Posts | Comments | E-mail /

مطبوعات و ملت همزمان عروج و افول می کنند “”

افغانستان د افغانانو لپاره “”

د طالبانو يو لوړ پوړې غړی ونیول شو

Posted by admin on Nov 20th, 2010 and filed under خبرونه. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

کابل(ګران افغانستان):-دايساف یوه خبرپاڼه  وايي چې دطالبانو دډلې يو کليدي غړى په کندهارکې نيول شوى دى .

دايساف په هغې خبرپاڼه کې چې نن خپره شوه ويل شوي دي چې دطالبانو دډلې يو کليدي غړى دکندهار ولايت په پنجوايي ولسوالۍ کې دافغان امنيتي ځواکونو او دنړيوالو پوځونو په گډو عملياتو کې نيول شوى دى.

دغه قوماندان چې نوم يې نه دى اخيستل شوي تور لگول شوي دي چې په کندهار اودهغه په ګاونډيوسيمو کې يې ځيني ځانمرگې بريدونه طرحه کول اوپه افغان امنيتي ځواکونو اوبهرنيو عسکرو يې بريدونه کول. دتيلوټانکرونو ته يې اور اچاوه اودڅو ښوونځيو په سوځولو او ويجاړولو کې يې مستقيم رول درلود. دوسلو په قاچاقو يې لاس پوري کاوه او له پاکستان څخه کندهار ته دتروريستانو په ليږدونه کې يې فعال رول درلود.

دطالبانو دډلې ددغه کليدي قوماندان دنيولو په مقصد دعملياتو په بهيرکې څو تنه نور ياغيان هم نيول شوي دي . دغه راز ايساف په يوه بله خبرپاڼه کې ويلي دي افغان امنيتي ځواکونو اونړيوالو پوځونو د هلمندولايت په موسى کلا ولسوالۍ کې خپل دوه ورځني عمليات پاى ته ورسول . په دغو عملياتو کې اووه تنه وسله وال ياغيان ووژل شول اويوشمير نوريې ونيول شول . دغه راز دوه بيرله چاويدونکي توکي هم کشف او شنډکړاى شول

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

اندازهء فانت را تغییر دهید

  • A A A
  • ویدیو های مورد پسند تان را در ((ویسا)) مشاهده کنید

    Loading...

    تازه مطالب