Posts | Comments | E-mail /

د افغانستان د کریکټ ملي لوبډله په اسيايي لوبو کې د ګډ‌ون لپاره ګوانجو ته ورسیده

Posted by on Nov 21st, 2010 and filed under خبرونه. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

ګوانجو(رسنې):-د را رسیدلو خبرونو پر اساس، د افغانستان د کریکټ ملي لوبډله د چین ګوانجو ښار ته رسېدلې ده.

د افغانستان کریکټ بورډ لا له وړاندې د انټر کانيتنیننټل کپ پایلوبې ته لوبډله اعلان کړې وه.

په دې لوبډله کې ځینې نوې څېرې هم ورزیاتې شوې، چې پخوا یې په څو ورځنیو لوبو کې برخه نه درلوده.

له کينيا سره په تيرې څلور ورځنۍ لوبه کې ځليدلي زلمي لوبغاړي جاويد احمدي او عزت الله دولتزى هم په دې نوې لوبډله کې نشته او دليل يې هم څرگند نه دى .

د پايلوبې لپاره به کپتان نوروز منگل وي او مرستيال يې کريم صادق غوره شوى دى.

په تيرو وختونو کې به د افغانستان د ملي لوبډلې په غوراوي کې د ملي لوبډلې کپتان او روزونکي ونډه لرله خو اوس دغه چاره د غوراوي ځانگړې اداره ترسره کوي او ويل کيږي چې د کپتان او روزونکي نظر پکې نه اخيستل کيږي .

افغان لوبډلې د تیکواندو په برخه کې د سپينو او ژيړو میډالونه هم ګټلي دي.

د چین په ګوانجو ښار کې د افغانستان د المپیک د ملي کمېيټې مشر ظاهر اغبر بي بي سي ته وویل چې افغانستان د باسکټبال، سنوکر، جودو، وزن پورته کولو، بوکس ووشو، نښان ويشتنې او تیکواندو سیالۍ پای ته رسېدلې دي.

ښاغلي اغبر زیاته کړه چې درې ورځې وروسته به افغانستان په اسیايي لوبو کې ولوبېږي.


فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement Middle East Banners

اندازهء فانت را تغییر دهید