Posts | Comments | E-mail /

مطبوعات و ملت همزمان عروج و افول می کنند “”

افغانستان د افغانانو لپاره “”

د ناټو عمومي سرمنشي: امنیتي چارې به په پړاویز ډول افغانانو ته وسپارل شي.

Posted by admin on Nov 20th, 2010 and filed under خبرونه. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

لیزبون :  دناټو  عمومي منشي  وایی ناټو به په افغانستان کې د چارو د ”افغانیزه” کولو لپاره تګلاره جوړه کړي، چې په لړ کې به یې امنيتي چارې ” له یوې سیمې وبلې ته” په پړاویز ډول افغانانو ته وسپارل شي.

اندريس فو راسموسن ټينګار کړی چې په افغانستان کې ترهګري له منځه وړل ګردې نړۍ ته هومره اهمیت لري، لکه څنګه یې چې افغانانو ته لري.

د افغانستان ولسمشر حامد کرزی د پرتګال په لیزبون کې د ناټو د سرمشریزې په حاشیه کې له ناټو چارواکو سره له افغانستان څخه د دغه تړون د ځواکونو پر وتلو خبرې کوي. په افغانستان کې د ناټو جګړه ییز عملیات به د ۲۰۱۴ کال تر پایه پورې پای ته ورسېږي.

د افغان ولسمشر حامد کرزي یوه تن ویاند اشرف غني احمدزي چې له هغه سره د لېزبون غونډې ته تللی ویلي ښاغلی کرزی به له ناټو سره پر یو شمېر موضوع ګانو خبرې وکړي.

نوموړي دا هم ویلي چې ناټو او د کابل حکومت “د بهرنیو ځواکونو د وتلو لپاره یو ډول ستراتيژي لري”.

په لیزبون کې د ناټو تر سرمشریزې یوه ورځ وړاندې امریکايي پوځيان افغان لوري ته د مسؤولیت د سپارلو لپاره ۲۰۱۴ کال یو تخميني هدف ګڼلی نه یو ثابت.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند ویلي چې د ۲۰۱۴ کال تر پایه پورې به افغان ځواکونه د هېواد د زیاتره برخو کنټرول په لاس کې ولري.

خو ده په عین حال کې خبرداری ورکړی چې ښايي افغان ځواکونه په ټولو برخو کې مخکښ رول ونه لري، له همدې امله یې ویلي چې تر ټاکل شوي وخت وروسته به هم امریکايي او د نورو هېوادونو ځواکونه په افغانستان کې پاتې کېږي.

دغه غونډه چې نن (جمعه، د نومبر ۱۹مه) پيلېږي، غړي هېوادونه یې هیله لري چې افغان امنيتي ځواکونو ته د مسؤولیتونو د سپارلو لپاره پر پلان او په راتلونکو څو کلونو کې په تدريجي ډول د بهرنیو ځواکونو په وتلو توافق ته ورسېږي.

ځينې هېوادونو له افغانستان څخه د خپلو پوځيانو د رایستلو پروسه پیل کړې او ټاکل شوې ده چې په راتلونکي کال کې به خپل جګړه ییز عملیات پای ته ورسوي.

د کاناډا حکومت منلې چې یوازې ۹۵۰ پوځيان به یې د افغانستان د ځواکونو د روزلو په موخه هلته پاتې کېږي.


فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

اندازهء فانت را تغییر دهید

  • A A A
  • ویدیو های مورد پسند تان را در ((ویسا)) مشاهده کنید

    Loading...

    تازه مطالب