Posts | Comments | E-mail /

ولسمشر کرزی د پنجشيريانو په انحصار کې

Posted by on Aug 4th, 2013 and filed under تحلیل. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

1

له محور ورځپاڼې په مننې

د ولسمشر کرزي یو تازه اقدام چې له مخې يې د تفتیش ادارې مشر شريف شريفي دنده شپږ کاله نوره تمديد شوې او د کليو پراختيا وزير ورور سرير برمک کمېشنر ټاکل شوی، خلک سخت پارولي چې په قومي مشارکت کې د تاجکانو ونډه يوازې پنجشیري جنګسالارانو ته ورکول کېږي. شريف شريفي د یونس قانوني او سرير برمک د کليو پراختيا وزیر ویس برمک وروڼه دي.

يوه تازه ترسره شوې احصايه په ډاګه کوي، چې په اوسني دولت کې ۷۰ سلنه مهم مقامونه له جميعت ګوند سره دي، چې لويه برخه يې بياهم پنجشيري جميعتيان تشکيلوي.

د قومي مشارکت په معيار د دولتي واک د وېش په تړاو ډېری تاجکان نيوکه کوي، چې د دوی مشروع ونډه يوازې د يوې وړې درې زورواکو قوماندانانو ته ورکول کېږي او ولسمشر کرزی پدې جفا کې په بشپړه توګه ښکېل دی.

په داسې حال کې چې د ټاکنو په کمېسيون کې د فضل احمد معنوي جنجالي رول په تمامېدو دی، ولسمشر کرزي په ډېره بېړه په نهو کمېشنرانو کې سرير برمک چې د یو پنجشيري برحال وزیر ورور دی، د خپل لومړي مرستيال په ټينګار د تاجکانو په استازيتوب دغه کمېسيون ته ورمعرفي کړی دی. د همدې اقدام ترڅنګ په یو بل حکم کې د تفتیش او کنترول ادارې د مشر شريف شريفي ماموريت چې له لسو کلونو وړاندې پيل شوی د شپږو نورو کلونو لپاره تمديد شوی دی.

په افغانستان کې د سمسمکي د دوام او ملي مصلحتونو په عنوان افغان ولسمشر په تېرو لسو کلونو کې د قومي تناسب په انډول دولتي مشارکت مهم معيار ګڼلی او په همدې اساس د واک وېش او دولتي ټاکنې کوي، خو اوس ډېر تاجکان نیوکه کوي، چې د دوی ونډه يوازې د پنجشیر اړوند زورواکانو په انحصار کې ساتل شوې او ولسمشر کرزی په لوی لاس دغه قومي استازيتوب خپلو سازش کارانو ته سپاري.

په وروستيو دريو ورځو کې د کابل پوهنتون د حقوقو پوهنځي استاد ښاغلي جلال جلال اعتراضونو د کابل د ميډيا کوڅې خورا غالمغالي کړې، چې همدا موضوع يې په جديت سره راپورته کوي. ښاغلی جلال او پلويان يې وايي، له قومي مشارکتي انډول سره بايد منصفانه چلند وشي او د پنجشير او مارشال له انحصاره راوايستل شي.

له بلې خوا په دولتي مقامونو کې د پنجشيريانو د ونډې په اړه یوه تازه سروې په ډاګه کوي، چې د لسو کلونو په تيرېدو سره لاهم مهمې دولتي څوکۍ له پنجشيري قوماندانانو سره دي، چې په هېڅ ډول د مسلکي کادرونو او قومي استازيتوب معيارونه نشي پوره کولای.

د سروې په جزياتو کې راغلي، چې د دولتي مقامونو په لومړۍ، دویمه او درېيمه کټګورۍ کې ۷۰ سلنه چارواکي په جميعت ګوند او نظار شورا پورې تړاو لري، خو د دغې ونډې زياتره يې له پنجشيري جميعتيانو سره ده. معلومات په ډاګه کوي، هر پنجشیري مقام د خپل دولتي ارګان په دننه کې په چټکۍ سره ټاکنې او تر پنځوس سلنې تغيرات راولي چې تر زياتې کچې په مسلکي معيارونو برابر ندي.

د دفاع، کليو پراختيا وزارتونو مشرتابه او د ملي امنيت سرپرستي، د ترافيکو لوی ریاست، د بانک رهبري، د تفتیش او کنترول ادارې ریاست، د المپيک رياست، د ماليې وزارت، مشرانو جرګې مرستيالي د دغو ونډو په سرکې راځي چې رهبري يې په مطلق ډول له پنجشيريانو سره ده.

په کورنيو چارو وزارت کې ۱۰۰ جنرالان او په دفاع وزارت کې ۲۰۰جنرالان چې اکثره یې نالوستي او اعزازي مقامونو واله دي، په جميعت ګوند او پنجشير پورې تړاو لري.

د دريو مهمو قول اردوګانو مشرۍ او يوازې د کابل ښار څلور امنيتي حوزو امريتونه له پنجشيري چارواکو سره دي. د سروې جزيات په ډاګه کوي، چې د ملي امنيت د مشر اسدالله خالد له ټپي کېدو وروسته د دغه ادارې مرستيال حسام الدين حسام ترڅلور سوه زيات جميعتيان په ولایتونو کې د دغه ادرې په مهمو مقامونو ګومارلي دي.

په ملکي ارګانونو کې د وضاحت یوه برخه څرګندوي، چې اولس( ۱۷) معينان په نظار شورا پورې تړاو لري. د افغان سفارتونو په اړه په ډاګه شوې، چې په سفيرانو سربېره د دغو ادارو ۸۰ سلنه کارکوونکي پنجشيريان دي، چې د ډاکترعبدالله عبدالله د واک پرمهال بهرنيو هېوادونوته تللي او لاهم خپلو دندو ته په ناقانونه توګه دوام ورکوي.

د سروې تر ټولو اساسي برخه د ملي المپيک کمېټې په مشر د مرکه کوونکو انتقاد دی، چې پخپله اداره کې د جنګي قوماندانۍ په دود چلند کوي او زياتره ټاکنې يې مطلق ذوقي او سيمه یيزې دي. همدا رنګه سروې وايي، د افغانستان د ملي راډيو تلويزيون مرستيال جلال چې د ولسمشر کرزي د لومړي مرستيال قسيم فهيم خوریی دی، اجباراً په هغه اداره تپل شوی او یوازې د مارشال د ملاقاتونو د رپوټونو څارنه يې لومړيتوب ټاکل شوی دی.

تر پنجشيريانو وراخوا ډېری نور پخواني تنظيمي مشران او سيمه ييز قوماندان هم ولسمشر کرزی مجبوروي چې په هر وزارت، ولایت او دولتي ارګان کې مناسبه ونډه ورکړي. د ولایتونو په کچه قومي تناسب تر يوې کچې مراعات شوی خو پنجشير بياهم یوازينی ولایت دی، چې ۹۹ سلنه چارواکي او مامورين یې له پنجشير ولایت څخه دي.

د ۱۳۹۱ کال په حوت میاشت کې د حکومت د تشکيلاتو یوې څانګې معلوماتو په ډاګه کړې وه، چې د ۱۴۰۰ ریاستونو ۹۸۰ یې د پنجشيریانو له خوا اداره کيدل.

محور ته يو مهم دولتي مقام ويلي، چې ولسمشر کرزي ته د بانفوذه جميعتيانو په شمول ډېری تاجکانو په بيا بيا د لیکونو او مستقيمو تماسونو په ترڅ کې شکایت کړی، چې په ډېره بې انصافۍ يې ونډه د پنجشيريانو په انحصار کې ورکړل شوې ده او د حکومت لومړی سړی پکې د معاملې په دود ښکېل دی.

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

CAPTCHA Image
Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree