مکه مکرمه (المدینه ورځپانه+ فرانس پريس) د تازه خبرونو پر اساس، د عربستان پولیسو یو اتیاکلن حاجي د۵۰۰ زره ریالو او ۱۰۰ موبایلونو دغلا په تور نیولې دی. دسعودي عربستان پولیسو د مکې په لویدیځ کې یو اتیاکلن پاکستانی حاجي دغلا په تور نیولې دی له نوموړي حاجي سره ۵۰۰ زره ریال او ۱۰۰ موبایلونه موندل شوي . المدنیة ورځپاڼه په دي هکله کاږي : دپولیسو یوې ګزمې یو اتیا کلن حاجي ومونده ،چې په استوګنځای کې ېې ۵۰۰ زره ریاله او ۱۰۰ موبایله پراته و، کله چې اتیاکلن پاکستانی حاجي پوه شو چې استوګنځای ېې دپولیسو لخوا محاصره دی دتېښتې هڅه ېې وکړه ،خو دپولیسو لخوا ونیول شي .