Posts | Comments | E-mail /

اقتصادي غونډې، د هېواد پر صنعتي پالیسۍ بحث او غور وکړ

Posted by on Feb 29th, 2012 and filed under خبرونه. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

کابل:- د جمهوری ریاست د خبر پاڼې پر اساس، د جمهوررئیس حامدکرزي په مشرۍ اقتصادي غونډې، د هېواد پر صنعتي پالیسۍ بحث او غور وکړ.

په دغه غونډه کې چې د پخوانیو اقتصادي غونډو په دوام، نن په ارګ کې جوړه شوه، لومړی د هېواد د صنعتي پالیسۍ د جزئیاتو په اړه چې په دې وروستیوکې تدوین شوې ده، خبرې وشوې. په دې اړه هغه اووه مورده چې په هغوکې افغانستان نسبي غوره والی لري او هغه په خپلو صادراتوکې داخلولی شي، لکه  د مرمرو د ډبرو، وړیو، غالیو او د یو شمېر نورو توکو په اړه  بحث او د نظر تبادله وشوه.

د بحث پر دوام د صنعتي پارکونو جوړول، د دایمي برښنا برابرول او د صنعت د ودې او د هېواد د صادراتو د پیاوړتیا لپاره له ګمرکي تعرفو څخه استفاده  وڅیړل شوه.

اقتصادي غونډې د هغو قراردادونو په باب چې د خصوصي سکټور لخوا د هېواد د کانونو په برخه کې شوي دي، هم خبرې اترې وکړې او ټینګار یې وکړ چې د هېواد د کانونو د راسپړلو لپاره دې د قراردادونو بهیر په دقیق ډول ترسره شي او په دې برخه کې د دولت رول، په ځانګړې توګه له خصوصي سکټور سره د مشارکت لرل مهم وبلل شول.

په پای کې پریکړه وشوه چې په راتلونکې اقتصادي غونډه کې دې د وارداتو د ځای نیولو لپاره د صنایعو په اړوند او پر هغو برخوکې دې چې افغانستان د هغو په صادراتوکې نسبي غوره والی لري، خبرې او د نظرونو تبادله وشي.

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • د هندوستان د آزادۍ ورځ په کندهار کې ولمانځل شوه
    • دخوست د ښار جوړونې رياست ته نوى ريس وروپېژندل شو
    • آغاز عملیات تصفیوی عقاب در ولسوالی امام صاحب ولایت قندز
    • القاعده از سرحد افغانستان- پاکستان نقل مکان می کند
    • امریکا و متحدانش باید فورا تعداد نیروهایی را که پس از سال 2014 در افغانستان حضور خواهند داشت، اعلام کنند: قوماندان سابق نیروهای ناتو
    • بهرنۍ عينكې!
    • بدون شرح
    • جان کری خشونت های اخیر مصر را به شدت محکوم کرد
    • د ټاکنو په اړه د استاد سياف له لوري “ملي اجماع” جوړېږي
    • در پی درگیری های خونین مصر معاون رئیس جمهور این کشور استعفا کرد