Posts | Comments | E-mail /

د جلال اباد وروستی بريد په کلکه غندو او عاملینو ته يې د سختې سزا غوښتنه کوو!:د افغانستان د مدني ټولنو فډریشن

Posted by on Aug 3rd, 2013 and filed under خبرونه. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

کابل :په ډېرې خواشينۍ سره مو خبر تر لاسه کړ، چې د روژې د مبارکې میاشتې د پای او د کوچني اختر د رارسيدا په درشل کې د یو بل ناځوانمردانه بريد له امله د هیواد د ختيځ ښار جلال اباد لسګونه بې ګناه تنکیو کوچنیانو، خویندو ورونو ته مرګ ژوبله واوخته او لسګونه کورنۍ یو وار بیا د وير پر ټغر کيناستلې او د هيواد په ګوټ ګوټ کې يې د خلکو زړونه ودردول.

۱. د افغانستان د مدني ټولنو فډرېشن په داسې حال کې چې د افغانستان پر مسلمانو، بې ګناه او بې دفاع ملکي وګړو دغه او دې ته ورته بريدونه په سختو ټکو کې غندي، شهيدانو ته جنت الفردوس، ټپیانو ته عاجله روغتیا او کورنیو او هیوادوالو ته د جميل صبر او جزيل اجر غوښته کوي، د دغه راز بريدونو عاملین د سختې سزا وړ بولي.

۲. فډرېشن یو وار بيا پر ټولو ښکيلو خواوو غږ کوي چې د بې ګناه ملکي افغانانو له وژنو، ټپي کولو او زورونې په جدي توګه لاس واخلي، که نه ډېر ژر به د ملت له سخت غبرګون سره مخ شي.

۳. د افغانستان د مدني‌ ټولنو فډرېشن پر افغان دولت غږ کوي چې ژر تر ژره له یادې ګڼ ميشتې ملکي سيمې د هند، پاکستان او ایران د قونسلګریو او د مشرانو جرګې د رييس د دفتر کډې بار کړي، څو زموږ ملکي خلک او ښار ميشتي په ارامه خپل ژوند ته ادامه ورکړي، له دغه راز بريدونو او مرګ ژوبلو په امان پاتې شي او د تګ راتګ تړل شوې عامه لويې لارې يې پرانیستل شي. که نه نو د ټولو راتلونکو مرګ ژوبلو او ناخوالو مسئولیت به د دولت او یادو طرفونو پر غاړه وي.

۴. فډرېشن د هيواد په ګوټ ګوټ کې په ولسي‌ سيمو کې د ميشتو بهرنیو ځواکونو، لوړ پوړیو چارواکو او ټولو هغو ارګانونو او ادارو څخه، چې د وسله والو بريدونو ښکار ګرځي، په کلکه غوښتنه کوي چې په شرافتمندانه ډول له ګڼ ميشتو ملکي سيمو ووځي څو د ملکي خلکو ژوند او ازادي خوندي پاتې او د دوی له امله له مرګ ژوبلې سره مخ نه شي.

۵. د افغانستان د مدني ټولنو فډرېشن (FACS) د هيواد په ګوټ ګوټ کې پر ولس هم غږ کوي، چې د خپلو مدني خوزښتونو په زور له ملکي سيمو ټول هغه کورني او بهرني مرکزونه او خلک وشړي چې پخپله ځانونه پر توپونو او ټانکونو ساتي او له امله يې بې ګناه او بې دفاع ملکي وګړي له مرګ ژوبلې سره مخ کيږي.

سوکاله او سرلوړی دې وي افغانستان!

امن دې وي پر ټوله نړۍ!

ډېر درنښت،

د افغانستان د مدني ټولنو فډرېشن (FACS)

۰۷۸۸۱۶۱۸۵۳

 

 

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

CAPTCHA Image
Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree