Posts | Comments | E-mail /

دكندهارامنیتي چارواكو د يوه تن ځانمرګي بريد كوونكي او دوسلوالو ديوه قوماندان د نيولو خبر وركړ

Posted by on Jul 31st, 2011 and filed under خبرونه. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

کندهار ښار ( اسد الله زړه سواند):- د كندهارامنیتي چارواكو د يوه تن ځانمرګي بريد كوونكي او دوسلوالو ديوه قوماندان د نيولو خبر وركړ

دكندهار ولايت د امنيه قومانداني د امنيت امر سمونوال شيرشاه يوسفزي وایی چي د  کندهار دپوليسو لخوا يو تن ځانمرګي بريد كوونكي چې غوښتل يې ددې ولایت د امنيه قوماندان جنرال عبدالرزاق كور پيدا او بيا ورباندې وسلوال بريد او  ځانمرګي بريد وكړي د پوليسو لخوا نيول  شوی دی . همدارنګه د وسلوالو يوتن  قوماندان چي غوښتل يې په كندهار کې وسلوال او ځانمرګي بريدونه طرحه کړی او  مشری یې ده ته ور په غاړي شوې وه د سپين بولدك په ولسوالۍ كې په داسې حال کې ونيول شو چي غوښتل يې د ښځو د چادري څخه په ګټي اخيستني سره كندهار ښار ته ننوزي

د كندهار امنیتي چارواكي د يادو دواړو كسانو نيول كيدل په امنیتي برخه کې لويه لاسته راوړنه بولي

 

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

CAPTCHA Image
Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree