Posts | Comments | E-mail /

مطبوعات و ملت همزمان عروج و افول می کنند “”

افغانستان د افغانانو لپاره “”

حامدکرزي دلغمان په ولایت کې تروریستي بریدونه وغندل

Posted by admin on Nov 20th, 2010 and filed under خبرونه. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

کابل(ګران افغانستان): جمهور رئیس حامدکرزی چې دامهال دناټو سازمان دغړو هېوادونو دمشرانو په غونډه کې دګډون  په خاطر دپرتګال هېواد د لزبن په ښارکې دی، دلغمان ولایت په مرکز مهترلام کې یې تروریستي بریدونه په کلکې غندلي او دغه ناوړه عملونه یې دافغانستان دخلکو ددښمنانو کار بللی دی.

د را رسیدلو معلوماتو له مخې دافغانستان دخلکو دښمنانو دشنبې په ورځ دلغمان ولایت په مرکز مهترلام کې دوه تروریستي بریدونه وکړل چې له امله یې دیوې ښځې او یو ماشوم په شمول  څلور ملکي وګړي شهیدان او شاوخوا دیرش نور ټپیان شول.

حامدکرزي دغه تروریستي بریدونه په کلکه غندلي او دهغو ترسره کوونکي یې داسلام او دافغانستان دخلکو دښمنان بللي چې نه غواړي افغانان په سوله  او آرامۍ کې ژوند وکړي.

جمهوررئیس د لغمان ولايت چارواکوته لارښوونه کړې چې د دغو تروریستي پیښوعاملین ډیرژر ونیسي او دقانون منګولو ته دې وسپاري.

حامدکرزی د شهیدانو کورنیو ته د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب څرګندوي او ټپیانو ته د لوی خدای له درباره د سملاسي روغتیا هیله کوي

فرستادن/حفظ کردن

1 Response for “حامدکرزي دلغمان په ولایت کې تروریستي بریدونه وغندل”

  1. Vote -1 Vote +1mariam says:

    کرزی صاحب بی له غندولو کوم بل شی دی هم دی زده او که نه ته ښه پوهیږی چی ستا یوازی غندل لکه د خلکو په زخمونو ملګه دوړول دی دا د بیګانه هیواد کی یوه پیښه نه ده چی یوازی په غندل بسنه کوی جګ شه ویښ شه پښتون تباه شو ستا په حکومت کی که نه نو ځان ورک کړه

Leave a Reply

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

اندازهء فانت را تغییر دهید

  • A A A
  • ویدیو های مورد پسند تان را در ((ویسا)) مشاهده کنید

    Loading...

    تازه مطالب