Posts | Comments | E-mail /

ټاكنو ته ځانګړي پوليس روزل كيږي:چارواكي

Posted by on May 31st, 2009 and filed under خبرونه. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

:                

كابل: ملګري ملتونه او اروپايي ټولنه وايي چې د افغانستان د راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو د امنيت په موخه به يو شمېر پوليسو ته ځانګړې روزنه ورکړي .

د دغه پروگرام له مخې به شاوخوا ٣٥٠ پوليس افسران وروزل شي، چې وروسته به بيا په دغه برخه کې د روزونکي په توگه دنده پرمخ وړي .

دغه پروگرام چې د ملگرو ملتونو د پراختيايي ادارې يو ان ډي پي او اروپايي ټولنې د پوليسو پر مټ پرمخ ځي، افغان پوليسو ته به په کې د کانديدانو، رايه اچوږنکو او د ټاکنو د کارکوونکو د امنيت ساتنې په اړه ځانگړې روزنې ورکړل شي .

د رايې اچونې مرکزونو ته د رايو د صندوقونو لېږدونه، او د رايي شمېرنې مرکزونو ته د همدغو صندوقونه بېرته سپارل، د دغه روزنيز پروگرام نورې موضوعگانې دي چې پوليسو ته به يې په اړه لارښوونې و شي .

د پروگرام چلوونکو د افغان پوليسو د لا ښه پوهاوي لپاره د انتخاباتو د امنيت ساتنې په تړاو يو شمېر جيبي لارښود کتابونه هم چاپ کړي دي .

په دغو کتابونو کې يو شمېر تصويرونه چاپ شوي چې په کې په لنډو او روښانه ټکو کې د ټاکنو په اړه لارښوونې ليکل شوي چې کومو پوليسو چې ډېر لوست هم نه وى کړى، پرې پوهېدى شي .

د دې ترڅنگ د پروگرام گډونوالو ته به د اساسي او انتخاباتو د قانون په اړه هم زده کړې ورکړل شي .

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت د ښوونې او روزنې مشر گل نبي احمدز ى وايي چې دغه پروگرام ته يې د افغانستان له يو شمېر بېلابېلو ولايتونو نه پوليس افسران راغوښتي دي :

((دغه ٣٥٠ پوليس اصلاً د رايو ورکولو د مرکزونو تر تثبيت وروسته ټاکل شوي دي . په دې مانا چې موږ به په ټولو ولايتونو کې د رايو اچولو ٣٥٠ مرکزونه لرو، دغه افسران به د مسلکي پوهې ترڅنګ له وضعيت څخه باخبره او د ټاکنو په اړه به لازم معلومات لري . له دوی نه به هر يو سل نور پوليس روزي ))

د کورنيو چارو وزارت وايي چې د افغان پوځ او پوليسو ترڅنگ به په افغانستان کې يو شمېر مېشت بهرني سرتېري هم د ټاکنو په امنيت ساتنه کې ونډه ولري

 

 

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

CAPTCHA Image
Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree