Posts | Comments | E-mail /

ایران د زاهدان د پېښې په تور درې تنه اعدام کړل

Posted by on May 30th, 2009 and filed under خبرونه. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

 

تورن کسان د جندالله کسان و او په خپل جرم یې اعتراف کړی و: ایرانی جارواکی

 

ایران د شنبې په ورځ د زاهدان په یوه جومات کې په بمي حملې کې د لاس لرلو په توردرې تنه په علني ډول په دار راوځړول .

د پنجشنبې په ورځ د ایران د سیستان اوبلوچستان ایالت د مرکز زاهدان د شیعه وو په یوه جومات کې د بمي حملې په ترڅ کې ۲۵ تنه ووژل شول اوتر۱۲۰ زیات نورټپیان شول .

د ایران د رسمي خبري اژانس ایرانا له راپورسره سم د زاهدان په بمي حملې کې درې تورن کسان د شنبې په سهارپه ښکاره ډول هغه جومات ته څېرمه اعدام کړای شول چې بمي حملې پکې شوې وې .

د العربیه تلویزیون د راپورله مخې ایران وايي چې په دې حمله کې یوه سني مخالفه ډله جندالله لاس لري چې دالقاعده شبکې برخه ده او د امریکا د متحده ایالاتو له لوري یې ملاتړ کېږي .

د سیستان اوبلوچستان ایالت یوه قضايي مقام ابراهیم حمیدي وویل چې تورنو کسانود تحقیقاتو په ترڅ کې پر خپل جرم اعتراف کړی وو.هغه دغه راز وویل چې دغو کسانو تر دې پخوا هم په تروریستي فعالیتونو کې لاس درلود.

د جندالله ډله وايي چې په ایران کې د سنیانو دحقونو لپاره مبارزه کوي .

که څه هم تردې دمه د بشري حقونو ټولنو د ایران له لوري د زاهدان د پېښې په  تورد درو تنوپراعدامېدو عکس العمل نه دی ښودلی خوښايي ډېر ژر په دې اقدام نیوکې وکړي ځکه چې په دوو ورځو کې قانوني مراحل نه شي بشپړېدای او نه متهمان د ځان د دفاع فرصت موندلی شي .

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

CAPTCHA Image
Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree