Posts | Comments | E-mail /

مطبوعات و ملت همزمان عروج و افول می کنند “”

افغانستان د افغانانو لپاره “”

د افغاستان په جنوب کي ۴٠ فیصده خلک په دې باور دي چي نړۍ والي قواوی د دې د پاره افغانستان ته راغلي دي چي افغانستان اشغال یا یې تباه کړي: یوه نوې نظر پوښتنه

Posted by admin on Nov 21st, 2010 and filed under سپینې خبرې. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

واشنګټن+هلمند:-د امنیت او پرمختګ په چاروکي بین المللي شورا چي د نړۍ والي پالیسۍ په اړه د نظر خاوندان لري، وایي چي د افغانستان په دوو لویو او مهمو جنوبي ولایتونو کي اکثره خلک په امریکا کی د ٢٠٠١ کال د سیپټامبر د یوولسمي د تروریستی حملو په باب چي امریکا یې مجبوره کړه په افغانستان باندي حمله وکړي، هیڅ ډول معلومات نه لري.

دغي شورا ویلي دي چي د هغو یو زرتنو نه چي د هلمند او کندهار په ولایتونو کي مرکې ورسره شوي دي، ٩٢ فیصده یې په دې پېښي باندي چي افغانستان ته د نړۍ والو قواو د ورتګ سبب سو، نه وو خبر.

په دغو ولایتونو کي د خارجي قواو او طالبانو ترمنځ چي په ٢٠٠١ کال کي په افغانستان باندي د یرغل نه وروسته یې حکومت را نسکور سو، ډیري سختي جګړې رواني دي.

د دغي شورا د څېړنو نه دا هم معلومه سوې چي د هغو کسانو سره چي د افغاستان په جنوب کي مرکې شوي دي ۴٠ فیصده یې په دې باور څرګند کړی چي نړۍ والي قواوی ددې د پاره افغانستان ته راغلي دي چي اسلام تباه کړي یا دا چي افغانستان اشغال یا یې تباه کړي

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

اندازهء فانت را تغییر دهید

  • A A A
  • ویدیو های مورد پسند تان را در ((ویسا)) مشاهده کنید

    Loading...

    تازه مطالب