Posts | Comments | E-mail /

په خوست کې د ۹۹ کوډ څخه دیو شمیر شهیدانو او ټپیانو پر کورنیو نغدي مرسته وویشل شوه

Posted by on Jul 31st, 2011 and filed under سپینې خبرې. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

خوست: د خوست ولایت مقام مطبوعاتی دفتر خبر ورکړ چې بیا هم د ۹۹ کوډ څخه دیو شمیر شهیدانو او ټپیانو پر کورنیو نغدي مرسته ووېشل شوه

په خوست کې ۴۸هغو کورنیو ته د ۹۹ کوډ څخه منظوره شوي نغدي مرسته ووېشل شوه ، چې د کورنۍ غړي یې په ځانمرګو بریدونو ، ماین چاودنو او په ورته بڼه نورو تروریستي بریدونو  قرباني شوي وو.

په همدې موخه جوړ شوي مراسم د پاک قرآن د مبارکو ایتونو په تلاوت سره پیل شول .ورپسې دولایت مقام  مرستیال عبدلواحدپټان په خپلو لنډو خبرو کې د شهیدانو او ټپیانو او په پېښو کې د ژوبل شویو کسانو د کورنیو غړیو سره غمشریکي وښودله.

ده وویل دولت هڅه کوي ، په ګران افغانستان کې دویر ټغر ټول کړي ، د خلکو د سوکالۍ او پرمختګ لپاهر یې هڅې پیل کړي، چې په همدې خاطر یې د سولې ملي پخلاینې پروسه پیل کړي ده ، نو په کار ده ، چې د همدې پروسې سره ټول قشرونه په ګډه همکاري وکړي .

ښاغلي پټان د ناستې له برخوالو وغوښتل ،چې په خپلو کې یووالی او اتفاق وساتي او په خپلو سیمو کې هغو کسانو ته چې په ولس وژنه یې لاس پورې کړی ، ځای ورنه کړي.چې په دې سره کیدای شي، د بې ګناه افغانانو د هر ډول ځورونو مخه ونیول شي .

د مقام مرستیال د شهیدانواوپه پیښو کې د ژوبل شویو کسانو د کورنیو له غړو غوښتنه وکړه ، چې خپل اولادونه د علم او حرفوي زده کړو لور ته وهڅوي،ترڅو په راتلونکي کې د خپلې کورنۍ مسوولیت پرته له کومو ستونزو په ښه شان سره سرته ورسوي .

د خوست د ولایت مقام مرستیال عبدلواحدپټان  دا هم وویل ، دغه پیسې لا د وړاندې د ولایتي ادارې په هڅو منظورې شوي وې ، خو په خپل وخت سره  د یادو کورنیو نه حاضرېدل یې د ځنډ لامل شول .نوموړي غوښتنه وکړه ،چې د ولایت له لوري د راډیود اعلان وروسته سمدلاسه ټول مستحقین  له ټاکل شوي معیار سره حاضر او خپله نغدي مرسته ترلاسه کړي .

له هغې وروسته د شهیدانو او په پیښو کې د ژوبل شویو کسانو په استازیتوب واردالدین  په خپلو خبروکې د دولت د وسلوالو مخالفینو وغوښتل ، چې نور د بې ګناه افغانان په وینو نه لمبوي  ،ترڅو په خپل هیواد کې  په ارامه فضا کې ژوند وکړي .

نوموړي له ولسمشر حامدکرزي هم مننه وکړه ،چې د خپلو ولسونو سره د ستونزو او مصیبتونو پر وخت مرسته کوي او دغه مرسته یې د خپل ولس سره د ژورې خواخوږۍ معنا لري .

د یادولو وړ ده،چې د ۹۹ کوډ څخه منظوره شوي ( درې ملیونه ، یو لک پنځوس زره )افغانۍ مرسته د ۱۵شهیدانو او ۳۳ټپیانو کورنیو ته د ټاکل شوي کمیسیون په وړاندې ووېشل شوه ، چې د هر شهید کورنۍ ته یو لک او د ژوبل شوي کس کورنۍ ته پنځوس زره افغانۍ ورکړل شوې .

 

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

CAPTCHA Image
Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree