Posts | Comments | E-mail /

راسئ دبې مسوليته څرگندونو څخه ډډه وکړو

Posted by on Jun 1st, 2011 and filed under افغانستان چا ړنګ کړ؟, تحلیل. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

حبيب الله غمخور

دپيل ټکي :

زه دناټواوبهرنيوځواکونومدافع اووياندنه يم ،مگردکرزی صاحب څرگندونې بې مسوليته راته ښکاري  .

کرزی صاحب که دځان په استازيتوب څه وايي هغه دي لکه نوري خبري اومعاملې دپردې شاته له خپلو بهرنيوملاتړواودوستاونوسره ووايي ،دافغان ولس پر پاکواوسپیڅلو احساساتودي سوداگري نه کوي .

کله چي مي نن  دورځی وخت پيداکړ دانترنټ پښتوپاڼوته مراجعه وکړم اووگورم چي نن بياچاڅومره گلان رژولي يازموږدخلکوپه عاميانه اصطلاح اوبوته ورکړي دي .

دپاڼودلوستلوپه ليکه کښي دبې بي سي پښتوويب پاڼي ته راورسیدم،دلته مي دپاڼي پر تندي پردې عنوان سترگي ولگیدلې : ((کرزی: د هوايي بريدونو ادامه د نيواک معنی لري))  داخبرمي پرانست .

پدې خبرکي مي داسي څه ولوستل  چي ښاغلی کرزی وايي  : ((که ناټو مو خبرې ته غوږ کینږدي،نو اړيو، يواړخيز اقدام وکړو .

او په افغا نستان کې میشتو نړيوالوځواکونو ته خبرداری ورکړ چې له دې وروسته دې په افغانستان کې په بشپړ ډول خپل هوايي بريدونه بند کړي .))

کرزي زیاته کړه : که بهرنیو ځواکونو بمباریو ته دوام ورکړ، دوی ته به د غاصبانو په سترګه وګورو او تاریخ شاهد دی چې افغانان له غاصبانو سره څه کوي ؛ ددې خبرې په اورېدودسړې بې واره خنداراسي .

کله چي مي دکرزی صاحب څرگندونې ولوستلې هک پک پاته سوم ،چي نن بياکرزی صاحب  پرکوم بغل دخوبه راپاڅیدلی دي اوچاورته ويلي دي پاکستان له بهرنيانوامتيازات اخلي ته ئي هم واخله .

متاسفانه ددې بيچاره کرزی مشاورين دومره زرنگ اوهوښيارنه دي لکه دپاکستاني،ايراني اوياعربي چارواکو . دکرزی صاحب اوچاپیريال ئې بايد پدې پوره پوه وي چي  هغوي ئي په چل پوهيږي اوپدې پوهيږي چي کله اوپرکوم وخت څه  ووايي،نه دداسي بې خلطې فيرونه .

ددې سره ترڅنگ مي په افغانستان کي له بهرنه راغلواوپه بهرکي اوسیدونکو يوشمير سياسي څېړونکواوپه اصطلاح کارپوهانوبې مسوليته اوفيلسوفانه څرگندونې اوليکنې په مغز کي راوگرځیدلې .دهغوله جملې هم يوشمير ددې لپاره چي دعام ولس پرپاکواحساساتوئي سوداگري کړې وي،ځان مشهورکړي اوددولت مخالفين ئي له ځانه خوښ ساتلي وي اودبلې خوائي پردولتي چارواکو ځان پلورلی وي داسي بې مسوليته اودملي گټونه ليري څرگندونې اوطرحي وړاندي کوي چي سړۍ ورته حيران پاته سي .

دوي داکاردد لپاره کوي  چي که خرابه سول بيرته به بهرته رامنډه کړي اوهغه چي دلته په بهرکي ارام ژوندلري هغوي خوئي پروانلري هرڅه چي کيږي هغه به کيږي اوځينې خودگاونډيانوډول ته څړې غورځوی اودهغوي له گټونه په مرگ دفاع کوي اوددفاع لپاره لکه کرزی صاحب سل دلايل تراشي .

مگرموږ دافغانانو په توگه بايدخپلې هرې خبري ته متوجه اوسوو،په هره څرگندونه کښي يوټکی بايدپه پام کي ولروهغه ملي گټې،دهغوي ساتل اوله هرډول شرايطونه دهيواداوخلکودسوکالی او ارامی په خاطر گټه پورته کول  دي .

رابسودښاغلي کرزی صاحب څرگندونوته :

هغه وايي،نور نودناټو د دغو عملياتو پر وړاندې د افغانانو زغم پای ته رسیدلی دی.ده د ناټو تر مشرۍ لاندې نړېوالو ځواکونو ته دا خبرداری هم ورکړ چې که بيا يې په افغانستان کې هوايي عمليات وکړل، نو مانا يې نيواک دی . او دا چې افغانان له نيواک سره څه ډول چلند کوي ؟بې بي سي

ده وويل که ناټو له موږ سره د هغو هوايي بريدونو د بنديدو په اړه چې له امله يې ملکي تلفات رامنځته کيږي موافقې ته ونه رسيږي،افغانستان اړ دی چې يو اړخيزه اقدام وکړي .

رابسودې ټکې ته ،راسئ هرڅه په خپل نامه يادکړو!

که ښاغلی کرزی صاحب خپل سري عمليات اشغال بولي؟  نوداخپل سري عمليات خودده په وينادالس کاله روان دي .

په همدې ويناکي کښي کرزی صاحب  وايي : « په تیرو لسو کلونو کې مو په ځلونو بهرنیو پوځیانو ته ویلي چې د ترهګرۍ پرضد جنګ د افغانستان په کلیو او بانډو کې ونه کړي خو دوی زموږ د خبرو خلاف د افغانانو وژلو ته دوام ورکړی، موږ ورته ویلي و چې یوه ورځ به مجبوره شو چې د ناټو د هوايي عملیاتو د درولو لپاره یواړخیز اقدام وکړو .» تاندويب پاڼه

نوپدې اساس کیداي سي ووايوچي افغانستان دالس کاله اشغال وو؟ که اشغال وونوکرزی صاحب ديوه اشغال هيوادداسي مسول کس ووچي اشغال گروواک ورته سپارلی وو،بيانوداسوالونه راپيداکیږي چي داتيري لويي جرگي ،داساسي قانون جوړېدل اوتصويب ،ددولت جوړېدل اودافغانستان په رسميت پيژندل ،نړيوالي اړېکې داټولي دازاداوخپلواک هيوادپه نامه داشغال ترسياسي سيوري لاندي پر مخ تللي دي . که دامسله په منطقي لحاظ نوره هم وڅیړونودې ټکې ته رسیږوچي دالس کاله هيواد اشغال ووخوزموږولس داشغالگرو دنوکرانو لخوا غولیده اوداورته ويل کیدل چي موږ يو خپلواک هيواد لرو. ترټولوجالبه لاداچي  که داخبره رشتياده نوکرزی صاحب دکوم حقوقي صلاحيت له مخي داحو لري چي خپل لوړپوړي چارواکي ته گوت څنډنه وکړي ؟

موږپدې باوريوچي افغانستان  خپلواکي دښاغلي کرزی صاحب پشان اودداسي کسانولخواجوسوی دولت تربهرني سيوري لاندي راوستلې ده .داخبره موږ تل شاربواوله هرچاسره پدې هکله خبري کوو،ځکه خوددولت مخالفينوته چي دبهرنيوپه لمسون اوهدايت دپردشتون موده زياتوي اودفاسد دولت دبقازمينه برابروي وايي چي کړنې مونه افغاني اونه هم اسلامي دي . ټوله يوشان خوپه مختليفونومونو،شعارونواوجاموپردي غم ځپلي ولس ځانونه تپۍ نوم ورباندي عدالت اووطنرپرستي ايږدئ .

ده د حکومت وسله وال مخالفين او په افغانستان کې میشت نړيوال ځواکونو د ملکيانو په وژنه کې په مساوي ډول پړه وبلل .

مگرکله چي دژمخالفينوخبره مطرح کيږي غواړي دخلکوپه سترگوکي خاوري وشندي وايي داټوله القاعده ده چي موږ ئي بدبخته کړي يو. ولي په حقيقت کي داسي نه ده القاعده به مرسته ورسره کوي اودمرستي لپاره به هم دلايل اوهم مجبوريتونه لري  ،ولي په حقيقت کي دپاکستاني جنرالانو استخباراتي شبکې زېږنده اودايران په گډون دعربي شيخانولاسونه اودعاگاني سخاتونه اوذکاتونه  دی چي دوي ئي دخپل هيوادوال وژلوته هڅولې دي .

په سياست کي دخپل بام واوره دبل پر بام اچول دماشومانوکاردی ،هرڅه بايد په خپل نامه ونومول سي اودهرحه لپاره بايد معين نوم اوتعريف  موجودوي  . پدغه ډول ځان تيرونې اوبې مسوليته خبروداسونزه نه يوازي داچي حلیږي نه بلکي نوره هم پیچلې کيږي .

ښاغلي کرزی  وويل (( د يوه افغان بچي ژوند به د ټولې نړۍ په پيسو ور نه کړي او دا حق څوک نه لري چې د افغان بچي ژوند له خطر سره مخامخ کړي .)) مگرداتیرنه هیره ده اويانه غواړي ورپيادئي کړي چي يوازي دده دحاکميت دساتلوپه خطر هره ورځ  کم ترکمه ((۳۰))افغانان ديوې خوادکافردنوکراودبلې خودترهگراوطالب دليوال په نامه له خداي ورکړې ژوندنه محرومیږي چي شمیرئي اوس دپښتنوقومي مشرانو په گډون زرهاوته رسیږي .

همدادليل دی چي اوس دښاغلي کرزی په اوښکواوخبروعام ولس لکه دوي چي دعاموخلکوپه دردونو اوچیغوغوږنه گروي باورنه کوي .

که صداقت او وسلي گټوته وفاداري موجوده وايي  بيانودهرې ورځې په تیرېدودخلکواودولت ترمنځ دا واټن ولي لويږي ؟

په حقيقت کي خوددولت مخالفين چي کرزی صاحب ئي په هرنامه يادوي دادهغه کاردی يوازي داغواړي چي دولتي چاري دوي ته وسپارل سي ،کرزی صاحب دخپلوراغلوبهرنيو ملگروسره بيرته هلته ولاژسی له کومه چي راغلی دئ . هغوي بل څه نه غواړي .داموږ عام افغانانويوچي ددواړوله داډول طرحواوشعارونوسره مخالفت کوو،اوپر نړيواله ټولنه فشار راولواوس چي راغلي ياست داپه خپل لاس پيل شوی شر پاي ته ورسوی سوله اوثبات راولئ  اوهغه وعدې چي موپه يوه حساب ۳۵ کاله پخوادپاکستان په کمپونوکي هغوته چي په وسلوموسمبالول اوافغانستان ته مودجهادپه نامه جگړې ته رالیږل ورکړي اوپه بل حساب لس کاله وړاندي چي مودطالبانودحاکميت ړنگیدوته ملاتل افغان ولس ته ورکړي سرته ورسوئ ،بياموخداي مل سه پر هغه ځی له کومې چي راغلي ياست ،هغه دري متل به سره پالو((دوري اودوستی)) .

دژورنالستانواوډله ايزورسنيوپه وړاندي داډول څرگندونې نه يوازي داچي دخلکوغولونه ده بلکي دافغانانو په وړاندي دنړيوالوسره دعجيبواوغريبوسوالوراپيداکیدوزمينه برابروي . چي په حقيقت کښي ددغوسوالو راپيداکیدل دافغانانوملي هويت ته صدمه اوزيان رسوي . پدې مطبوعاتي مرکه اوويناکي له سره ترپايه بې مسوليته څرگندونې رانغښتي اويوازي  دولس غولونه پکښي له ورايه برېښي بل څه کوم نوی ټکی نلري .

يودري متل دی وايي ((دانانکند کاري  که بارايدپشيماني )) مگرکرزی صاحب تل داسي کارونه کوي چي نه يوازي خپله بلکي ټول ملت سرټيټی اوپښیمانه وي .

دبېلگې په توگه ترهمدې بې مسوليته څرگندونوڅوشېبې وروسته دناټووياند اونا لنګیسکو،په تکراروايم وياند نه کوم مشرئي وايي : پر کورونو هوايي حملې ضروري دي او دوی به د افغان ځواکونو په مرسته دې ډول حملو ته دوام ورکړي .

د ناټو ځواکونو ویاندې اونا لنګیسکو په عین حال کې په زغرده وویل چې دا ډول عملیات به ونه دروي.

هغې،چې له خبریالانو سره خبرې کولې، زیاته کړه:«په دا ډول عملیاتو کې به د افغانستان له امنیتي ځواکونو سره هماهنګۍ ته دوام ورکړل شي.دا ډول عملیات ضروري دي، د هغو دوام ضروري دی، خو د افغان ځواکونو په هماهنګۍ او یا له دوی سره به په ګډه ترسره شي.» تاند ويب پاڼه

اوس نودکرزی صاحب څخه داپوښتنه پرځاي ده چي، ښاغلې ددفاع وزيرته  ستاسوترفرمان اوپه ارگ کښي ويناوروسته دادی سمدستي ناټودرته وويل لاس دي خلاص زموږله نظره عمليات اړين دي؛نواوس به ستاسو وروستی گام اوخبره څه وي ؟ که په رښتياتاسودغو غټوغټوخبروترشاکومه معامله نه وي جواب ئې نه بايد وځنډېږي .

داچي دوي وايي موږعمليات نسوبندولاي هغه اړين دی .ددوي له دې خبري سره مخالفت زموږدهيواد دراتلو نکي په گټه نه دی . مگرموږ عام افغانان  دوي ته وايو چي په پوځی عملياتوکي کښي ډير دقيق اوسئ پر غلطو راپورونواومعلوماتودعملياتوتابيه مه نسئ ،ډير ژباړونکي مودگاونډيانولاس پوڅي دی اويادملي اختلاف اودښمنی دروحې ترتاثير لاندي راغلي دي،هغوي هم کوښښ کوي غلط اودروغجن راپوردرکړي اوپدې وسيله  مودعامواوبې دفاع خلکوپه وړاندي پوځی عملياتوته وهڅوي  .

ددوي نه زموږ جدي غوښتنه داده چي پوځ په رښتياملي کړي اوبیله کوم تعصب  اودجنگسالاروغوښتنوپه نظرکي نيولوسره داففانستان دپخواني پوځ افسران چي په صداقت ،پاکی ،میړانه اووطن دوستۍ کښي ساری نلري په ځانگړوامتيازاتواوحمايي سره وسلوال ځواک ته دوباره راوبلل سي، هغوي مسلکي،دخپل هيوادپه چاروخبراودپاکولاسو خاوندان کسان دي .

پدې پوهیږواوپه سترگوئي وينوچي دافغانستان وسله وال پوځ ملي نه بلکي له يوې خواتنظيمي اودبلې خوادافغان ولس دبرنيودښمنانوپه ځانگړې توگه گاونډيانوځاله گرځیدلې ده . غوڅ اکثريت ئي تنظيمو، جنگسالارواوگانډيانواستازوته وفاردارپاته سوی  دي يوشميرچي دغريبۍ نه راغلي هغوي هم  له افسرانو اودهغوي  له کړنوسرټکوي ځکه خوددولت دهرمخالف دکړنومخه نه نسي .

اوداهم موږته معلومه ده چي ددولت مخالفين دعامواوبې دفاع خلکوله کورونو،ښونځيو اوجوماتونه دسنگراستفاده کوي ،پداسي حالت کښي اړينه ده چي پر ځمکنيوعلمياتو زورواچول سي اوټوله سيمه لومړی محاصره اوبيادچڼ له ميتودنه په استفادې سره  عمليات ترسره کولاي سی  ترڅودبیگناه خلکودوژنې مخه ونيول سوې وي .

دلته په بهرکي  مي له افغانستان څخه راغلوبهرنيانوپه کراتواورېدلي چي هغوي پر دولتي چارواکوپه ځانگړې توگه وسله وال پوځ پر افسرانواوچارواکواعتبارنلري له ډاره ددوي سره کوم خبره نسي شرېکولاي،وايي ډارېږو چي ترهرڅه دمخه مخالف خبرنسي،دوي وايي ډير ځله داسي سوی دي .

حقيقت خودادی چي دهوايي اوځمکنی بمبارۍ دکرزی صاحب اويوڅودگوتوپه شميرجنگسالارودحاکميت ساتلو لپاره  شاوخوادالس  کاله روان دي .

ددې لامل دکرزی صاحب پاکستاني ،ايراني اوعربي دوستان يادده په اصطلاح (( گران ورونه))  اوهغه دپردو په لمسون جوړې سوي ډلې دي چي دټوپک استعمال اوافغان وژنه دافغان ولس دخوشبختی لامل بولي .

رښتياخوداده چي پر هغواوخپله کرزی بايدنيوکه وسي چي ولي تراوسه دبهرنيانودمليارډوډالروپه لگښت په افغانستان کي دسولي راوستلواوسالم دولت دجوړېدوجوگه نه سوئ ؟ دادولس نه بیگانه دسولي شوراموپه څه اخته ده ؟وزيران ،پارلمان ،عدلي اوامنيتي ارگانونه  مودکوموگټوپرسرپه سيالوکي شپه او ورځ يوبل ته غاښ چيچنې کوي ؟ستاسو اوپارلمان ترمنځ شخړي اوسيالی به کله اودچاپه گټه پاي ته ورسېږي ؟

داوسله وال ځواک ملت ته وفاداربولئ ؟څومره توان لري چي دملي گټونه دفاع وکړئ؟ په دولتي اداروکښي  څومره مسلکي اوپه کارپوه کسان  چي هيله ئې ولس ته کاراوخدمت اوهغوي ته دسوله ايزوژوندامکانات برابرول وي  لرئ ؟ داهغه سوالونه دی چي دټولوافغانانوسره بې جوابه پاته دي .

دجگړې ددوام اوراپیښوناخوالويوله ډيرولاملونه بې کفايته مشرتابه ،فاسده ددولتي اداره، دهېرئينو برعلا سوداگري ،په دولت کي دولتونه اوپه حکومت کي حکومونه،ددولتي واک اوواکداروسره دکورنيو،قومي اونورو،نورواړېکوپر بنياد چوراو چپاول ته قانوني بڼه ورکول ،دخلکو زورونه،ملي شتمنی غصب اوسلهاو نورفسادونه چي دهمدې کرزی صاحب اوشاوخواپه فسادلړلواوجنگسالارولخواپر دې بيچاره او زوريدلي ولس رواگڼل کيږي .

زه نه غواړم هغوناخوالوته گوته ونيسم چي هرې يوې ئي داملک دبربادی کندې ته گوزارکړی ،زه نه غواړم له هغوخيانتونه پرده پورته پورته کړم کوم چي دې دربدراوبېچاره ملت ته ئي دسرپه کاسه کي اوبه ورکړي دي اونه غواړم دې لمرغوندي روښانه ټکي ته گوته اوږده کړم چې ملت ئي  بې امني،بې اعتمادي اوبې عدالتي بولي .

ښاغلی کرزی صاحب دټولوناخوالولامل تاسو،ستاسو اداره چاپيريال ،جنگسالار،دجهادپه نامه سياسي سوداگروکړنې دي،نه يوازي بهرنيان اودهغوي کړنې . ددغوټولوناخوالواساسي لامل هم دغه فاسده اداره اوفاسدسياسي جوړښت دی .

بلې !

بهرنيان به ملامت وي،غلطئ به ئې کړې وي،خپلې سياسي،اقتصادي اوسيمه ايزي گټې به لټوي،خو تاسو اوچاپېريال موترهرچازيات ملامت دی ،داتاسو ياست اوستاسوکړنې دي چي هغوي ته ددغوکړنوچي اوس ورته دخپلوسياسي موخوپه خاطرگوته نسئ  زمينه برابره سوېده . پدې لس کاله تاسونه دسولي کومه طرحه لری  اونه هم دنړيیوالواړېکوکومه ستراتېژي . هرڅه هغه (( ددم غنيمت است)) دشعارپه رڼاکي ترسره کيږي .

دکرزی صاحب ورورمحمودکرزی  سره له دې چې خپله هم ښه سابقه اوپاک لاس نلري اوهغه په کندهارکي دبينوا فرهنگی ټولنې دمشرمحمديار خبره ،غواړي ځان کاندي کړي  ځکه گوته نيوه کوي،دملي آرمان ورځپاڼه دهغه دخولې  ليکي  : (( محمود کرزی گفته است، برادرش برای ششصد هزار کارمند دولتی زمینه را مساعد ساخته تا پول و دارایی مردم را به تاراج ببرند.))

دخدمتگارورځپاڼه هم ليکي چي دکرزی صاحب ورورمحمودکرزی وايي((محمود کرزی برادر رییس جمهور افغانستان گفته شده است، آقای کرزی زمینهء تاراج مردم را فراهم ساخته است.))

همدې ورځپاڼي ليکلې چي محمود کرزی په خپلو خبروکي دنیویارک تایمز ورځپاڼې ته ويلې،د افغانستان په حکومت کښي بې کفايتي خپل ورستيوپړاووته رسیدلې ده .)) 10.03.1390

دادشرم اوعار خبره ده چي عام خلک وايي که غواړې ددولت په لوړوچوکيوکښي کاروکړې له افغانيت اوصداقت سره ترمقريريدو وړاندي بايد مخه ښه وکړې کنه نوپدې دولت کي دکارجوگه کېداي نسې . ځکه  په مرکز، ولايتواوولسواليو اوسرحدونو(گمرکونو) کښي دهردولتي مقام په نرخ خبردي .

پدې موږټول پوهیږوچي داټول عمليات په هربڼه چي کيږې که همدانن بندسي ،يوخوبه تاسوهم خپل دټغرپه ټولېدوبايدلاس په کارسي اوپردې بايدايمان ولرئ چي دافغان ولس لپاره دمنلو وړنه ياست اونه داملت ددې فاسدوواکدارونه څخه ښه زړه لري .

زموږمشوره تاسوته داده ترهغوې پدې چوکی کښي کارکوی که ملت ته گټه نسی رسولاي  نوغمونه اودښمنۍ مه ورته  جوړوئ . موږپه هرحه پوهېږواوهرڅه په رڼوسترگو وينو ،پدې پوهیږوچي ولي تاسو داډول بې مسولته خبري کوئ اودخلکو احساسات راپاروی  . همدا اوس خلک وايي دادشمالي ټلوالي له ډاره کوي ترڅوهغوي ته ځان سپين کړي،مگرروڼ اندي تردي لاپه زياتولاملونوپوهېږي  . پردې بېچارو ولس چي تاسو ئي هم چي بيچاره دی زړه وسوځوئ دځان اوياخپلوراتلونکوپلانواوگټوپه خاطرداټول وطن اورته مه ورټیل وهئ .

اميدچي پدې هيوادکي ددې هيواد داسي بچي اوسي ترڅوداسوځېدلی وطن يوبل اورته له ټيل وهلونه وژغوري . ومن الله التوفيق

مأخذ او منابع :

۱/ دبې بې سي پښتو ويب پاڼه دمۍ ۰۳ او۳۱

۲/ گران افغانستان ويب پاڼه دمۍ ۳۱

۳/ تاند ويب پاڼه دمۍ ۳۱

۴/ ازادی راډيو دمۍ ۳۱ دښاغلي محمديار سره مرکه


 

فرستادن/حفظ کردن

7 Responses for “راسئ دبې مسوليته څرگندونو څخه ډډه وکړو”

  1. Vote -1 Vote +1پیمان says:

    آقای امان الله

    یک نفر یا دو نفر مختلف مهم نیست. لطف کرده بگویید چه چیزی در نوشته ما دیده اید که طرف قبول شما قرار نگرفته یا گرفته

  2. -1 Vote -1 Vote +1امان الله عمر says:

    این پیر بابر و پیمان یک نفر اند

  3. +2 Vote -1 Vote +1پیر محمد بابر says:

    من با برادرم پیمان در مورد محترم کرزی صاحب هم نظرم

    کرزی کمبودی ها و ضعف های دارد که علت آن عدم داشتن نیرو است

    متاسفانه امریکایی ها بعد از سقوط طالبان گروه های جنایتکار، دزد، قطاع الطریق و متجاوز به ناموس و شرف مردم چون شورای نظار جنایتکار و خائین ملی مسعودوف ، وحشتی ها، جمعیتی ها را که مسئول ویرانی و جنایات جنگی اند دوباره به قدرت رسانده است

    آگر کرزی نیرو میداشت باور کنید که این جنایتکاران را هرگز اجازه نمیداد که در کنارش باشند ولی این از روی مجبوریت است

    حالا اگر ما بدون درک وضع بیشتر با او از در دشمنی پیش آیم بیشتر و بیشتر قدرت جنایتکاران جنگی را تقویه میکنیم و به امریکایی های جنایتکار ساحه را بیشتر و بیشتر فراخ میسازیم

    پس بر ماست که از کرزی و از محکوم کردن شجاعانه امریکایی ها دفاع کنیم

    او کاملا راست میگوید که با شهادت مردم بیگناه ، با شهادت اطفال تروریزم نابود نمیشود تا زمانیکه مراکز تروریستی و پناهگاه های تروریستان در چتلستان نابود نشود

    - یگانه راه نیل به صلح در افغانستان ، کشمیر و تامین حقوق مردم غیر پنجابی بخصوص بلوچها و پشتونها نابودی مراکز تروریستی در پاکستان است.

    اگر شاروالی کابل تمام چرسی ها و پودری های کابل و اطراف آنرا قتل عام کند مشکل مواد مخدر در افغانستان و جهان از بین نمیرود مگر که مافیای بین المللی مواد مخدر نابود شود.

    تروریزم هم چنین است از اینرو رئیس جمهور افغان محترم کرزی کاملا برحق است که میگوید تروریزم با عملیات شبانه، قتل مردم بیگناه افغان و چند جنگجوی افغانی در قرا و قصبات افغانستان از بین نمیرود تا زمانیکه مرکز تروریزم بین المللی یعنی آی اس آی پاکستان نابود نشده است.

  4. +1 Vote -1 Vote +1سید محمود says:

    دغمخور صاحب لیکنی دهمدغی لیکنی په شکل همیشه ډیری اوږدی وی او تکراری جملی پکی همیشه استعمالیږي،اصلی هدف نه ورځینی اخستل کیږې،په هرصورت که یوه نري پوشتنه له نوموړی ځخه لرم چی تا دخپل قدرت په وخت کی ځه وکړل چی اوس له کرزی ځخه تقضا لرې؟ تاسی په خپله ناست په سویدن کی یاست او ډهل ته مو په کابل او روزګان کی اتڼ اچولی دې،تاسی دکرزی له وضعیت ځخه یو ځل ځان له نژدی خبر کړی وروسته بیا خپله دسر نیشه سپکه او تباره تیز ه کړې،دکرزی په موقف که چیری ته اویا بل کوم څوک هم وی همدغه به دی حال وې، ځینی متعصیب پښتانه په کوم رهبر او یامشر پسی تر اخیره دریدلی دی؟ چی اوس په کرزی پسي ودریږې؟ که کرزی تا ته کومه چوکی منلی وای خو نن به هرڅه ګلو ګلزار وو او تابه هم دنورو په شان ځان پړ سولی وایی

  5. +3 Vote -1 Vote +1زعفران says:

    غمخور صاحب ! سلامونه مي ومنئ ، په ريښتيا چي ليكنه مو ډيره پر ځاي ده باضي وخت داسي سوچونه رالويږي چي كشكي كرزي پښتون نه واي ، كشكي د كرزي پر ځاي يو په وطن مين تاجك ، هزاره ، ازبك يا د بل مليت ، جمهوري رياست ته ټاكل سوي واي ، اوس به افغانستان داسي نواي . لس كاله ډير عمر دي په همدغو لسو كلونو كي كرزي خپله شا خلكو ته اړولي او مخه يي جګړه مارانو او مافيا ته چيري چي يوازي د ده خپلي شخصي ګټي خوندي دي . باور وكړي چي زه د ده په پښتونولئ شكي يم ځكه په وروستيو لسو كلونو كي پښتون نور هم خوار سه . بريالي اوسئ

  6. +1 Vote -1 Vote +1پیمان says:

    سخنان کرزی از سر تا آخر درست است و بیانگر درد دل مردم بیگناه افغان است.ولی او به تنهایی نمیتواند امریکا و ناتو را مجبور کند که در سیاست شان تغییر وارد کنند تا زمانیکه تمام ما از کرزی دفاع نکنیم

    ولسی جرگه، مشرانو جرگه،وزرا، والی ها همه با یک صدا باید از کرزی در این زمینه دفاع کنند زیرا حرف کرزی غلط نیست

  7. +3 Vote -1 Vote +1فرید ثمین says:

    غمخور صاحب په قلم دی برکت شه

    خدایږو چې دا دیره ښایسته لیکنه ده بلکې زما د زړه غږ ده

Leave a Reply

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement Middle East Banners

اندازهء فانت را تغییر دهید

  • A A A
  • ویدیو های همین لحظه از الجزیره

    ویدیو های مورد پسند تان را در ((گران افغانستان)) مشاهده کنید

    Loading...

    تازه مطالب

    اسرائیل پیش از حمله به ایران، به امریکا خبر نمی‌دهد

    February 29th, 2012

    کابل:- اسوشیتد پرس به نقل از یک مقام استخباراتی امریکای�[...]

    میت رامنی در انتخابات مقدماتی ایالت آریزونا پیروز شد

    February 29th, 2012

    واشنگتن:- شبکه های خبری  با استناد به شمارش اولیه آراء�[...]

    کودکان معصوم افغان در دام تجارت مواد مخدر با ایران

    February 29th, 2012

    زلمی بارکزی دو سال قبل محمد رضا یک متعلم 17 ساله در ولسو�[...]

    شک و تردید نسبت به وفاداری های سیاسی پولیس افغان

    February 29th, 2012

    احمد جاوید رجا علیرغم آنکه یک سروی تازه حاکی از افزایش [...]

    اقتصادي غونډې، د هېواد پر صنعتي پالیسۍ بحث او غور وکړ

    February 29th, 2012

    کابل:- د جمهوری ریاست د خبر پاڼې پر اساس، د جمهوررئیس ح�[...]

2022 / Graan Afghanistan by Afghan Scholars