Posts | Comments | E-mail /

امریکا له خپلو اسیایي متحدینو د مرستې غوښتنه وکړه

Posted by on May 30th, 2009 and filed under خبرونه. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

dtra-logo

د امریکا د متحد ایالاتو د دفاع وزیر رابرت ګیټس د واشنګتن پر اسیایي ملګرو غږ وکړ چې له افغانستان سره دې مرستې زیاتې کړي. نوموړي همدا راز د امریکا له استرالیایي ملاتړیو مننه وکړه.

رابرت ګیټس څرګنده کړه چې زموږ اسیایي متحدین باید د افغانستان په پوځي ډګر کې مرسته وکړي اوپه بیا رغاونه کې خپل کومکونه ډیر کړي.

رابرټ ګیټس په سینګاپور کې وویل، د افغانستان مساله پیچلې ده، یو ډول غیر عادي ده، نو هغه وخت دا ستونزه هواریدای شي چې موږ ټول په ګډه کار وکړو او یوه بل ته لاسونه سره ورکړو.

د امریکا د متحد ایالاتو د دفاع وزیر زیاته کړه ، ټول هیوادونه باید په دې مسالې کې خپله برخه وکړي ځکه چې دا د نړیوالې ټولنې غوښتنه ده او د ټولو هیوادونو په ملې ګټه ده چې د افغانستان مسالې ته پام وکړي .د افغانستان مساله پیچلې ده، یو ډول غیر عادي ده، نو هغه وخت دا ستونزه هواریدای شي چې موږ ټول په ګډه کار وکړو

د امریکا د دفاع وزیر رابرټ ګیټس له استرالیا، جاپان ، هند نیوزیلند او سنګاپور څخه مننه وکړه چې په افغانستان کې یې د افراطي وسلوالو پر ضد، په مختلفو ډولونو د امریکا په مشرۍ د روانو هڅو ملاتړ کړی دی .

رابرټ ګیټس زیاته کړه چې موږ باید هڅه وکړو څو حالات په افغاسنتان کې عادي شي .

د امریکا د دفاع وزیر د افغانستان د بنیادي تاسیساتو د بیا رغاونې لپاره د بشري قویې او مرستې هیله وکړه، ده د افغان پوځیانو د روزنې لپاره يې د مرستې غږ وکړ او څرګنده یې کړه چې د حکومتي چارو د سمون لپاره کمکونو ته اړتیا شته.

رابرټ ګیټس همداراز د افغانستان د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو د راروانو انتخاباتو په اړه وویل چې موږ د ازادو، بیطرفو او د اعتماد وړ انتخاباتو ملاتړ کوو.

@

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

CAPTCHA Image
Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree