Posts | Comments | E-mail /

د پاكستان پوځ د بيت الله مسعود پر ضد د شديدو عملياتو چمتوالى نيسي

Posted by on May 30th, 2009 and filed under خبرونه. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

pakistan_army

په سيمه كې د مسعود له مخالفو قومندانانو سره هم خبرې اترې روانې دي  

  

رسنى+ويسا: د پاكستان رسنيو ددغه د پوځي سرچينو له قوله راپور وركړى دى، چې د پاكستاني طالبانو دمشر بيت الله مسعود پر ضد د حتمي جګړې لپاره چمتوالى نيسي او د هغه له مخالفينو سره يې خبرې اترې پيل كړي دي.

 

د راپورونو په اساس د پاكستان دولت هڅه كوي چې له بيت الله مسعود څخه نور جنګيالي قومندانان رابيل كړي او د همدې هدف لپاره يې په شمالي وزيرستان كې د جنګياليو له دوو مشهورو قومندانانو مولوي نذير او حافظ ګل بهارد سره خبرې اترې  پيل كړي دي.

په شمالي او جنوبي وزيرستان باندې د پوځي عملياتو راپور په داسې حال كې وركول كيږي چې پاكستاني پوځ د سوات په سيمه  كې د تيرو دوو اونيو راهيسې په عملياتو بوخت دى او پرون يې په دغې سيمه كې د يوه ښار منګورې د نيولو ادعا وكړه.

بلخوا په تيرو څو ورځو كې د پاكستان په لاهور او پيښور ښِارونو كې هم په پرله پسې توګه چاودنې وشوې چې په سلګونو خلكو ته يې مرګ ژوبله واوړوله او د پاكستان دولت بيت الله مسعود په ځينو دغو حملو تورن كړ.

@

 

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

CAPTCHA Image
Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree