Posts | Comments | E-mail /

د ټاکنو د خپلواک کمیسيون مشر وټاکل شو

Posted by on Aug 4th, 2013 and filed under خبرونه. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

1

کابل : ډاکتر احمديوسف نورستانى د ټاکنو خپلواک کمېسيون مشر او عبدالرحمن هوتکي يې د مرستيال په توګه وټاکل شول.

د ټاکنو خپلواک کمیسيون کمیشنرې شريفي زرمتۍ وردګ  په دې اړه وایی، چې د دغه کمېسيون مشرۍ لپاره احمديوسف نورستاني او سرير احمد برمک، د مرستيالۍ لپاره عبدالرحمن هوتکي او قاضي سليمان حامد او د منشي د پوست لپاره ګلالۍ اڅکزۍ ځانونه کانديد کړي و.

زرمتۍ وايي، چې د ټاکنو په پايله کې نورستانى د ټاکنو د خپلواک کمېسيون د مشر په توګه، هوتکي د مرستيال او اڅګزۍ د منشي په توګه وټاکل شول.

د ټاکنو کمېسیون د اداري پلاوي د ټاکلو وروسته د دارالانشاء ریس هم یوځل بیا د دارالانشاء ریس په توګه دغړو په توافق وټاکه.

د کمېسیون غړو په خپله دغه لومړۍ ناسته کې د تشکیلاتو او د واکونو دقانون د (۱۶) مادې د دویمې فقرې دحکمونو سره سم د یاد کمېسیون د دارلانشاء ریس چې اته میاشتې وړاندې د جمهور ریس دحکم پراساس د کمېسیون د ریس په توګه ټاکل شوی و یو ځل بیا دیاد کمېسیون د(۹) غړو په توافق دیادې دندې لپاره ونومول شو او د کمېسیون دغړو لخوا په یاده څوکۍ څوکۍ ته ور وپيژندل شو.

ددارالانشاء رييس ضياء الحق امر خېل د کمېسیون دغړو څخه مننه وکړه چې یو ځل بیا یې دیادې دندې په ترسره کولو کې په نوموړي باور وکړ او ژمنه یې وکړه چې را سپارل شوی دنده به په پوره اخلاص او بې پرېتوب سره ترسره کوم او د ۱۳۹۳ کال دجمهوري ریاست او ولایتي شورا رڼو ټاکنو لپاره به د کمېسیون دکاري او مسلکي ټيم په هڅو او مرسته ګډ کار ترسره کړي .

د تېرې يکشنبې په ورځ د غوراوي کمېټې ٢٧ تنه ولسمشر ته ور وپېژندل، څو له دې ډلې نهه تنه د ټاکنو د خپلواک کمېسيون د غړيتوب لپاره غوره کړي.

د غوراوي کمېټه د ټاکنيزو کمېسيونونو د جوړښت، دندو او واکونو قانون د اتمې مادې له مخې د ولسي جرګې او مشرانو جرګې د مشرانو، قاضي القضات، پر اساسي قانون د څار کمېسيون له مشر، د بشري حقونو کمېسيون له مشر او د مدني ټولنې له استازي جوړېږي.

خو د مدني ټولنو تر منځ د اختلاف له امله تر دې دمه يادو ټولو په ګډه خپل استازى دې کمېټې ته نه دى معرفي کړى.

ولسمشر کرزي د دوشنبې په ورځ له يادو ٢٧ کسانو د ټاکنو د خپلواک کمېسيون لپاره ٩ غړي وټاکل.

په دغو کسانو کې عبدالرحمان هوتکي، ګلالۍ اڅګزۍ، شريفه زرمتۍ وردګ، احمديوسف نورستانى، سريراحمد برمک، ليلا احراري، قاضي سليمان حامد، محمد عزيز بختياري او محمد حسين ګرزيواني شامل دي.

يادو کسانو د تېرې اونۍ په وروستيو کې د ولسمشر  کرزي او غوراوې کمېټې د غړو پر وړاندې د لوړې مراسم هم ترسره کړل.

تر دې دمه فضل احمد معنوي د ياد کمېسيون د مشر او عبدالخالق حسيني د دغه کمېسيون د مرستيال په توګه دنده ترسره کوله.

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

CAPTCHA Image
Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree