Posts | Comments | E-mail /

دمیدان وردګو ولایت د درې ولسوالیو امنیت افغان ځواکونو ته وسپارل شو

Posted by on Jan 11th, 2012 and filed under خبرونه. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

میدان ښار:- د میدان وردګو ولایت ویاند شاهد الله شاهد په رالیږل شوې خبر پاڼه کې خبر راکړ چی د مسولیتونو دلیږد کمیسیون مشر ډاکتر اشرف غني احمدزي، دمیدان وردګو والي محمد حلیم فدایي، دکورنیو چارو امنیتي مرستیال عبدالرحمن (رحمن)، دسیمه ایزو ارګانونو خپلواکې ادارې مالي او اداري مرستیال عبدالمالک صدیقي، دملي اردو دځمکنیو قواوو عمومي قوماندان جنرال مراد علي مراد،دپوهنې  وزارت  اسلامي تعلیماتو مرستیال شفیق صمیم،دټول ګټو چارو وزارت مرستیال،دایساف ځواکونو ملکي مسول کریکر، دایساف مرکزي  زون قوماندان  جنرال الن،ولایتي بیارغاونې ډلې مشر ښاغلي مظفر، ولایتي شورا غړو،ولایتي امنیتي مسولینو، او قومي مشرانو لخو رسما دیو لړ مراسمو په ترڅ کې ددې ولایت دمیدانښار، جلریز، دبهسودو لومړۍ برخې او دبهسودو مرکز  ولسوالیو امنیتي مسولیتونه افغان ځواکونوته د امریکا هېواد بیرغ په ښکته کولو او افغان ملي بیرغ په پورته کولو سره رسما وسپارل شو.

سرچینه زیاتوی، غونډې ته دولایت والي محمد حلیم فدایي په  خپلو خبرو کې په ولایت کې دملي اردو، ملي پولیسو او ملي امنیت وروستۍ بریاوې وستایلې  او زیاته یې کړه چې وسلوال مخالفین اوس دافغان ځواکونو سره دجګړې وس او توان له لاسه ورکړې او ورځ تر بلې په مخالفینو باندې ساحه تنګیږي چې له همدې امله وسلوال دسیمې پریښودو ته اړ شوي،ښاغلي فدایي دمسولیتونو دلیږد پروسه یوه ملي پروسه یاده کړه  چې له امله به یې افغانان دخپل هېواد ساتلو،ابادولو او رغاولو په برخو کې خپلو درنو مسولیتونو ته اوږه ورکوي او هېواد به په خپل فکر په خپلو مټو رغوي.

دمسولیتونو دلیږد کمیسیون مشر ډاکتر اشرف غني احمدزي وویل(دمسولیتونولیږد دولسمشر ملي هدف او دنړیوالوسره  دهېواد دګټو په موخه ترسره شوې تړون دي چې له امله به یې ۲۰۱۴ کال پورې  ټول هېواد مسولیت  افغانان په خپله واخلي، نوموړې دسیاسي خلکو لخوا دهېواد په امنیتي ځواکونو کې  ګومارنه  دمصلحت او سمت له مخې ترسره کیږي چې داکار  دملي بنسټونو نړولو سبب کیږي  او هیله یې څرګنده کړه چې نور دکسانو ګومارل دتعهد،تقوا او وړتیا له مخې  ترسره شي.

ښاغلي اشرف غني احمدزي  میدان وردګ ولایت  دانساني ظرفیتونوځای وباله او دغه سیمه یې دغازي محمدجان خان ټاټوبی یاد کړ   اوستر غازي پلویان ددې وړتیا لري چې دخپل ولایت او هېواد امنیت وساتي،نوموړې دنړیوالو ټولنې او په ځانګړې ډول دامریکا او ترکي هېواد څخه مننه وکړه چې  ددې ولایت په  امنیت او رغاونه کې مرستې کړي ،ښاغلي اشرف غني دسیمې او ګاونډيو هېوادونو ته په اشارې وویل (د افغانستان ولسونه سوله خوښوونکي دي او هیڅ ګاونډی دې  زموږ څخه دتهدید ویره نلري  او که ګاونډيان بیاهم زموږ پرمختګ ونه غواړي نوزه په  زغرده وایم چې افغانان به دولږې له امله  واښه وخوري خو د دښمنانو شومې موخو ته به تسلیم نشي.

دولایتي شورا ریس محمد حضرت جانان  په خپلو خبروکې دمسولیتونو دلیږد پروسې څخه دملاتړ ترڅنګ وویل چې ددې ولایت اساسي لومړیتوبونه او جوړ شوې پلان باید تر ۲۰۱۴ پورې تطبیق کړي، نوموړې دافغان امنیتي ځواکونوڅخه وغوښتل چې د ولسونو زړونه دښو اخلاقو، ښه چلند او منطق له لارې لاسته راوړي ترڅو دسیمې دساتلو جوګه شو.

دځمکنیو ځواکونو قوماندان جنرال مراد علي مراد  دافغان امنیتي ځواکونو په استازیتوب ژمنه وکړه چې ستاسو اولادونه به ستاسو دارمانونو دپوره کولو او دسیمې امنیت په موخه دټولو وګړو ساتنه اوحفاظت کوي.

دسیمه ایزو ارګانونو دخپلواکې ادارې مرستیال عبدالمالک صدیقي په خپلو خبرو کې دمحلي ادارو په غښتلتیا او ملاتړ کې دنړیوالو ځواکونو هلې ځلې وستایلې او  هم یې دنوموړې ادارې دظرفیتونو دلاپیاوړتیا او  ولسونو ته دموثر و خدمتونو دعرضه کولو  په موخه دخپلو راتلوونکو پلانونو څخه خبر ورکړ.

وروسته دلیږد دکمیسیون مشر ډاکتر اشرف غني احمدزي او مسولینو لخوا دافغانستان ملي بیرغ  دښکولو وروسته سره پورته او نړیوالو ځواکونو خپل بیرغ  دافغان ځواکونو ته د امنیتي مسولیتونو  دسپارولو  په موخه ښکته کړه.

په پاي کې ډاکتر اشرف غني احمدزي، دولایت والي محمد حلیم فدایي،دمحلي ارګانونو مرستیال عبدالمالک صدیقي،ځمکنیو ځواکونو قوماندان جنرال مراد علي مراد دیو مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې درسنیو پوښتنو ته ځوابونه وویل.

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement Middle East Banners

اندازهء فانت را تغییر دهید