لیزبون(رسنې):- د ناتو عمومي منشي اندیرس فوګ راز موسن وایي، د ناتو د غړېو هېوادونو مشرانو د دې سازمان لپاره نوی، لس کلنه ستراتیژي تصویب کړه چې له مخې به یي ناتو له اروپا بهر فعالیت کوي او دغه راز به د تروریزم او انټرنېټې حملو د ګواښونو مقابله هم کوي.
رازموسین د جمعې په ماښام په لیزبن کې خبریالانو ته وویل، دا نوی ستراتیژي یوازې د اصولو یوه اعلامیه نه ده، بلکه دا یو کاري یا عملي پلان دی او په راتلونکو کلونو کې د ناتو لپاره پاخه ګامونه په ګوته کوي. ده وویل:
(دلته تاسو په راتلونکو لسو کلونو کې د ناتو لپاره د سړک نقشه لري، زموږ نوی ستراتیژي د دولتونو او حکومتونو د مشرانو له خوا تصویب شوه، دا په حقیقت کې یوه تاریخي لحظه ده. )
د ناتو عمومي منشي زیاته کړه، د ناتو مشران به د شنبې د ورځې په غونډې کې د افغانستان د ولسمشر حامد کرزي په هغه وړاندیز بحث وکړې چې وایي، افغان ځواکونه به د ۲۰۱۴ کال تر پایه پورې په ټول هېواد کې د امنیتي چارو مسولیت اخیستنې ته چمتو شي.