لیزبن(ګران افغانستان):-د جمهوری ریاست یوه خبر پاڼه وایی چې جمهور رئیس حامد کرزي د افغانستان په وخت د جمعې په شپه د ناټو د سازمان د مشرانو د غونډې په څنګ کې د پولنډ د جمهور رئیس برونسلاوه کمروسکي، د استرالیا د صدراعظم جولیا ګیلارد، د فرانسې جمهور رئیس نیکولای سرکوزی، او د هالینډ د صدراعظم مارک روت سره په جلا جلا ډول د پرتګال په پایتخت لزبن کې وکتل.
ددې کتنو محور د ناټو د سازمان د سرانو د غونډې د کار او د افغانستان په اړه د هغو د بحثونو او په ځانګړي ډول افغان امنیتي ځواکونو ته د امنیت د انتقال بهیر ؤ.
په دې کتنو کې جمهور رئیس د افغانستان له خلکو سره د ناټو د سازمان د همکاریو او کومکونو نه د مننې په ترڅ کې افغان امنیتي ځواکونو ته د امنیت د ټینګښت لپاره د مسئولیت د انتقال د بهیر پیلول د ملي حاکمیت د ټینګښت لپاره یو مهم ګام وباله او د افغان امنیتي ځواکونو د تجهیز او پیاوړي کولو لپاره د ناټو په دوامدارو مرستو ټینګار وکړ.
په مقابل کې د یاد شویو هېوادونو مشرانو د افغانستان سره د دوامداره ملاتړ د څرګندولو په ترڅ کې وویل چې په افغانستان کې د امنیت د ټینګښت او اقتصادي ودې لپاره د ناټو سازمان او په ټولیزه توګه بین المللي ټولنه دوامداره مرستې ته ژمنه پاتې کیږي.