کابل(رسنې):-د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون په افغانستان کې د ماشومانو په روان حالت اندېښنه څرګنده کړه.
دغه کمیسیون، چې د ماشومانو د حالت په اړه د روان لمریز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې سروې کړې وایي، چې د ماشومانو پروړاندې تاوتریخوالی د تېر کال په پرتله زیات شوی دي.
دغه کمسیون دا سروې د ۲۲ ولایتونو په ۶۸ ولسوالیو کې کړې او په کې له ۲۸۰۴ ماشومانو څخه پوښتنې شوي.
د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون د ماشومانو د برخې کمیشنرې حمیده برمکې وایي چې دوی په دې سروې کې له ماشومانو سره تړلي ټول مسایل تر پوښښ لاندې راوستلي دي.
“د ۱۳۸۹ لمریز کال د شپږو لومړیو میاشتو رپوټ په اړه ووایم، چې له ۲۸۰۴ ماشومانو سره مو خبرې کړي. د دوی ۱۲اعشاریه ۵ فیصد ښوونځیو ته له تګ څخه محروم دي، په ښاري سیمو کې ۷٪ او په کلیو کې ۳۰٪ له روغتیايي خدمتونو څخه بې برخې دي.
په افغانستان کې۶۰ زره ماشومان په نشه يي توکو روږدي دي او پر ماشومانو جنسي تېری ټکان ورکوونکی دی، چې د تېرکال په پرتله شل فیصده زیاتوالی ښيي.”
د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون د ماشومانو د روان حالت په اړه په داسې حال کې اندېښنه څرګندوي، چې په افغانستان کې د ناټو ملکي استازی مارک سیدویل ويلي، چې افغان ماشومان د لندن، نیویارک او داسې نورو ښارونو په پرتله خوندي دي.
د