو سرچينو ويلي چې د بشر د حقونو خپلواك كميسيون غړي چې اوس يې دوهمه دوره پاى ته رسيدلې او بيا نه ده اوږده شوې د خپلو لس كلنو اجراتو د مالي درغليو د پتولو او د هغو انسادو د له منځه وړو هڅې كوي چې ددې كميسيون پر مالي درغليو او يو طرفه نا مناسبو اقداماتو ګواه دي.
په تيرو لسو كولنو كې دې كميسيون په لسګونو مليون ډالره د يوې خاطې ډلې او قوم په پياوړتيا لګولي دي چې هيڅ ډول اداري اصول پكې نه دي رعايت شوي، ددې كميسيون د مالي درغليو په اړه د ښاغلي عثماني په مشرۍ د اداري فساد د ارزونې كميسيون ته هم يو لړ انساد او شكايتونه رسيدلي دي چې د اړوند كميسيون اجراتو ته د بشر د خپلواك كميسيون مشرتابه اعتنا نه ده كړې.
بل لوري ته د مدني ټولنې د همغږۍ جرګې مشرتابه شورا له ولسمشر څخه غوښتنه كړې چې ددې كميسيون نوي كميشنران بايد زر تر زره د مدني ټولنې له سپارل شوي لست څخه و ټاكل شي تر څو ددغو معلق كميسيون چارې د اصولو او قانوني سره سمې پرمخه ولاړې شي. همغږۍ جرګه له حكومت څخه په كلكه دا هم غواړي چې ددې كميسيون د تيرو لسو كلونو مالي او اداري چارې او اقدامات بايد په كلكه و ارزول شي تر څو حق حقدار ته ورسيږي.